کورونا ویروس ته له څلورو لارو ماتې ورکول کیدای شي

سیف الدین زهیر

0 715

لومړۍ لار د ویروس ضد پیاوړي واکسین ته وده ورکول دي. واکسین به د بدن دفاعي نظام د ویروس پر ضد جګړې کولو ته اړ باسي او انټی باډی یا پردي شي پر ضد ماده به جوړه کړي. دغه ماده کولای شي ټول عمر د وینې ګرځنده سیسټم کې پاتې شي. خو په عادي شرایطو کې واکسین ته وده ورکول ډیر کلونه نیسي. ځکه چې څیړونکي باید ویروسپه تفصیلي او په دوامداره توګه وڅیړې. ورسته هغوي د ویروس یوه وړه  بې ضرره ټوټه د واکسین په توګه کارولو لپاره انتخاب کړي. په نورو قضیوو کې هغوي د ویروس یوه ټوټه انتخاب کړي او د کیمیایی موادو سره یې غیر فعاله کړي.

دوهمه لاره یې داسې درمل طرحه کول دي کوم چې به یا ویروس او یا هم کوربه حجره په نښه کوي. وروسته له هغې چې ویروس، خپلې کاپیانې جوړول پیل کړي. بیا دا هغه حجره ویجاړه کړي او د نوو حجرو د ککړولو لپاره نوې کاپیانې خپرې کړي. درمل به په انساني حجرو کې د ویروس بیا جوړونې مخه ونیسې. خو دا په دې مانا چې ویروس به په انساني حجرو کې پرته له کوم فعالیته بیده پاتې شي. په دغو اوږدو کې دی په ځان کې بدلون راوستلې شي او لا زیات برید کوونکي په شکل راڅرګندیږي. درمل کولای شي چې ککړه حجره اړباسي تر څو د اپوپټوز (apoptosis)یا برنامه شوي مرګ له لاري مړه کړي. اپوپټوز یو داسې جریان دی کوم کې چې حجره داسې مالیکولونه خارجوي چې دا له دننه خوري. دغه وخت د فیګوسایټ په نوم دفاعي حجرې دننه راځي او د حجرې ټوټې تیروي او جذبوي. داسې  درملو ته وده ورکول په عام ډول ۱۴ کاله څیړنې، ودې او ازمایښت ته اړتیا لري کوم چې دغه نړۍ وال ناڅاپي خپریدونکې وبا لپاره ناشونې حل لاره بلل کیږي.

درېیمه لار یې د شته درملو ازمایښت دی تر څو مالوم شي چې کوم یو يې د دغهویروس ضد ته کار ورکوي. ویروسونه په عمومي توګه په خپلو جینومونو (د حجري د جینونو بشپړ سیټ) کې یو بل ته ورته والی لري. د ځینو ورته والی تر نوي سلنه لوړ دی. دا په دې مانا چې د انفلوانزا (زکام) او ایډز په څیر ویروسونو لپاره شته درمل ستونزه حلولې شي. داسې درمل به هماغه ځایونه په نښه کړي یا به هماغه د ویروسونو د بیا جوړونې جریان ودروي. اوسني راپورونه ښایې چې د ایډز ضد درملو کېبدلون راوستلو باندې کار روان دی تر څو د کورونا ویروس د مخ نیوي لپاره وکارول شي. دغه دوه درمل له تیرو لسو تر پنځلسو کالو پرته د انحصار له حقه موجود دي.

څلورمه لار یې د سی-آر-آی-ایس-پی-آر CRISPR په کارولو سره د انسان ټی-حجرو جنیټکي انجینیري ده. بیا دغه جنیټک انجینیر شوې ټی-حجرې د انسان په بدن کې بیچاري کیږي. دغه ټي-حجرې د لا پیاوړي کیدو لپاره انجنیري شوې دي او ککړې حجرې پیژني او وژني یې. د انسان د ټي-حجرو جنټیک انجنیري باید د هر سړي لپاره جلا او مختلف وي. ځکه چې زموږ جینومونه یا په حجرو کې د جین بشپړ سیټونه مختلف دي نو ځکه انجنیر شوې ټي-حجرې په هر چا کار نه کوي. دا په دې مانا چې په مرض ککړ هر سړې باید خپله جلا جنیټکي ټي-حجره ولري.  اوسنۍ وبا ته په کتو سره چې په ډیرې چټکتیا سره خپریږي،جنیټک انجینیري بیا ډیره ورو پروسه ده. دا به هم د ناڅاپې وبا لپاره په احتمالي ډول یوه غوره حل لاره نه وي.

د اوس مهال لپاره زموږ هیله دا ده چې په چټکتیا سره یو داسې واکسین ته وده ورکړل شي چې دغه مرض پکې شتون ولري او یا هم شته درملو کې داسې بدلونونه راوستل شي چې دغه ویروس د لا خپریدو مخه ونیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply