د پېريانو ښار چيري دی؟

عزت الله ذکي

0 662

د لرغونپوهانو د موندل شويو اطلاعاتو له مخي، د پېريانو (جنياتو) ښار په ترکيه کي دی، خو دغه ښار څه ډول او څه وخت کشف شوی دی؟

تاسي کولای شئ د پېريانو د ښار څو جالب، حيرانونکي او ترسناکه انځورونه ددې مطلب په منځنۍ برخه وګورئ.

ترکيه کي د پېريانو ښار هغه مهال وموندل شو، کله چي يوه ترکي د کور هغه دېوال ړنګ کړ، کوم چي په يوه غار کي جوړ شوی وو او ناڅاپه يې ددغه دېوال شاته يوه عجیبه ترسناکه خونه وموندله.

دغه ترکي ويلي، چي داسي ډارونکې او وېرونکې خونه يې هیڅکله نه وه لیدلې او همدې يوې خوني څو نوري خوني رامنځ ته کړې، تردې چي تر مځکي لاندي ددغو ترسناکه خونو موندل د پېريانو د ښار کشفولو لامل شو.

لرغون پېژندونکو هڅه وکړه دغه مهم ښار په هرآړخيز ډول مطالعه کړي، چي د څېړني پرمهال دوی وکولای شول ۴۰ متره د مځکي دننه ولاړ شي، ځکه دغه ښار په مځکه کي دننه پروت دی، خو وړاندي د مځکه پېژندونکو آټکل دا و، چي د جنياتو ښار د پورتنۍ آندازې په پرتله خورا ژور دی، چي اندازه يې لږترلږه ۸۵ متره ته رسېږي.

تراوسه ددې ښار ۲۰ طبقې پېژندل شوي دي، مګر لرغونپوهان يې يوازي له ۸ پوړونو څخه ليدنه کولای شي او اوسمهال له پاته يو شمېر طبقو څخه ليدنه يا خو ممنوع او ياهم تر څېړني لاندي ده.

د جنياتو ښار د حيرانتيا وړ او عجيبه داخلي جوړښت لري، چي د ۱۰زره کسانو د ژوند لپاره جوړ شوی دی.

په دغه ښار کي د ۸ متره په آندازه اوږده تونلونه شته او تر مځکي لاندي د يوه بل ښار سره هم لاره لري، چي ډېری لرغونپوهان ددغه ښار پېچلتيا د مصر فرعوني اهرامونو ته ورته بولي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply