سوله څه ده؟… ازاد شعر

ذبیح الله احساس

0 1,602

سوله څه ده؟
سوله عشق دی
لکه دوه زړونه چې يو بل ته تپېږي
فاصلې لکه پردي په منځ کې ځغلي
دوی ګلان دي او ازغي په منځ کې زغلي
غواړي دوه سترګې څلور شي
دا خبر کلي کې خور شي
چې میینو غاړې ورکړې

سوله څه ده؟
په خپل زړه باندې غیرت دی
په اغيار اغیار مهال کې
يار له لاسه رانيول دي
او اظهار د محبت دی

سوله څه ده؟
بس ګړۍ مهرباني ده
د نفرت د غره له سره کوځېدل دي
د عشق ښار دی
او په زړونو پاچاهي ده

سوله څه ده؟
بس لومړۍ ورځ د اختر ده
جنګ ځپلې غېږې خلاصې شي يو بل ته
د يو بل غاړو کې واچوي لاسونه
او ترې جوړ شي
د عشق ښکلي امېلونه

سوله څه ده؟
پېرزوینه ده نور څه ده
له وړې جګړې نه وروسته
د یار سترګو کې کتل دي
او حساب کتاب نه پرته
ورته غېږه ورکول دي

سوله څه ده؟
سوله ژوند دی
له نفرت نه بلا لرې
بس د مينې خوږ پيوند دی

سوله څه ده؟
انتظار دی
يو یار دلته بل په لار دی
خو واټن دی او اغیار دی
يو ګامونو ته زارۍ کړي
بل د زړه د انګړ ور ته تکيه کړې
بس په ګوتو د وصال شېبې ته شمار دی
انتظار دی انتظار دی انتظار دی

د ثور ۱۶مه، ۱۳۹۷لمريز- بلخ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply