مور ته څو کرښي

عبدالحلیم حلمیار

0 1,181

مور ژوندۍ فرشته ده، مور د حکمت ښوونکې ده، مور د زړه آواز دی، مور د کور محراب او محراق دی، مور معنوي ډېوه ده، مور د اولاد د روزني مدرسه ده، مور د خلقت د کارخانو نمونه ده. مور د حقانيت او حقيقت راز اوآواز دی، مور نړۍ ده، مور سمبول د آزادۍ ده. مور پت دی، مور نوم د عزت دی، مور نښان د کاميابۍ ده.

مور د ميني ټولګه ده، مور د زړه جهان دی، مور حيثيت د زندګۍ ده. مور محور، مور ثواب، مور مصداق د کورنۍ ده. مور تاج، مور  کتاب، مور شاهد د بېوسۍ ده.

مور پيل، مور انجام، مور پيغام د خپلوۍ ده. مور سکون، مور ارام، مور قوت د کمزورۍ ده، مور توان، مور زمان، مور علاج د پردېسۍ ده. مور حق، مور ژوند، مور زېری د خوښۍ ده.

مور نعمت، مور انسانيت، مور اسم د جهان د ښېرازۍ ده، مور عالمه، مور معلمه، مور احساس د آرامۍ ده، مور پالونکې، مور روزنکې، مور تخيل د هر خپلوۍ ده. مور آميره، مور ماموره، مور خادمه د نړۍ ده. مور لطف، مور شکر، مور بېلګه د ښادۍ ده، مور ثمر، مور شجر، مور موج د ښکلا او خپلواکۍ ده.

مور مينه، مور وينه، مور همت د هري کورنۍ ده، مور خندا، مور ژړا، مور جنت د خوشحالۍ ده، مور باچا، مور مشر، مور قدر د هستۍ ده، مور بقا، مور وفا، مور قانون د هري فاميلۍ ده، مور ساتنه، مور پالنه، مور تقويه د ضعيفۍ ده، مور ​تحفه، مور منبر، مور ترانه د آبادۍ ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply