د هیواد لويې لارې که د جګړې لومړۍ کرښې؟

رفیع الله سیال

0 665

په ګران هیواد افغانستان کې که له یوې خوا جګړې زموږ ژوند تریخ کړی دی نو له بلې خوا په اوږدو او تنګو لارو کې ترافیکي پیښې هغه څه دي چې زموږ د ډیری هیوادوالو ژوند یې واخیست او اخلي یې.

یوه له دې انسان خوړونکې لارې څخه د جلال اباد او کابل لویه لار ده، چې د مشرقي څلورو ولایاتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان سربیره د کوزې پښتونخوا مېشت افغانان هم مرکز ته پرې تګ راتګ کوي، چې د تنګ سړک، ډېرو موټرو او موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله هره ورځ د مشرقي یوه نه یوه کورنۍ د ویر په ټغر ناسته وي.

څه موده وړاندې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې لس تنه غړي چې د کوژدې دستمال یې له کابل څخه لغمان ته وړو، په ماهیپر کې د ترافیکي پېښې خوراک شول، له هغې وړاندې د لوګر د ولایتي شورا وکیل چې ننګرهار ته یې سفر کاوه له سروبي څخه ښکته د تنګي په ساحه کې یه یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او نن ورځ مو د ننګرهار د کرهڼې او مالدارۍ ريیس او د مشرقي ځوان کادر انجینر سمیع الله (نصرت) د کابل او جلال اباد په لاره په یوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه لویه لاره له کلونو راهیسې د داسې پېښو شاهده ده او له کله نه چې دا سړک جوړ شوی نو دا ستونزه ورسره مله شوې ده، چې په نتیجه کې یې زموږ ډېری هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی. زه د عیني شاهد په څېر یې درته ښکاره بېلګې وایم چې؛ څو کاله وړاندې زموږ د کلي د یو کور، په یو وخت او په يوه پېښه کې د دوه ښځو په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ، همدا ډول څو کاله وړاندې زموږ د چپرهار ولسوالۍ څخه دوه وروڼو چې په یوه ورځ یې د واده مراسم ترسره کیدونکی ول، له کابل څخه جلال اباد ته د ورا (ناوې) انتقالولو پر وخت په ترافیکي پېښه کې دواړو وروڼو خپل ژوند له لاسه ورکړ او واده په یو ستر غم بدل شو.

که له یوې خوا موټر زیات او سړک تنګ دی نو له بلې خوا په دغه لاره له پاکستانه راتلونکي ټیلر موټرونه چې مرکز کابل او نورو ولایاتو ته خوراکي او غېر خوراکي مواد انتقالوي، د دې پېښو یوه لویه برخه تشکیلوي او د دغې لارې مسافرو سفر یې د خطر سره مخ کړی دی.

نه تنها ترافیکي پېښي بلکې امنیتي پیښې هم هغه څه دي چې زموږ سفرونه یې د زهرو په څېر تراخه کړي دي. تېر کال د لوګر د والي ویاند، له هغې وروسته د درې تنه ملي اردو سربازانو په ګډون د یو دولتي اشپز شهیدانول او یوه اونۍ وړاندې درې څارنوالان د طالبان په توسط  د لوګر او کابل په لاره شهیدانول هغه څه دي چې دغه لار یې د زیات خطر سره مخ کړې ده. دې ته ورته د هلمند، کندهار، زابل، غزني او میدان وردګو او په ټوله کې د ټولو ولایاتو لویې لارې چې مرکز کابل ته پرې خلک تګ را تګ کوي سفر کوونکي یې د امنیتي او ترافیکي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

زه د یو عادي افغان په حیث له دولت څخه غوښتنه کوم، ممکن دا غوښتنه د میلیونونو افغانانو غوښتنه وي چې دولت دې په اساسي ډول د لویو لارو جوړول او امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply