د طالبانو پر ویاندویانو وروستي بریدونه‎

بصیر عاصم

0 804
د امریکایانو په باب دا ویل کیږي چې یو ځل څوک نه را نیسي (پیري)  خو را نیسي یې هم د هغه اهمیت ته په کتو په لوړ قیمت يې رانیسي خو بیا یې تر هغه چې د دوی په زیان نه وي نه غورځوي  . موږ دلته په افغانستان کې ښه مثالونه لرو چې امریکایانو په لوړ قیمت رانیولی دي ان دوی ته د زیان په صورت کې یې هم هغوی ته د زیان رسولو ځان لیری ساتلی دی. دا چې څوک پر نړۍ واکمنی کوي د یو داسي کړنلارې توقع هم ځني کېدلای شي چې  څنګه نورو ته پر امریکا د باور او ډاډ احساس  ورکړي او د یو داسي دوستانو په څېر ځانونه ور معرفي کړي چې ان د نه همکارۍ په صورت کې هم دوی ته دوست دی او یا د نه همکارۍ په صورت کې د انتقام هیڅ اصل نه لري.
پاکستان چې تل د غرب بلخصوص د امریکا تر تاثیر او مستقیمي غلامۍ لاندی پاته شوی دی د بادار د کړنلارو پر خلاف  د ملي ګټو د ساتلو په هدف د داسي لارو چارو کار اخلي چې نه یوازې په سیاسي ، جغرافي ډګر کې یې سختي ماتي لیدلی دي ورسره په اقتصادي توګه یې هم ځان د نړۍ په ورسته پاتو کې خپل ځای نیولی دی .
دوی بیله دې چې  د یو کلي معقولو اصولو په چوکاټ کې عمل او کړنلاره جوړه او تعقیب کړي په ډېر بیباکه او غیری معقوله  توګه  جزيي مسایل تعقیب او پر اساس یې عمل کوي. دوی د اففانستان پر خلاف جګړه کې داسي یاغي طالب مشران له منځه یوړل چې د دوی سره به یې په ډیرو لږو جزيي مسایلو اختلاف درلودی حال داچې هغوی د دوی د پاره د خپل وطن پر ماشوم، بوډا ، ښځو ، او ځوانانو یوه زره رحم ونه کړ  یوه منظمه د قتل عام پروژه یې مخ ته وړل.
دا چې دوی  په خپل لاس د جوړ سوی امارت او د هغوی د سفیر او افرادو سره وکړه ټولو ته معلومه ده خو د دوی ورستیو احمقانه کړنو تر هغه لا ډېر د عقله لیري ده چې مخکې یې کړی وه. دوی هغه ویاندویان چې د دوی لپاره په بصری ، صوتی او ټولنیزو رسنیو کې د  سفیرانو رول لوباوه او د ترهګرو د هر قتل عام عملي اقدام یې به یې توجیه کاوه یو په بل پسي د ترور هڅې پیل کړې چې ځني یې ناکامه او تر دې وخته یې یوه کامیابه شوه هغه هم یوازې ددې د پاره چې افغان حکومت  بدنامه ، د سولې پر وړاندی بې ارادې او د بیان د ازادې په نه رعایت تورن کړي. هغه هڅه چې پاکستان یې د یادو اهدافو په خاطر کوي که ډېر اغېز هم ولري خو د افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته د نه امنیت په خاطر  به لږ ډېر بې اهمیته وي خو پاکستان به  د خپلو دغو وفدارو ملګرو وژل جبران نه کړای سي چاچې د دوی د ګټو په خاطر شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وه .
ریاض تسنیم وایي
 په دوی به په کومه خوله تپوس د خپلې وینې وکړي
دا چې په خپلو قاتلانو عاشـــــــــقان دي خلګ
بصیر عاصم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply