د کرښې دواړو خواوو ته د پښتنو ټولنیز انقلاب

0 1,423

د لورا چیساریټي لیکنه

ژباړه : شاهین بونیری

سرچینه: دي ګلوب پوسټ

دا وخت یوه مبارزه روانه ده چې د افغانستان د پلازمینې کابل څخه د پاکستان جنوبي ښار کویټې ته غځیدلی ده. دا د افغانستان او پاکستان په پوله اباده، تر ټولو د غټ قوم، پښتنو مبارزه ده.

د دوي سیمه د نړۍ تر ټولو ډیرې بیقراره سیمه ګڼل کېږي او د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جنګ کې ستراتیجیکي اهمیت لري. د ۲۰۰۱ م کال راهیسې د ډرون بریدونه، پوځي عملیات او په زوره د خلکو لادرکه کیدل د پښتنو د ورځني ژوند برخه ګرځیدلي دي.

د افغانستان او پاکستان په کلیوالو سیمو کې اباد دا خلک د دواړو ریاستونو (دولتونو) له خوا بې برخې پاتې شوي او د ترهګرۍ پر ضد په نړیوال جنګ کې يې لوی تاوانونه ګاللي دي.

نړیواله پاملرنه:

په ۲۰۱۸ م کال کې د پښتون تحفظ مومنټ (پي ټي ایم)  ۲۵ کلن منظور پښتین په وړومبي ځل په دې کې بریالی شو چې د نړۍ توجه دې صورتحال ته راواړوي.

که څه هم منظور پښتین په پاکستان کې د پښتنو د بشري حقونو د تحفظ (خوندیتوب) وکالت کوي خو ولې د هغه انقلابي توري د ډیورنډ دواړه خواوو پښتانه هڅوي چې د خپل حق لپاره اواز پورته کړي.

د پي ټي ایم رنګارنګي او پښتونولي:

 تر اوږدې مودې میډیا د پښتنو کلتور بنسټپاله، او له تشدده ډکه ښودلې. یو داسې کلتور چې سخت دریځه او بدمزاجه سړي ټول واک لري. د دې سیمې د ښځو کیسې ډیرې لږې شریکې کړل شوي دي. پښتنو ښځې په عمومي توګه داسې وړاندی کولې شي چې په برقو کې پټې وي او پیژندګلو يي نه کیږي.

خو د دې معنا دا نه ده چې څه موږ ته په نظر نه راځي، نو ګني هغه په ټولنه کې هم شتون نه لري. د پي ټي ایم د ښځینه مشرانو وړانګه لوڼۍ او ثنا اعجازه پرته د پښتنو ښځو یوه پوره ډله ده چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. د خاموشه پاتې کیدو پر ځای دا ښځې په سیمه کې د روان فعالیت یوه نه بیلیدونکې برخه ده او د پښتنو د ټولنې روح او ژوند دی. دا د زوړ روایت برعکس خبره ده نو ځکه ستاینه يي هم کیږي او نیوکې ورباندی هم کیږي. دا د پي ټي ایم د رنګارنګۍ علامت هم دی. په دې غورځنګ کې اسلامپاله او سیکولر پښتنو خپلمینځي اختلافات یو خوا ته ایښي دي او دوی ته د رسیدلي درد او بې انصافۍ پر ضد یو شوي دي.

دا نوې بیداري د پښتونولۍ په نامه د پخواني یووالي یاد هم تازه کوي.

د پاکستان د پخواني پوځي ډیکټیټر ضیاء الحق د ۱۹۷۰ م په لسیزه کې د پښتنو په سیمه د؛ اسلامایزیشن پالیسي؛ عملي کړی وه چې په نتیجه کې يي د پښتنو په ټولنیز ژوند او خاوره کې لوی بدلون راغی. ضیاالحق غوښتل چې د پښتنو د؛ نسلي یووالي؛ پر ځای په دوی؛ اسلامي یووالی؛ وتپي. هغه په دې کې خو بریالې شو چې د مذهب په اړه مقامي فکر بدل کړي خو ولې د ډیورنډ د کرښې دواړو خواو ته د پښتنو قبیلې اړیکې لا پیاوړی شوي دي.

د پولې دواړو خواو ته ټولنیز مقاومت:

د خلکو د بیلولو پر ځای د افغانستان او پاکستان پوله د ولس له یو بل سره علیک سلیک او تبادلې ځای ګرځیدلی دی. د مینې او کاروبار په رشتو کې تړلي خلک په دغه پوله تګ راتګ کوي او د زور زیاتي پر ضد په مبارزه کې یو دي. خو ولې په دواړو هیوادونو کې د ټولنیز مقاومت تر شا خواهش بدل بدل دی.

په افغانستان کې د ناانصافۍ پر ضد مبارزه د امریکا په مشرۍ د ایتلاف فعالیتونه دي. دغلته قبیلو د پیړیو زوړ خپلمینځي باور بایللی دی او کلي د جاسوسانو په جالو بدل شوي. داسې هم شوي چې خلکو د انتقام له کبله خپل ګاونډیان خرڅ کړي دي او په زرګونو پښتانه وژل شوي، زورول شوي، لا درکه کړل شوي او بغیر د قانوني کاروایۍ خفیه زندانونو ته لیږل شوي دي.

په پاکستان کې صورتحال بدل دی. دغلته د کلونیلزم (colonialism) پر ضد د وږدې مبارزې تاریخ ولس ته یو زورور سیاسي شعور ورکړی چې په نتیجه کې يي دوی د بنیاد پرستۍ او ریاستي تشدد پر ضد د عمل په میدان کې دي.

د پاکستان حکومت د پي ټي ایم د احتجاجونو نه ویره کوي او دې ته د خپلواکۍ د یو غورځنګ په سترګه ګوري چې کیدې شي دا نورو اقلیتونو ته هم اواز ورکړي او ریاست له خطر سره مخ کړي.

یوه مبارزه، یوه تګلاره:

که څه هم په افغانستان او پاکستان کې د میشتو پښتنو تر شا بیل بیل قوتونه دي خو په خپله مبارزه کې یو دي.

سره له دې په پاکستان کې د پي ټي ایم مشران نیول شوي، ځپل شوي او له غوښتنو يي هر چا خپله ګټه پورته کړې خو دغه سازمان د تشدد نه ډډه کړی ده.

دا غورځنګ د پاکستان د پوځي ریاست له زوره خبر دی نو ډیر په ډاډ سره د ریاست سره له ټکره ځان ژغوري او په عدم تشدد ټینګار کوي.

د دې برعکس په افغانستان کې د سیاسي ډهانچې نیشتوالی دا تحریک د تشدد په څوکه ساتي، چې تر شا يي د تکتیکي مرامونو پر ځای بیوسي وي.

خو په دواړو حالتونو کې داسې ښکاري چې مرام يي د ریاست دننه واک ترلاسه کول نه بلکه له قامي ریاستونو (Nation states) نه پورته د یو جغرافیايي او سیاسي ځای ګټلو لپاره د فکر ژوندي کول دی.

او هم له دغې لارې پښتنو د کرښې دواړو خواو ته خپل انقلابي زور بیا موندلی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply