جنايي پېښو زیاتېدل او د کورنیو چارو وزارت نوی طرزالعمل

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

0 649

په وروستیو کې یو ځل بیا د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ډېرو سیمو کې د جنایي پېښو زیاتوالی هغه ستونزه ده چې د خلکو عادي ژوند یې د خطر سره مخ کړی دی. په ځینو سیمو کې دا ستونزه د هېوادوالو د مالونو لوټولو، سوداګریزو بوختیاوو ودرېدو او آن د ښاریانو د ژوند په بیه تمامیږي. د اوونۍ په دې تحلیل کې مو د جنایي پېښو په لاملونو، د اړوندو ادارو او ټولنو په مسؤلیتونو او د کورنیو چارو وزارت د راتلونکو پلانونو، او په هغو حل لارو شننه کړې چې کولی شي د یادو ناوړه پېښو ګراف په اغېزناکه توګه راښکته کړي.

ولې جنایي پېښې ترسره کېږي؟

د نړۍ په سطحه په مختلفو هېوادونو کې جنایي پېښې د هغو ستونزو په توګه یادیږي، کومې چې د مختلفو ټولنو وګړو عادي ژوند له خطر سره مخ کوي، سوداګریزې بوختیاوې ټګنی کوي او په ټوله کې د یوې ټولنې هر اړخیز امنیت له خنډ سره مخ کوي.[1]

په افریقا، اروپا او آسیايي هېوادونو کې د جنایي پېښو ترسره کېدل، د هغې ننګوونکې ستونزې په توګه پېژندل کېږي چې هر کال په زرګونو شمېر کسان د جنايي پېښو په پایله کې لوټل کېږي، ټپیان کېږي او تر دې چې یو شمېر یې وژل کېږي.

په همدې بنسټ په ۲۰۱۶ کال کې د ملګرو ملتونو هبیتات پروګرام له مخې په راتلونکو شلو کلونو کې د هېوادونو مشران باید د خلکو پر وړاندې د خوندي ښارونو په چمتو کولو او برابرولو کې ستره ونډه ولوبوي او د خوندي ښارونو موضوع د یاد کال ناستې اجنډا د اړینې موضوع په توګه د هېوادونو مشرانو ترمنځ د بحث لاندې ونیول شوه.[2]

د هبیتات پروګرام د خوندي ښارونو بحث را پورته کېدو وروسته په زیاتره افریقايي هېوادونو کې د جنایي پېښو ګراف په را ښکته کېدو دی، او لامل یې په یادو هېوادونو کې د ښاروالیو لخوا د هبیتات خوندي ښارونو پلان په اغېزناکه توګه  پلي کول دي.

د معلوماتو له مخې په تېرو شلونو کې د نړۍ په کچه ۵۰ سلنه خلک په ښارونو کې میشت شوي دي. او په اوسط ډول هره میاشت په نړۍ کې پېنځه میلیون خلک ښارونو ته کډه کېږي او ښاري ژوند غوره کوي، چې د دې ډلې څخه ۹۵ سلنه خلک چې ښاري ژوند غوره کوي د مخ پر ودې هېوادونو وګړي دي.

د لومړنیو آسانتیاوو لکه صحي برخې کې آسانتیاوو، خواړو، عامه ترانسپورټ کوم چې د يو ښار او سیمې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، او د امنیت په برخه کې د پولیسو کموالی او یا نه شتوالی هغه لاملونه دي چې جنایي پېښو ترسره کېدو ته په مستقیمه توګه لاره هواروي. د دې پرته ، ټولنیز ظلم، اقتصادي ستونزې، بې کاري  او داسی نور د هغو ستونزو په توګه یادیږي چې کولی شي په یوه ټولنه کې د جنايي پېښو ترسره کېدو لامل شي.

په افغانستان کې د جنایي پېښو لاملونه

د روانو څو لسیزو جګړو پرته یوه بله ستونزه چې د هېواد په کچه خلک ترې کړیږي، هغه د جنايي پېښو زیاتوالی دی. په افغانستان کې د جنایي پېښو زیاتوالي لاملونه هم څرګند دي، چې د هغې ډلې څخه د هېواد اقتصادي وضعیت کمزورتیا او د بې کارۍ کچې لوړتیا ترڅنګ د مافیايي کړیو شتون، د جګړې اوږدېدل، او په نشه یي توکو د روږدو کسانو زیاتوالی او د عامه پوهاوي کموالی یادولی شو.

یوه لویه ستونزه چې په هېواد کې یې د جنايي پېښو زیاتوالي سره نیغ په نیغه مرسته کړې، هغه یوازې په امنیتي ادارو د خلکو تکیه ده. په داسې حال کې چې د امنیتي ادارو پرته مدني ټولنې، د سیمو مشران او سپین ږيري، او علماء کرام هم د جنايي پېښو پر وړاندې مسؤلیت لري چې باید ترسره یې کړي.

افغانستان چې د نفوسو ډېره برخه یې ځوان قشر نیسي، او ډېری ځوانان د کاري بوختیاوو نه پیدا کېدو په اړه کړیږي، اړ دي ترڅو د هغو بانډونو او مافیايي کړیو سره یو ځای شي کوم چې په لویو ښارونو کې جنايي پېښې ترسره کوي.

که چېرته د هېواد امنیتي وضعیت بدلون ومومي او سولې راتللو ته لاره هواره شي، نو لرې نه ده چې ځوان قشر ته په پراخه کچه کاري بوختیاوې پیدا شي او دا کار کولی شي د جنايي پېښو په را کمولو کې ستره ونډه ولوبوي.

د کابل په ګډون د هېواد د نورو ولایتونو مرکزونو په پرتله د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د جګړې پراخوالی او هلته د ژوند لومړنیو آسانتیاوو نه شتون په وجه د ډېرو ولایتونو وګړي یا پلازمینې کابل ته کډه شوي او یا د ولایتونو په مرکزونو کې میشت دي. په غیر مستقیمه توګه په ښارونو کې د خلکو میشت کېدل، د ښاري سیستم، عامه ټرانسپورټ او په ښارونو کې د کورونو ادرسونو او پتو  نه شتوالی  نورې هغه ستونزې دي چې د هېواد په ډېرو  سیمو کې یې د جنايي پېښو زیاتوالي سره مرسته کړې ده.

د جنایي پېښو مخنیوي کې د اړوندو ادارو همغږي او ونډه

بل خوا د ولس استازو او امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ نه شتون او بې باوري د جنايي پېښو زیاتوالي لامل شوې. که څه هم د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د جنایي پېښو ګراف راښکته کېدو لپاره د خپل ادارې وروستۍ لاسته راوړنې او د راتلونکو پلانونو په اړه وايي چې تر اوسه یې د حوزو په بڼه د پراخه جنايي پېښو ترسره کوونکې شبکې کشف کړي او تر زیاتې اندازې یې له منځه وړي دي. په امنیتي ادارو کې د ګمارنو لپاره د ۴۵ پړاوونو ترسره کېدو ته اړتیا ده، چې په راتلونکې کې به یاد پړاوونه شپږو ته را ښکته شي او د مدني ټولنو او عامو خلکو ته به هم پکې ځای ورکړل شي. او په راتلونکي کې به د عامو خلکو، د سیمو مشرانو او ملکانو ترڅنګ د علماء کرامو سره همغږي، ناستې او د هغوی مرسته ترلاسه کړي.  د ۱۸ کلونو په شاوخوا کې د هغو ځوانانو په اړه د مختلفو کورنیو سره ناستې او د یادو کورنیو مرسته ترلاسه کول چې کم عمره ځوانان او اولادونه یې چاقو، بکس پنجه او نور تخربیي آلاتو ګرځوي. او له دې آلاتو څخه د ځوانانو راګرځولو لپاره به په تعلیمي ادارو کې هم د عامه پوهاوي په برخه کې مختلف پروګرامونه ترسره کړي. او په راتلونکو څو میاشتو کې به د کابل ټولو حوزو مشران بدل کړي.[3]

که چېرته رېښتیا هم د امنیتي ادارو او د ولسي جرګې استازو ترمنځ دغسې بې باورۍ او د مافیايي کړیو لاسنیوی شتون ولري، نو د جنايي پېښو ککړو کسانو نیولو کمپاین به یوازې د تېر په څېر یو شعار پاتې شي. د دې لپاره چې په رېښتونې توګه د جنايي پېښو کچه را ښکته شي، اړینه ده ترڅو ټول لوري او په ځانګړې توګه د ولسي جرګې استازي نه یوازې دا چې امنیتي ادارو پاملرنه د جنايي پېښو را ښکته کولو خوا ته راواړوي، بلکې د امنیتي ادارو سره د هغو کسانو په پیدا کولو کې هم مرسته ترسره کړي، څوک چې د عامو وګړو پر وړاندې جنايي پېښې ترسره کوي.

پایله او سپارښتنې

جنايي پېښې چې په وروستیو کې یې په عام ډول د هېواد په کچه او په ځانګړې توګه د پلازمینې کابل اوسیدونکي د پراخه وېرې سره مخ کړي، اړینه ده ترڅو حکومت ټولې اړوندې ادارې د یادو پېښو راکمولو ته په جدي توګه متوجه کړي. تر ټول  دمخه د روانې جګړې ټول لوري باید د جګړې پای ته رسېدو  لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي، ترڅو سولې ته لاره هواره شي کوم چې د جنايي پېښو په کموالي کې په اغېزناکه توګه ونډه لري. تر دې ورخوا، جنایي  پیښو سره مبارزه یوازې د کورنیو چارو وزارت کار هم ندی، بلکې ډیری ملي ادارې  باید په دې اړه خپل کوښښونه  په  لاره  واچوي، د هغی ډلې څخه:

  • څېړنو ښودلې چې د مکتب دورې پیلېدو وړاندې او دمکتب په ابتدایي دوره کې د کورنیو لخوا د کوچنیانو ښه روزنه کولی شي د جنايي پېښو کچې په راښکته کولو کې ستره او اغېزناکه ونډه ولري، چې باید کورنۍ دې برخې ته جدي پاملرنه  ولري.
  • د ټولنې مالداره قشر باید د بې وزله کسانو مالي لاس نیوی ترسره کړي. د دې کار ترسره کېدو سره به له یوې خوا د الله تعالی حکم چې زکات ورکول دي ترسره کړی وي، او له بلې خوا دا کار په راتلونکې کې د هغوی او د هغوی د اولادونو او دوستانو ژوند ژغورلی او خوندي کولی شي.
  • د مسجدونو امامان، د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان، رسنۍ او په ځانګړې توګه کورنۍ کولی شي ترڅو ځوانان د مخدره توکو استعمال څخه راوګرځوي او د مخدره توکو له منځه وړلو مبارزه کې خپله ونډه ولوبوي.
  • د عامه ټرانسپورټ آسانتیاوو رامنځ ته کول، ځکه زیاتره جنايي پېښې د عامه ټرانسپورټ نه شتون په وجه په شخصي موټرونو په وجه رامنځ ته کېږي.
  • د هېواد د ټولو ولایتونو په سطحه ښاروالۍ باید د جنايي پېښو را ښکته کېدو په اړه هر اړخیز پلانونه ولري. څېړنو ښودلې چې په سویډن هېواد کې د جنايي پېښو را ښکته کولو کې ښاروالیو ۶۰ سلنې ونډه لرلې ده.
  • د عدلي او قضايي سیستم اغېزمنتیا لپاره کار کول او د مختلفو ادارو ترمنځ همغږۍ هم کولی شي په اغېزناکه توګه جنايي پېښې راښکته کړي.
  • د هېواد ټولو وګړو له لوري د الکترونیکي پېژند پاڼو ترلاسه کول، کوم چې د مجرمینو په پېژندلو کې مرسته کولی شي. همدارنګه د ښاروالیو لخوا د کورونو دقیق ادرسونو نه رامنځ ته کول، ترڅو امنیتي ادارې پر وخت او په آسانه توګه د جنايي پېښو پر وړاندې د ژغورنې کړنې ترسره کړي.
  • هغه کسان چې د جنايي پېښو په تړاو نیول شوي، هغوی ته د بند په موده کې د سمې روزنې پروګرامونه په لاره اچول ترڅو په راتلونکې کې د یادو ناوړه پېښو ترسره کېدو څخه وژغورل شي.
  • کورنۍ او د مکتب استادان کولی شي د کوچنیانو او ځوانانو په اخلاقي او تربیتي روزنه کې ښه ونډه ولري. داسې چې په کوچنیانو او ځوانانو کې د الله جل جلا له څخه وېره او د ناوړه کارونو نه ترسره کېدو پیغام هغوی ته په ښه او سمه توګه ورسوي.
  • رسنۍ باید د هغو سریالونو او فلمونو خپرولو څخه منع او راوګرځول شي، کوم چې د کوچنیانو او ځوانانو په ناسمه روزنه کې ونډه لرلی شي.

[1] https://reolink.com/street-crime-how-security-cameras-prevent-it/

[2] https://cipc-icpc.org/en/category/reports/international-reports/

[3] https://www.youtube.com/watch?v=yRxXZl6N8Gc&t=194s

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply