خپل مسير ته مو بدلون ورکړئ

ليکنه: بلال باور- ژباړه: محمد عزيز پردېس

0 640

مهمه نه ده چې څومره په غلطه لاره راغلي ياست، بېرته وګرځئ او خپل مسير ته مو بدلون ورکړئ! کله چې د پلار او يا هم هرهغه چا سره چې د ډېر عمر خاوند وي، بحث کوئ چې غلط فکر لري او غلط شخصيت يې په خپل ځان کې روزلی دی، نو ستاسې د استدلال په اورېدو سره به خپلې تېروتنې ته متوجه شي او قناعت به وکړي.

 خو يو څه چې هغوی ته به د خپلو تېروتنو د اقرار او د افکارو د بدلون اجازه ورنکړي، هغو د تېر وخت سره د هغوی ژمنه ده. هغوی به دا فکر کوي چې څنګه خپلو هغو افکارو باندې سره کرښه راوکاږي چې يو عمر يې د داسې شخصيت او ذهنيت سره ژوند کړی دی. هغوی نه غواړي چې خپلې ماضي سره خيانت وکړي، که څه هم تېر وخت او ماضي يې غلطه وي. د بېلګې په ډول: ما سلګونه ټوکه کتابونه لوستلي دي او دې پايلې ته رسېدلی يم، نو څنګه کولی شم تېروتنه ومنم، دا به زما د مطالعې ماضي ته بې حرمتي وي.

کله چې غواړئ يو کتاب مطالعه کړئ، څو پاڼې يې لولئ او متوجه کېږئ چې درته په زړه پورې نه دی، خو بيا يې هم مطالعې ته دوام ورکوئ، ځکه يو څه برخه مو ورته لوستلې او بايد بشپړ يې کړئ. فلم ګورئ، نيمې برخې ته يې رسوئ، خو به زړه پورې او مفهوم لرونکی نه وي درته؛ خو بيا يې هم ليدلو ته دوام ورکوئ، ځکه ستاسې نيم ساعت يې ضايع کړی دی او بايد بشپړ يې کړئ. ميين کېږئ، د خپل ژوند او ذهن کلونه کلونه مو ورته وقف کړي وي، په وروستيو کې متوجه کېږئ چې په غلطه لار راغلي ياست او بيا هم دوام ورکوئ، ځکه ډېر څيزونه مو د هغه / هغې په سبب له لاسه ورکړي وي. يوه ورځ يو اوږد واټن سره مخامخ شوم، بايد د موټر له لارې تللی وی، خو موټر مې ونه مونده، په پلي ډول مې حرکت پيل کړ، نيمه لاره مې وهلې وه، چې يو موټر راپيدا شو، خو بيا مې هم پلي تګ ته دوام ورکړ، ځکه فکر مې کوه چې که په دې مسير کې موټر ته پورته شم، نو خپل نيم ساعت پلي تګ ته به مې بې احترامي کړې وي.

 يو ملګري مې د وېښتانو ژل اخيستی و، کله يې چې وکاروه، د وېښتو تويېدل يې لاپسې هم ډېر شول، ورته مې وويل: نو ولې يې کاروې؟ ويې ويل: پيسې مې پرې مصرف شوي!

دا ډول تېروتنې موږ هر يو په خپل ژوند کې لرو، خو فکر کوو چې دا منطقي او ښه کار دی او موږ خپلو ځانونو ته ژمن يو.

 که تر اوسه په غلطه وئ، دا د پرون او ماضي برخه ده! تېر هېر کړئ، پرېکړه وکړئ او په خپل ذهن او شخصيت کې انقلاب رامنځ ته کړئ او که نه د داسې تېروتنو دوام د ناپوهۍ او جهل مرکب او ټولګه ده. مهمه نه ده چې څومره غلطه لاره مو وهلې ده، بېرته وګرځئ او خپل مسير ته مو بدلون ورکړئ!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply