آیا ټول امریکایي او د ناټو غړیو هېوادونو سرتیري به له افغانستانه ووځي؟

0 977
لیکوال په نړیوال سیاست کې دوکتورا ته کاندید
احمد جاوید شکیب
پاسنۍ پوښتنې ته دقیق ځواب ویل مشکله ده، ځکه د نړۍ او افغانستان حالات د دوامداره او ژورو بدلونو په حال کې دی، خو نیوریالیزم تیوري ته په کتو د قدرت د توازن لپاره د امریکامتحده ایالات هیڅکله هم نه غواړي، چې افغانستان په دایمې شکل ترک کړي. د امریکا متحده ایلاتو د ولسمشر ټرمپ د 2017 کال د ستراتیژی په اساس باید د چین، روسیې او ایران د وسعت مخه ونیول شي.نو د دې کار لپاره د افغانستان جغرافیوي موقعیت له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه دی.
 همدارنګه افغانستان د  میلیاردونو ډالرو په ارزښت د طبیعې زیرمو لرونکی هېواد دی، چې د امریکا متحده ایالات ورسره ځانګړې دلچسپي لري. دا دواړه ګټي د دې باعث ګرځي، چې امریکا په افغانستان کې دایمي حضور ولري.
بل پلو د جګړې مصارف او د جګړې روان سمت بیا بل څه وایي.
ښاغلی رابرډ ډې کپلن  Robert D Kaplan د امریکا   د بهرني سیاست وتلۍ څیره او نړیوال سیاسي مفکر د revenge of Geography   کتاب لیکول، په خپل کتاب کې د نړۍ د بیلابیلو  سیمو په جغرافیوي اهمیت  خبرې کړي او وړاندوینه یې کړې چې راتلونکې نړیوالې جګړې به چیرته وي. نوموړي لیکوال او مفکر افغانستان مهم جیپولیټیک موقعیت ګڼي، چې د نړیوالو سترو قدرتونو ته ځانګړی اهمیت لري. نو څنګه امریکا د یو نړیوال قدرت په توګه د بیلونو ډالرو د مصرف وروسته دا جغرافیوي موقعیت له لاسه ورکړي؟
افغانستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د معدنونو لرونکی هېواد دی.  روسیې او امریکایي ساینس
پوهانو د جیولیوژیکي سروې ګانو له لارې  معلومه کړې، چې په افغانستان کې د تیل او ګازو سربیره،
مس،اوسپنه، سره زره ، سپین زر، سرپ، زنک، سیریم، نیوډیمم، الومینیم، لینتهنم، لیتهیم… کانونه
شتون لري. د نړیوالو اړیکو د جاپانۍ پروفیسرې اغلې ایزا ناکانیشي له انده د افغانستان لپاره په  2002
کال کې د ټوکیو په کانفرانس کې د ګڼ شمیر هېوادونو له خوا افغانستان سره د مرستو ژمنه هم د
افغانستان د کانونو له کبله وه، ځکه دې هېوادونو د افغانستان په غنیمت کې په راتلونکي کې د برخې
غوښتونکي وو، چې د طالبانو د بیا ځل راپاڅیدو او ناامنیو دغه مرستندویه هېوادونه د افغانستان له
معدنونو څخه زړه تورن کړل.
کله چې د لوګر د مس عینک کان قرارداد له چین سره امضاء شو، نو د امریکامتحده ایالتو کې ډیری
سیاسیونو له دې کار سره مخالفت وکړ. ښاغلي جان کیري وویل چې جګړه موږ کوو، قرباني موږ ورکو
او قرارداد له چین سره کیږي، ښاغلی زلمي خلیلزاد د ده زوی الکساندر او ښاغلي کپلن هم د یاد قرارداد
سره مخالفت وکړ. همدارنګه په 2018 کال کې د خراب امنیتي وضیعت سره سره د افغانستان د شمال
د مس او سروزرو د رایستلو قرارداد په واشنګټن کې د سنتار لمیټډ Ltd Centar یوې امریکایي کمپني سره ترسره شو.
د امریکامتحده ایالتو د بهرنیو چارو مخکینۍ وزیرې اغلې هیلیري کلنیټن يو ځل وویل، چې موږ افغانستان نه
پریږدو، ځکه موږ هلته پانګونه کړي، یعنې دلته په جګړې باندې مصارف د دوي پانګونه ده. د 2020 کال د
امریکامتحده ایالتو د انتخاباتي مبارزو په جریان کې ولسمشري ته ټول کاندیدان په دې نظر دې چې په
افغانستان کې باید خپل سرتیري کم کړي. د برني سانډریز پرته نور ټول د ولسمشرۍ کاندیدان بیا په دې
عقیده دي، چې د القاعدې او داعش د ځپلو لپاره باید په افغانستان کې یو شمیر امریکایي سرتیري په
دایمي شکل حضور ولري. د امریکا د متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر ښاغلی ټرمپ هم همدا نظر لري،
چې له افغانستان څخه د ډیرو سرتیرو له وتلو وروسته به یو لږ شمیر سرتیري په افغانستان کې شتون
ولري او هم په افغانستان کې د قوي استخباراتي حضور خبري کوي.
جنوبي اسیا ته د ولسمشر ټرمپ د نوي ستراتیژی په اساس امریکا باید نوي نړیوال راپاڅیدونکو قدرتونه، چې چین او روسیه دي قابو کړي. د سیاسي علومو یو شمیر پوهان د چین او امریکا ترمنځ وضیعت ته په کتو او د دواړو هېوادونو اړیکې د  power  transit theory له لید لوري ګوري. د پاور ټرانزیټ نظریې په اساس کله چې تر ټولو د ستر قدرتمند هېواد قدرت د را پاڅیدونکي هېواد له لوري چیلینچ شي نو سترقدرتمند هېواد د نوي راپاڅیدونکي قدرت د مخنیوي لپاره بلاخره د جګړې لاره خپلوي، چې دا جګړه کیدای شي اقتصادي، سیاسي او نظامي وي. چین په ستر نړیوال قدرت باندې د بدلیدو د مخنیوي لپاره د امریکامتحده ایالتو لا دمخه جګړه پیل کړې ده او افغانستان د چین او روسیې د کنترول لپاره د ثقل مرکز کیدای شي.
د چین د کنترول لپاره له 2018 کال راپه دې خوا د امریکامتحده ایالتو ولسمشر د چین په صادراتو د تعرفو په وضع کولو سره د دې هېواد سره سوداګریزه جګړه Sino – American Trade World پیل کړ.
د امریکا او چین ترمنځ سیاسي کشالې هم د پراخیدو په حال کې دي. د امریکامتحده ایالاتو په هانګ کانګ کې د مظاهره کوونکو ، چې په دې جزیرې کې د چین د مرکزې حکومت محدودیت غواړي، ملاتړ کوي او د دوی د ملاتړ په موخه د امریکا سنا مجلس په 2019 کال کې قانون تصویب او ولسمشر ټرمپ امضاء کړ. د امریکامتحده ایالاتو دا اقدام چین د خپل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ګڼي.
همدارنګه د امریکامتحده ایالاتو د چین په شینګجیان ولایت کې د ایغور مسلمانانو لپاره د روزنیزو کمپونو جوړول د بشري حقوق خلاف عمل بولي او په وړاندې یې قانون ترتیب، چې لا د سنا مجلس نه دې تصویب کړی، او دا معلومه نه ده چې ولسمشر به یې امضاء کړی که نه.  د چین هېواد بیا د ایغور مسلمانانو لپاره روزنیزو کمپونو جوړول د ترهګري او  بنسټ پالنې په وړاندې مبارزه ګڼي او د امریکامتحده ایالتو د سنا مجلس اقدام یې غندلی دی.
 چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزې جګړې له پیل څخه وروسته، اوس عام امریکایان هم چین ته د یوه ستر سیال په سترګه ګوري. په نړیوالو مسائلو کې د شیکاګو کونسل د  2020 کال سروي په اساس د لومړي ځل لپاره له 2006 کال څخه راوروسته اکثره امریکایان د چین هېواد خپل تر ټولو ستر سیال ګڼي.
له 2001 کال څخه بیا د ښاغلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ولسمشرۍ پورې چین په افغانستان کې د امریکامتحده ایالاتو سره همکار او متحد پاتي شوی دی، له 2001  کال څخه وروسته د طالبانو او القاعدې په خلاف چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټول ژمنلیکونه تائید کړي دي. په 2013 کال کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ، مفکر او د رانډ د ادارې پالیسي جوړونکې ښاغلي جیمز ډوبین هم په افغانستان کې د چین رول مهم وګڼل. همدارنګه د افغانستان د سولې لپاره چیند  QCG څلور اړخیز همکاري ګروپ مهم او فعال غړی دی.چې د امریکامتحده ایالتو، افغانستان او پاکستان سره په ګډه یې د سولې لپاره یو شمیر غونډو کې ګډون وکړ.
خو له 2014 کال څخه را وروسته د امریکا  د چین لخوا د One Road and one belt inatitive یو سړک او یو کمربند له پروژیي سره چې چین له اروپا او افریقا سره وصلوي، همدارنګه مرکزې اسیا هېوادونو د افغانستان له لارې جنوب ختیځ اسیا سره نښلوي مخالف دی او د ښاغلي ولسمشر شیجیپین دا ابتکار د چین د نفوذ او قدرت پراختیا ګڼي.
په 2019 کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لورې په افغانستان کې د یوناما د مودې د غځیدو
په پریکړه لیک کې هم د امریکامتحده ایالاتو  د  One Road and one belt inatiative   پروژې د نوم
له ذکر کولو سره مخالفت وکړ، چې له دې سره د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا متحده
ایالاتو او چین ترمنځ لفظې شخړې ترسره شوې او چین له لورې امنیت شورا د پریکړه لیک د ویټو
اخطار هم ورکړل شو. دا لومړی ځل وو، چې د چین هېواد له امریکا  سره د افغانستان په
مؤضوع کې داسي مخالفت کوي، چې حتی د امنیت شورا د پریکړه لیک ویټو کولو اخطار ورکوي.
همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 2019 کال د ډیسمبر د میاشتي د دریمې
نیټې په  پریکړه لیک کې د چین هېواد د امریکا لخوا په بمباریو کې د ملکي خلکو وژنې وغندلې او غوښتنه یې وکړه، چې امریکا باید په مسؤلانه ډول افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي. په دې مجلس کې چین یوازینې هېواد وو، چې د امریکامتحده ایالاتو په بمبارۍ کې د ملکي خلکو وژل وغندله.
له بل پلوه د نړۍ لپاره د سترو قدرتونو ستراتیژۍ د یوې اوږدې مودې لپاره جوړیږي. افغانستان او
عراق ته د امریکا راتګ فوري او عاجل نه وو. د امریکامتحده ایالاتو د خپلو منافعو د خوندیتوب په
موخه په نړۍ کې تر سلګونو ډیر نظامي هډې لري. ډیری وخت په یوې سیمې کې د دایمې حضور په
پلمه د امریکا متحده ایالات سیمې هېوادونو ته یو ډول ویره او مشکل توجیح کوي، په جنوبي کوریا
او جاپان کې د دایمي حضور په موخه یې شمالي کوریا مخې ته کړه، په منځنې ختیځ او خلیج هېوادونو
کې د دایمي هډو او حضور په موخه یې صدام حسین او د هغه اتومي او بیالوژیکي وسلې توجیح کولې،
چې کواکې که امریکایي سرتیري د خلیج په هېوادونو کې حضور ونه لري نو صدام حسین به ټول
منځنی ختیځ له منځه یوسي.
خو وروسته بیا دا امریکا ټولې ادعاوي غلطې ثابتي شوې په کویټ د صدام حسین لخوا برید او هلته د
عراقي سرتیرو په ذریعه بشري حقوق تر پښو لاندې کولو خبرونه دروغ او د جګړې او په منځنې ختیځ
کې د سرتیرو د ځای په ځای کیدو لپاره بهانه وه، د لا نورو معلوماتو لپاره د ښاغلي نام چومسکي د
میډیا کنټرول کتاب چې حضرت محمد بهار پښتو ژبې ته ژباړلی دی لوستلی شئ.
 همدارنګه په 2003
کال کې په عراق برید او له صدام سره د کیمیاوي او بیالوژیکې وسلو شتون هم دروغ او پروپاګند و. د خلیج په لومړۍ جکړې کې د امریکا تبلیغات او پروپاګندا  ډیره مؤثره وه. د امریکامتحده ایالاتو وکولی شوی، چې پرته له کومې لویې ستونزې خپل پوځ په منځنې ختیځ کې ځای پرځای کړي، حتی
مشهور نړیوال سخت دریځه سلفي عالم بن باز هم د امریکایي هډو په حق کې فتوی ورکړه. له دې فتوی
سره په منځني ختیځ کې امریکایي ځواکونو نظامي شتون یو ډول مذهبي مشروعیت هم ترلاسه کړ. له
1990, کال څخه او راوروسته اوبیا د ښاغلي کلنټن د ولسمشري په وخت کې ګڼ شمیر امریکایي سرتیري په منځنې
ختیځ کې ځای پرځای شول.
په افغانستان کې هم امریکا د خپل دایمې حضور په موخه د هېواد دننه او له هېواده بهر په پراخه پیمانه
له رسنیزو تبلیغاتو استفاده کوي. د امریکا د دایمې حضور لپاره په افغانستان کې القاعده، تروریزم …په
وړاندې جګړې پلمه تیاره شتون لري.
امریکایان همیشه وایي چې دوی د کوربه دولتونو او خلکو په خوښه نظامي حضور پیدا کوي. کوربه
دولتونه په دې راضي وي، چې امریکایي سرتیري د دوی په هېوادونو کې ځای پرځای شي. زما په
نظره دا ډیر ساده او ناسمه ادعا ده، چې امریکایان یې توجیح کوي، له جاپان څخه نیولې بیا تر نورو
ټولو هغو هېوادونو چې د امریکا متحده ایالات پکې نظامي هډې لري عام خلک له امریکایي سرتیرو
څخه په تنګ او له دوی څخه شکایت لري.
د جاپان په اوکیناوا کې امریکایي سرتیرو په سلګونو جاپاني میرمنو باندې جنسي تیری کړی، د جاپان
عام خلک نه غواړي، چې د دوي په سیمه کې امریکایان شتون ولري. خو امریکایانو ځانونه پرې په
مختلفو بهانو تپلي دي. د جاپان خلکو په خپل حکومت بار بار فشار راوړئ، چې امریکایان له خپلې
خاوري اوباسي، په 2011 کال کې د جاپان صدراعظم د خپلو خلکو له لوری تر ډیر فشار وروسته وویل
چې امریکایي سرتیري دې د پیسو په بدل کې له جاپاني میرمنو سره جنسي اړیکې ساتي خو تیری دې
نه کوي.  د 2020  کال د جنوري په میاشت کې د منځني ختیځ په تازه پرمختګونو کې د عراق پارلمان
په غوڅ اکثریت د عراق په خاوره کې د امریکا د نظامي حضور په خلاف رایه ورکړه، خو ټرمپ یې بیا
نه مني.
کوم حکومتونه چې امریکایي سرتیرو ته په خپلو هېوادونو کې د پاتي کیدو اجازه ورکوي، په اصل کې د
خپلو خلکو واقعې نماینده ګي نه کوي، اکثره دیکتاتوري نظامونه دی خپله بقاء د خپلو خلکو په ملاتړ نه
بلکه په بهرني ملاتړ کې ویني.
زما په نظر امریکا د وسله والو طالبانو سره سوله او جوړجاړی هم د دې لپاره کوي، چې په افغانستان
کې موجوده مصارف کم کړي. د امریکا متحده ایالات غواړي، چې د وسله والو طالبانو په څیر قوي
نظامي او مذهبي خوځښت سره د مقابلې په ځای هغه د ځان په ګټه داسي استعمال کړي، لکه څنګه یې
چې په 1990 لسیزي کې په اصطلاح بنسټ پاله سعودي هېواد استعمال کړ او مشهور نړیوال سخت
دریځه سلفي عالم بن باز د امریکایي هډو په حق کې فتوی ورکړه. نو کواکي طالبان به هم دې ته ورته
یوې معاملې ته مجبوره کړي.
ښاغلی زلمي خلیلزاد، د ده زوی الیکساندر، او رابرټ ډې کپلن د امریکامتحده ایالتو د هغو محافظه
کارانو له ډلې دي ، چې د چین له هېواد سره یې د لوګر د مس عینک د کان له قرارداد سره کلک مخالفت
وکړ. داسي بریښي ښاغلی خلیلزاد په افغانستان کې د چین د پراخه کیدونکي رول سره مخالف وی، ځکه
چین یوازینې قدرت دی چې د امریکا متحده ایاالتو د دایمې حضور مخنیوی کولی شي دا په داسی حال  کې ده، چې ولسمشر ټرمپ بیا خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی.
زما تحلیل دا راته وایي، چې امریکایان غواړي، چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د امریکا متحده
ایالاتو  محدود نظامي حضور ومني او دوی به یې په بدل کې طالبان د افغان  حکومت یوه لویه یا
منځنۍ او یا یوه وړه برخه وګرځوي. د امریکا مصارف به کم شي او د امریکا حضور به یو ډول مذهبی
نسبي مشروعیت هم ترلاسه کړې او د اوږد مهاله پلانونو لپاره به امریکا ته لاره خلاصه شي.
خو بل پلو د وسله والو طالبانو د مقاومت او مبارزې اتلس کلنه تاریخچه دا احتمال چې کواکې وسله وال
طالبان به په افغانستان کې د امریکا محدود نظامي حضورومني ردوي. د صبغت الله مجددي په مشرۍ
د پروګرام تحکیم صلح پروژه، چې د طالبانو د تسلیمي او په موجوده نظام کې د طالبانو د مدغم کیدو
لپاره وه، په بشپړ ډول ناکامه شوه.
له 2010 څخه را وروسته د ښاغلي بارک اوباما ستراتیژي، چې په اساس به یې وسله والو طالبانو
ته پیسي ورکول کیدې تر څو جګړه پریږدي. او هغه کسان چې پیسي قبولي نه کړې سخت وځپي هم
مؤثره نه وه، ډیر لږ شمیر غیرمطرح طالبانو دې ته زړه ښه کړ، چې جګړه ترک کړي.
په 2010 کال کې د افغانستان لپاره د لندن کانفرانس او بیا د سولې عالي شورا جوړیدل هم د اوباما د
پاسنۍ ذکر شوې ستراتیژي د تطبیق لپاره جوړ شول. د سولې عالي شورا مشر په ډیر بد شکل ترور
شو، که څه هم په رسمي شکل یې وسله والو طالبانو مسؤلیت ونه مانه، خو اوضاع د دې ښکارندویې
کوي، چې د ښاغلي برهان الدین رباني دې د طالبانو د ویشلو د هڅې له کبله وژل شوی وي.
بله موضوع د طالبانو نظامي مبارزه ده، د طالبانو مبارزه تر ډیره ایډیالوژیکي او عقیدوي بڼه لري، څه
نا څه افغان نشنلیزم تاثیرات هم پکې حس کیږي. نو ایډیالوژیکي خوځښتونه په مادیاتو او قدرت کې د
شمولیت په طمع نه شي ماتیدای.
له بل پلوه وسله وال طالبان اوس هم په نظامي او هم په سیاسي لحاظ غښتلي دي. د سیګار د رپوټونو  په اساس دوی عملا د افغانستان تر 50 فیصده خاوري باندې تسلط لري. اوس د طالبانو د ځپلو لپاره د  امریکامتحده ایالاتو په مشرۍ د 43 هېوادونو پیاوړۍ ائتلاف هم شتون نه لري او غربي نړۍ هم یقیني شوې ده، چې د افغانستان جګړه په نظامي شکل نه شي ګټلې. د امریکامتحده ایالاتو د عراق او افغانستان  په جګړه کې تر 6 ټریلونه ډالرو مصارفو باندې هم ډیره پښیمانه ده اوس د امریکا متحده ایاالتو تر 60 فیصده خلک د افغانستان د جګړې سره مخالف دي نو په داسې وضعیت کې به دا بی تدبیره او ساده  توب وي، چې هم طالبان په نظامي لحاظ او هم د مرال په لحاظ دومره پیاوړي وي او بیا هغه څه
ومني، چې د کمزورتیا په وخت کې یې له منلو انکار کړی وو.
که فرضاً د طالبانو سیاسي دفتر د امریکا د متحده ایالاتو او ځینو نورو بهرنیو هېوادونو یو محدود شمیر سرتیرو له پاتي کیدو سره په افغانستان کې موافقه وکړي او دوی ته یې څلور نظامي هډې په اختیار کې ورکړې نو دا به په اصل کې د طالبانو خودکشي وي، طالبان به په ډلو وویشل شي او نورې ډلې به بیا هم په افغانستان کې د امریکایانو په خلاف جګړې ته ادامه ورکړي. د بهرنیانو په شتون کې به حتمي جګړه ادامه ولري
نړیوال قدرتونو هر یو چین او روسیه هم لاس ترزنې نه دي ناست، دوي به هم هڅه کوي، چې افغانستان د دوي په وړاندې استعمال نه شي. که امریکایي سرتیري په بشپړ ډول له افغانستان څخه ونه وځي نو دا به د چین او روسیې مداخلې ته هم لاره خلاصه کړي. چې عواقب یې د افغانستان لپاره بیا خطرناکه دی. ځکه د great  game   او سړې جګړې په څیر به  افغانستان یو ځل بیا د سترو قدرتونو د سیالۍ او جګړو مرکز وي.
که موږ د افغانستان او د افغانانو تاریخ ته وګورو نو د نورې نړۍ او حتی اسلامي هېوادونو څخه هم افغانستان ښکاره توپیر لري.
 افغانستان، ایران او ترکیه په ټولې اسلامي نړۍ کې هغه درې هېوادونه وو، چې هیڅکله استعمار شوي نه دي. خو داسي نه ده چې د افغانستان د استعمار هڅه دې نه وي شوې انګریزې استعمارګرو درې ځله هڅه کړې ده، چې افغانستان استعمار کړي، د لومړي ځل لپاره په 1839د دویم ځل لپاره په 1878 او د دریم ځل لپاره په 1919 کې، څو افغانستان هم د هند، مصر، سوډان او نورو هېوادونو په څیر خپله مستعمره وګرځوي. خو هر ځل افغانانو د وینو په بدل برطانیوي
استعمارګر ته ماتي ورکړې او انګریزي سرتیرې یې د افغانستان په خاوره کې نه دې پریښي.
په 1980 لسیزه کې د روسي سرتیرو سره هم د اکثره افغانانو کرکه او مبارزه د دې باعث وګرځیده، چې روسي سرتیرې خپل ټول اوږمهاله پلانونه ترک او افغانستان څخه په بشپړ ډول خپل سرتیري وباسي.
ځینې ادعا کوي، چې امریکا، پاکستان سعودي… او د ځنیو نور هېوادونو نظامي، سیاسي او قتصادي مرستو له کبله روسانو ماتي وخوړه، په دې کې شک نشته چې د ذکر شویو هېوادونو مرستو د روسانو په شړلو کې ممد واقع شول، خو په اصل کې په افغانستان او افغانانو کې هغه پوتنشیل موجود وو، چې روسان وشړي.
د پیریانو د جګړې د کتاب لیکوال ښاغلي سټیفن ګول د کوم جنرال له قوله په خپل کتاب کې یادونه کوي، چې وایي که چیرته امریکایانو له افغانانو سره مرسته نه وای کړې نو افغانانو به په تشو لاسونو روسان له خپلې خاورې شړلی وای، خو افغانانو تلفات به ډیر او جګړې به اوږد وخت نیولی وای او تاریخ به بیا امریکا ملامتوله چې د خپل دوښمن (کمونستانو) په ځپلو کې یې ولې له افغانانو سره مرسته ونه کړه. د افغانستان تاریخ دا ثابتوي، چې د امریکا دایمي حضور به له دایمي جګړې او امریکایانو ته ملا ماتونکو مصارفو سره مله وي.
ډیر د افسوس او خپګان ځای دی، چې په افغانانوکې ځینې داسی کسان هم شته،چې دې ټولو واقعیتونو باندې د پوهیدو سره سره بیا هم د بهرنیو سرتیرو په شتون کې خپل قدرت او مادي بقاء وینې او غواړي، چې بهرني سرتیري په افغانستان کې پاتي شي. زما په اند دا له دې خاورې سره جفاء او له دین سره خیانت دی.
دا خو لا معلومه نه ده، چې بهرني سرتیري به په بشپړ ډول افغانستان ترک کړي او یا نه؟ خو دا یقیني ده، تر څو چې امریکایي سرتیري په افغانستان کې شتون ولري نو په افغانستان کې به جګړه هم ادامه لري، امریکایان هم په دې ښه پوهیږي، چې که دوی دلته دایمي شتون ولري نو حتمي به افغانستان کې جنګ جریان لري اوس که امریکا واقعاً غواړي، چې جګړه پای ته ورسوي نو باید خپل دایمي حضور ختم کړي او که نه نو بیا د افغانستان د جګړې ختمول هسي د دوی سیاسي لوبه ده.  نه د سیمې هېوادونه او نه هم اکثره افغانان په افغانستان کې د امریکا  له دایمي نظامي حضور سره موافق دی.
 د تروریزم د ځپلو په بهانه په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو پاتي کیدل، غیر منطقي او غیر حقیقي دی، نه د امریکا محدود سرتیري او نظامي هډې په افغانستان کې تروریزم ختمولی شي او نه هم دا د امریکا مسؤلیت دی، چې افغانستان د ترهګري په ځاله د بدلیدو څخه مخنیوی وکړي.
خپله افغانان مسؤلیت لري، چې د خپل تیر تاریخ په څیر، لکه څنګه یې، چې د لومړۍ او دویمې  نړیوالۍ جګړې په دوران کې د بی طرفی اصل خپل کړ، او په دواړو نړیوالو جګړو کې ښکیل نه شول.
یو ځل بیا دې بی طرفي اختیاره کړي، نه دې د ګاونډې او نه هم د سیمې هېوادونو په کورنیو چارو کې  مداخله کوي او نه هم نورو هېوادونو ته دې آجازه ورکوي، چې د افغانستان په داخلې چارو کې مداخله وکړي او د افغانستان خاوره د نورو په خلاف وکارول شي.
د 2001 کال دسپټمبر د 11 په بریدونو کې چې تر درې زرو پورې امریکایان  ووژل شو،  هیڅ یو افغان هم په دې بریدونو  کې ښکیل نه وو. د 9/11 پیېښې څخه وروسته د افغانستان څخه بهر د نړۍ په هیڅ یوې ترهګري پیښه کې افغانان تورن نه دې ګڼل شوي. هغه کس او یا کسان، چې 9/11 پیښې تور پرې پورې وو ، هغو  اوس  بلکل په افغانستان کې شتون نه لري.
په ډیرې خواشنینې باید وویل شي، چې بدبختانه په اصطلاح د ترهګري په وړاندې د جګړې تر ټولو ډیره  قرباني بی ګناه افغانانو ورکړې او ورکوي یې. د کوانتنامو په زندان کې تر ټولو ډیر بندیان افغانان وو، د ترهګري په خلاف تر ټولو ډیر وژل شوي هم افغانان دي، هغه که ملکي خلګ ، افغان سرتیري او یا هم طالبان وي. امریکایانو د  درې زرو په بدل کې  درې سوه زره او لا ډیر افغانان په ناحقه ووژل،
چې دا د افغانانو د بشري حقوقو په وړاندې تر ټولو لوی تیری دی، چې باید نور د پای ټکې ورته کیښودل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply