کاڼه غوږونه او د عفريت اوازونه

عبدالحلیم حلمیار

0 608

ځيني خلـک د رهبر او سياستمدار په تفکيک او مـاهيت نه پوهيږي، نو په سياست به يې څه پوه سي؟ دلته هغه خلک سياست کوي، چي سياست نه پيژني، نو سياسيون به څنګه وپيژني؟ په دې وطن کي خياطان او موچيان د سياست غوږونه او مهرې دي، دلته د بطلان ژبي چليږي، هر څوک د حق چيغي وهي، پيريان د عفريت ځوابونه درکوي.

غوږونه کاڼه دي، ژبي د سقوط په طلسم مبتلا دي. نن د وطـن زمريان ويده دي، نن د هيواد غاور شـهيد دی، اوس د نجات راوي خفه دی، تش ميدان دی، اوس د حق پاسبان خاموش دی.

هر څوک د قدرت په نيلي سپور دی، نه پوهېږم چي دا کور اوس د چـا کور دی؟ چـا ګټلی دا هيواد پـه توره يا وچ زور دی؟ او چاته پاته يې سـبا بيا بل پيغور دی؟ څوک اصلي مالک ددې وطن دی؟ څوک راغلی د بل لور دی؟ او بـاالخره مسکين او غريب ملت خو واکمن يې په نس مـوړ دی. په دې خاوره کي هر څوک او هـره څېره مـدار د اعتبار ګرځي. اوس قضاوت هم انقضا لري.

قانون هم جوړېږي او قوت هم موندل کېږي. دلته هرځای محکمه ده، د ښه او بد ټاپې هر ځای لګېږي، هر څوک د قضا پر مسند ناست دی او حکمونه د هـر چـا چـلېږي. نه پوهېږم څه ډول حالت دی؟ څه روان دي او څه تيريږي؟ اوس دلته بې تعليمه معلم دی او عالم ته درس ورکوي.

شاګرد اسـتاد رهبري کوي. تياره رڼا ته لار ښوونه کـوي. بېسواده سـواداره ته هـدايت کوي، ړوند بينا لاري ته برابروي او کوڼ د سامع ترجماني کوي. دلته د مخاطب پر ځای ځـواب بل څوک درکوي، دلته د غايب پرځای حاضري بل يو لاسليکوي او تاته د سوال (در) خپله ځواب نه درکوي.

د وطن سره ظلم روان، د خاوري سره جفا کېږي. اوس د ۲۱ پېړۍ تاريخ ليکل کېږي، حقايق نه کتمانيږي او د وخت جبر نه پټېږي. هره مـعامله ثبتېږي او هره حماسه ستايل کېږي. پـخواني شعارونه به له عمل سره مقايسه کيږي او حق به حق دار ته رسيږي.

وخت به هر څه ثابت کړي، زمان به د حق او باطل مېزان برابر کړي. انسان به د وينا او عمل په توپير پوه سي. عدالت څوک نه شي، محوه کولای، د وخت پرېکړي به بيا انقلاب راولي او هر چا ته به د خپلو آعمالو عمل نامه ورکړي.

دلته د ملت سره هـم سـياست کېږي، دلته د شـخصي نظر سره هم حسادت کېږي، اوس له فرهنګ سره هم عداوت کېږي، آن د ملي منافعو سره لوبي او خيانت کېږي.

که وطن پلورونکي ملت محاکمه نه کړي، د الله (ج) په محاکمه کي به محاکمه شي. هيڅوک هم د ملت د مال هاضمه او معده نه لري. دا ولس به د حساب پر ځای د هر څه حساب کوي او خپل حق به له هرچا څخه اخلي.

دداسي يوې ورځي او صحنې په هيله! چي حق حقدار او کار اهـل کار ته وسپارل شي، نه جګر جنرال ته او دا وطن نور د ټولو مظالمو او بدبختيو څخه خلاص شي.

آمين يارب العالمين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply