کرونا وایروس یا سارس ناروغي

لیکنه: ډاکټر مجاهد جبران

0 906

کرونا وایروس (Corona viruses) چې نن سبا پرې د چین هېواد په ووهان ښار کې سلګونه کسان اخته دي، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۰ میلادي کال کې دچرګې په چرګوړو کې ولیدل شوه او لومړنۍ انساني پېښه یې په سعودي عربستان کې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې مینځ ته راغله او انسان یې وواژه.

وروسته دنړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې لکه قطر امریکا او برتانیا کې هم انسانان په مختلفو وختونو کې پرې اخته شوي دي او مرګ ګواښونکي خطرونه یې رامینځ ته کړي دي.

کرونا په یوناني ژبه کې دګل حلقې – ګل تاج یا د نور حلقې مانا لري، چې دا نومونه یې د وایروس د ظاهري جوړښت له مخې اېښودل شوي دي .

تر اوسه د یاد وایروس شپږ مختلف ډولونه پېژندل شوي دي چې هر یو یې د هغه بل سره د خواصو له مخې فرق لري.

د کرونا وایروس اندازه د ۲۶ نه تر ۳۲ کیلو بیس پورې اټکل شوی ده.

د منشا له مخې دا وایروس په لومړي ځل مرغانو او حیواناتو کې پیدا شوی دی چې انسانان پرې له حیواناتو یا ناروغ انسان نه مصابیږي ( نوی ډول یې په چین کې د خوارکي توکو له یوه مارکیټ نه د مارانو له غوښې نه تجرید شوی دی) په انسانانو کې د والګي په شان اعراض او نښې ورکوي.

اخته کس به د پوزې دبهیدو یا بندوالي، دنرم تالو شاته سوزش، ستوني درد، ټوخی، پرنجی او کله هم له تبې نه شکایت کوي اودټول بدن درد هم ورسره ملګری وي.

د ورځو په تېریدو سره دپورتنۍ تنفسي لارې شدید اعراض ورکوي – ناروغ ته سینه بغل پیدا کیږي او ان دساه اخستلو په نه کفایت اخته کیږي، چې بیا ورته د دسارس یا جدی حاد تنفسي سنډروم نوم ورکول کیږي او دا د ناروغ لپاره یو نازک حالت دی.

همدارنګه وایروس په هضمي لارو کې د اسهال او بولې سیستم کې د پښتورګو دناجوړه کیدو سبب هم کیدای شي.

که په دې ډول ناروغانو کې بکتریا هم (د پاک ساتلو د ناوړه شرایطو له امله) ورګډه شي دناروغ حالت نور هم د ګواښ سره مخامخ کوي او د درملنې لارې چارې یې ترینګلی کیږي.

تراوسه یې په افغانستان کې کومه پېښه نه ده موندل شوې، چې علت یې ښایي د خارجي سیلانیانو نه راتګ یا دلابراتوارونو کمزوري خدمتونه وي.

په یاد وایروس د اخته کیدو دمخنوي لپاره ضرور ده چې په ورځني ژوند کې دځان او نورو د ساتنې لپاره لاسونه په صابون ومینځل شي، دکور نه د وتو یا د کار کولو په ځای کې (پوزبند) استعمال شي.

یاده ناروغي واکسین نه لري او که الله ج مه کړه څوک یې ونیول په انتاني روغتون کې تر قرانطین شرایطو لاندې په تقویتي بڼه تداوي کیدای شي.

نن سبا یادې ناروغۍ د چین د ووهان په ښار کې دتشویش وړ حالت رامنځ ته کړی( چې د یادې ناروغۍ دلا زیات خپریدو د مخنوي لپاره د ښار ټول ترانسپورتي سیستم (موټر، بیړۍ ، الوتکې) تړل شوي او خلکو ته ویل شوي چې په کورونو کې پاتې شي).

په نوموړي هېواد کې په یاد وایروس ۵۴۷ کسان اخته شوي او له جملې یی ۵۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې په چین کې یې د مړینې کچه ۳۴ سلنه ښودل شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply