يو بل فرعون وموندل شو

0 1,028

د مصر لرغون‌پېژندنې وزارت وايي چې د یو تاریخي ځای خوندي ساتلو لپاره یې هلته د کېندنو پر مهال د دویم رامسس په نوم د فرعون یوه مجسمه موندلې ده.
ویل کېږي چې دغه کيندنې د «بتاح» معبد ته نږدې د یو مصري وګړي په ځمکه کې روانې وې او د کېندنو په لړ کې دا مجسمه کشف شوه.
د دې ځمکې ارزښت هغه وخت رسمي شو چې لرغون‌پوهانو دغلته په اوبو کې ایښودل شوي غټ بلاکونه ولیدل.
د لرغون‌پېژندونکو په وینا، د مجسمې پاسنۍ برخه چې د «K» په بڼه ده د «ځواک، هوساینې او پټ روح ښوونکی دی.»
دا د اکتشافاتو تر ټولو نادره پېښه نومول شوې، ځکه چې دا لومړنۍ «K» ډوله ګرانیټي مجسمه ده، تر دې وړاندې د دغې سلسلې د دیارلسمې دورې پاچا د «اب رع حور» لرګینه مجسمه موندل شوې چې اوس د مصر د تحریر سیمې په موزیم کې نندارې ته ایښودل شوې ده.
د دې مجسمې ارتفاع ۱۰۵، عرض یې ۵۵ او ډبلوالی یې ۴۵ سانټي مټره ښوول شوی او له اړوندو موندل شویو بلاکونو سره د رغولو او خوندي کولو لپاره د «میت رهینه» پرانيستي موزیم ته وړل شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply