جهادي اسلامي نظام، طالبي اسلامي امارت او داعشي اسلامي خلافت

0 937

جهادي اسلامي نظام، طالبي اسلامي امارت او داعشي اسلامي خلافت

ضال ومُضل جاهل – شيطان سلطان تارړ (کرنيل امام)

له فقهي پلوه خو اقتداء ((الصلاة جائز خلف کل بر وفاسق)) پسې روا ده، خو له ضال ومُضل، جاهل وشيطان پسې نه. دغه مرداره وينه پر مرداره لاره لاړه!

نوټ : کرنيل امام پخپله پخپل کتاب ((داستان جهاد افغانستان)) کې منلې چې نوموړی جاهل او د شيطانت چارې يې مخته وړي دي. څنګه يې مجاهدين په جنګ واچول او څنګه د طالبانو اسلامي امارت مشرتابه رامينځته شو؟ څنګه يې له لرو پرتو جوماتونو او مدرسو او له هلکانو ګټه پورته کړه او څنګه يې خپلې څارګري موخې تعقيب او مخته يوړې؟ له يو لورې يې موږ مجاهدين بللو او له بل لورې يې بيا زموږ ”افغانانو“ وينه مرداره بلله او ويل يې پرېږده چې تويه شي!

په دې هيله که طالبان وحقانيان ځانونه افغانان بولي، نو بيا ولې له افغان حکومت سره سوله نه کوي چې د پنجابي رياست سياسي – اقتصادي وستراتيژيکې موخې مخته وړي؟

إلا تفعلوه تكن فتنة في الأرض وفساد كبير

السؤال : ما صحة الحديث الوارد في الصلاة خلف كل بر وفاجر، أفيدونا؟ وهل الصلاة خلف من اشتهر بالفسق كشرب الخمر ونحوه صحيحة أم باطلة؟

فالحديث الذي أشار إليه السائل ضعفه أهل العلم، والراجح أن الصلاة تصح خلف الفاسق وتصح صلاة الجنازة عليه، وعلى هذا جمهور الفقهاء من الحنفية والشافعية والمالكية في المعتمد عندهم وهو رواية في مذهب الحنابلة وهو قول أهل الظاهر.

ومن استطاع أن يصلي الجمعة والجماعة خلف البر فهذا أولى من فعلها خلف الفاجر وحينئذ فإذا صلى خلف الفاجر من غير عذر فهو موضع اجتهاد العلماء منهم من قال يعيد ومنهم من قال لا يعيد.

وفي صحيح البخاري أن عبد الله بن عمر رضي الله عنه كان يصلي خلف الحجاج بن يوسف الثقفي، وكذا أنس بن مالك وكان الحجاج فاسقاً ظالماً.

وفي صحيحه أيضاً أن النبي صلى اللَّه عليه وسلم‏:‏ قال:( يصلون لكم فإن أصابوا فلكم ولهم وأن أخطأوا فلكم وعليهم).

وخلاصة الأمر أن الحديث المذكور في السؤال حديث غير ثابت عن النبي صلى الله عليه وسلم ومع ضعفه فإن الصلاة خلف الفاسق صحيحة وهو مذهب أهل السنة والجماعة.

کرنيل امام

داستان جهاد افغانستان

[۹۶ – ۹۷ مخونه]

[[تر پرونه اسامه يې ملګری وو اوس دهشت ګرد شو؟ اسامه دهشت ګرد نه وو، بلکې امريکا په دهشت ګرد مشهور کړ، دا ځکه چې امريکا خپله ترهګر هېواد دی. زه پوهېږم چې بل هېڅ نه وو يواځې د خليج جنګ د دې سبب شو چې اسامه د امريکا په سترګو کې ازغی شي.

امريکايانو دا پروپاګند شروع کړ چې اسامه بن لادن غواړي په افغانستان کې يو (وهابي) حکومت جوړ کړي چې دا سراسر دروغ وو. په افغانستان کې خلک دې شي ته هېڅ تمايل نه لري؛ استاد سياف، استاد رباني حکمتيار او نور ډېر لوی لوی اسلامي عالمان دي خو يو هم وهابي نظريات نه لري، بلکې تر دې چې ”مجاهدينو ماغوندې په يو جاهل انسان پسې خو لمونځ کړی، خو کله مې هم د اسامه بن لادن پسې نه دي کتلي چې لمونځ پسې کوي“.

له ډېرو څېړنو او لويو لويو متخصيصينو سره له خبرو وروسته زه دې نتېجې ته رسېدلای يم چې امريکا يواځې افغانستان نه، بلکې د پاکستان په شمول ډېرو نورو هېوادونو ته سترګې خړې کړي او غواړي چې اشغال او د امريکا مستعمره يې کړي، خو امريکايان به دا خوبونه له ځانه سره ګور ته يوسي دوی تجربه نه کړله چې يو څنګه هېواد او څنګه جګړه کې ځان ښکيلوي چې دا به ورتته ډېره سخته تمامه شي]].

زما يې د ده له ويلو سره کار نشته، خو کار مې له ديني نقطې سره دی. هغه دا چې قرآن د جاهل لپاره د ”سلامًا“ کليمه کارولې ده چې جروبحث ورسره مه کوئ او ځان ترې د سلام (بښنې) غوښتلو سره خلاص کړئ او ترې ولاړ شئ.

دا چې نوموړي د ځان پسې د مجاهدينو د اقتداء وامامت خبره کړې او جهادي مشرانو يادونه يې کړې ده. تر کومه ځايه چې ما چېرته د يو چا په ليکنه کې يوځای لوستي وو چې اسامه بن لادن د ښاغلي حکمتيار پسې د امامت لمونځ کړی. استاذ سياف و رباني دواړه له الازهر فارغ شوي، خو حکمتيار بيا په اکبر پوره کې له عبدالرحيم چترالي او داسې نورو زده کړې کړي. داسې برېښي چې نوموړي د مولانا حميد الدين فراهي له اثارو هم پخپل تفسير کې ګټه پورته کړي وي.

زه به نور ژور نه ځم، خو دې ټکي ته به راشم چې د فقهاو له نظره لمونځ د فاجر و فاسق پسې روا دی، خو د جاهل (ناپوه) پسې نه. دا ځکه چې د امامت په شرايطو کې نه راځي. يا په بله مانا د فقهاو له نظره فاجر و فاسق د جاهل په تعريف کې نه راځي، اګر چې له قرآني پلوه د فاسق پسې لمونځ روا نه دی. دا ځکه چې کافر، فاسق، ظالم دا الفاظ مترادف، خو مانا يې يوه ده.

زما پوښتنه له جهادي مشرانو ښاغلي حکمتيار، استاذ سياف او د طالبانو وحقانيانو په شمول له نورو جهاديانو نه دا ده چې د دوی اقتداء به د نوموړي پسې څنګه شي؟

حال دا چې خپله يې پر ځان باندې د جاهل منښته کړې، نو له شرعي پلوه دوی دېته څه ويل غواړي؟

***      ***      ***

پنجابي استعمارافغاني طالبان څنګه اداره کوي؟

ليکوال:

استاذ صاحبزاده مشريقوال

[[د افغانانو اومسلمانانو د ازلي دشمن کرنل امام (سلطان امير) نه د پاکستان معروف ژورنالست افتخاراحمد په يوې مصاحبه کې پوښتنه کوي چې کرنيل صاحب ستا نوم خو سلطان امير دی تا ته دا کرنل امام ولې وايي؟ نوموړی کرنيل ورته وايي چې د روسانو د وخت راپه دېخوا تر اوسه چې زه کله هم افغانستان ته تللی يم، نو زما د ږيرې او پګړۍ اوظاهري شکل په وجه افغانانو احتراماً زه لمانځه کې امامت ته مخکې کړی يم او د امام صاحب اصطلاح يې راته کارولې او دغسې زه اوس د کرنل امام په نوم شهرت لرم.

بلې دا هم  هغه  مکار او لعنتي کرنل امام دی چې کله دا پاکستاني طالبانو په وزيرستان کې ونيوه، نو ورسره هغه ويډيو برامد شوه چې کرنل امام  د پاکستان د فوج  د موسيقۍ  په  يو محفل کې د ږيرې او پګړۍ سره ګډېږي او دا هم هغه کرنل امام وو چې کله يې رښتينی غازي شهيد حکيم الله رحمه الله وژني، نو د ده  هغه  قول  را اخلي چې وايي  په  يو مجلس کې د کرنل امام نه پوښتنه وشوه چې دا د افغانانو وينې ولې تويوئ؟ نو  کرنيل ورته  په  جواب کې وايي چې ((د افغانانو وينې مردارې دي، پرېږده چې دا مردارې وينې وبهېږي)). نو افغانان هغه ساده لوح قوم دی چې د دشمن فقط په ظاهره ږيرې، پګړۍ او حليه غولېږي او هغه خپل امام يې بولي. پاکستاني استخباراتو د افغانانو همدغه نبض نيولی او لا تر اوسه ترې ناروا استفاده کوي.

زه چې د پاکستاني طالبانو په لاس د کرنل امام د نيولو په ورځوکې په وزيرستان کې وم، نو د حکيم الله رحمه الله نه مې پخپله واورېدل چې د حقاني شبکې مشر سراج حقاني راباندې بيا بيا زور راوړي چې کرنل امام خوشې کړه او ما ته يې راتسليم کړه ځکه چې دا زمونږ پخوانی  دوست  دی او مونږ دې سره فاميلي علايق لرو،. نو قدرمند لوستونکي دې اوس قضاوت وکړي چې په فاميلي علايقو کې څه څه شاملېدی شي؟

بلې دا هم  هغه  کرنيلان او جرنيلان دي چې د افغاني جهاد او سياست ډېر مخور شخصيتونه د دوی د لاس مُهرې دي او بدبختانه په افغاني ساده لوح ولس يې مسلط کړي دي او نه دا چې د افغاني ولس قربانۍ يې تالا او سبوتاژ کړي، بلکه په غټه کې يې د مسلمان، جهاد او د اسلامي امت ټولې قربانۍ د اسلام د څادر لاندې د پاکستان په  نوم  بوت  د ساتلو دپاره کارولي. کرنل امام خو حکيم الله رحمه الله جهنم ته ولېږه، خو پخپله هم د پنجابي استعمار د دسيسو قرباني شو، خو د تشويش خبره دا ده چې د زړو جهاديانو په شان اوس هم زمونږ ولس د طالب او ملا په شکل کې د هيرامنډۍ او انګرېزي قانون د محافظ پنجابي فوج د کرنيلانو او جرنيلانو د استعمال لاندې دي او داسې اسلام نما څاروي اوس هم شته چې د هغو مخکې د پاکستاني فوج نوم بې اودسه نه شې اخېستی. او د دې يې لاهم دا بدتره چې د طالب اوملانما جاهلانو پرته په خپل فکر روشن خياله او تعليميافته افغانان همدا اوس هم د افغان حکومت په متن کې د پاکستان لپاره کار کوي.]]

زما پوښتنه بيا ښاغلي حکمتيار، استاذ سياف، طالبانو – حقانيانو او نورو اړوندو جهاديانو ته متوجه ده چې موږ د ښاغلي مشرقيوال د ليکنې پر بنسټ او له ټولو تاريخي منل شويو واقعيتونو سره سره چې نړۍ مو په نړيواله ټولنه کې د ”افغان“ په نوم پېژني او دغه زموږ نړيوال تاريخي هويت دی. که کمونيست دی، که اخوانی دی، که ستمی وماويستی دی، که افغان ملتی دی که بل څوک؛ که مجاهد دی، که طالب دی، که داعشی دی؛ که پښتون دی، که تاجک دی، که ازبک دی، که هزاره دی او که هر څوک، خو د ”افغان“ په کليمه او ”هويت“ کې خو ټول راځو، نو دا چې اوس زموږ وينې مردارې دي، پرېږده چې وبهيږي (توی شي)، نو زموږ د تېر واوسني وخت دا جهاد به څنګه شي؟

که د نظر محمد مطمئن په شمول موږ ټول جهاديان وطالبان ان د عمرانخان تر سلا مشورې پورې چې طالبانو ته يې هغه وخت ورکړې وه: ((که تاسې غواړئ جهاد وکړئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ!))، خو بيا زموږ د ټولو جهاديانو، طالبانو او حقانيانو په شمول دغه روزونکی واستاذ چې د حميدګل غوندې هم مو د جهاد لارښود وو، د حکيم الله د پوښتنې په ځواب کې ((زموږ وينه مرداره بولي)) او لا زياتوي ((پرېږده چې تويه شي))، نو زموږ د ټولو ان د جهادي مشرانو، طالبانو او حقانيانو په شمول به زموږ جهاد وشهادت څنګه شي؟

دا بايد له پامه ونه غورځول شي چې حميدګل په يوه ويډيو کلپ کې ويلي چې هغوی [حکمتيار وحقاني] زما غوندې سوچه نظرياتي پاکستانيان دي. که دوی له افغانيته د حميدګل پر خبره ځان وباسي، نو بيا سمه ده چې د افغانانو وينه مرداره ده پرېږده چې تويه شي. خو دومره ده چې دوی خو جهاد د افغان په نوم کړی. که افغانان نه وي او پاکستانيان وي، نو بيا خو دېته جهاد نه ويل کيږي او د رياست جګړه ده. بيا خو رياست يرغلګر دی او دوی د يرغلګرو ملاتړي دي.

اګر چې د ښاغلي حکمتيار په اړه به يې د خپل زوی جمال الدين حکمتيار څرګندونې بسنه کوي چې ((د ګلبدين حکمتيار زوى: پلار مې د ټولو بدبختيو مسوول دی)) يا ((جمال الدين: پلار مې “حکمتيار”د پاکستان پر مټ خپل سياست مخ ته وړي))، ترڅو چې ترې کار اخېستل کېده رياست ترې واخېست، نور چې ناچله شو، نو پريېښوولو. همداسې به له طالب سره هم کيږي.

هېښنده لا دا چې کرنيل امام د خپل کتاب په ۶۰ مخ کې داسې وايی :

[[په کندهار کې موجوديت ما له پاره يوه ستره تجربه وه. د دې ترڅنګ چې زه هلته خپل راسپارل شوي کارونه مخ ته يوسم لازمه مې بلله چې په هغې سيمه کې ځان ته د نوک لګولو ځای پيدا کړم، نو د دې له پاره مې د هغې سيمې چې زه په کې مېشت وم د د يني عالمانو او د کورنيو سره پېژندګلو جوړه کړه او د هغوی کوچنيانو ته به مې سبقونه ويل. دا لړۍ دومره پراخه شوه چې ما ډېر زيات باور او پېژندګلو پيدا کړه]].

له يو لورې ځان جاهل بولي او له بل لورې بيا د عالمانو کورنيو کوشنيانو ته سبقونه وايي، نو ده څه ورښوول؟ دوه متضاد صفتونه څنګه توجيه کړو؟ په داسې حال کې چې د خپل جهالت وشيطانت ټول کارونه يې له مدرسو او لرو پرتو جوماتونو مخته وړل. د جاهل پسې اقتداء ته خو هېڅ جواز نشته. اګر چې فقهاو د بر وفاسق خبره راخېستې، خو د جاهل نه. دا ځکه چې جاهل د امامت وړ نه دی.

همدا جاهل بيا د طالبانو او د هغوی د مشرتابه لمن پر سر وراړوي او بچه بازۍ يې پرده پورته کوي :

[[په دوی کې دهغه يو ډېر اعتباري ملګری ملا عبدالستارو، دوه نور طالبان و او يو هم يو ځوانکی هلک وو. په کندهار کې دا ډېره ساده او عامه خبره ده. هلته مالداره او زورواکي اشخاص ځان سره هلکان ګرځوي، په هغوی ډېر پام کوي او زړه بدوالي ته يې نه پرېږدي.

په کندهار کې خلک د هلکانو په ساتلو وياړ او افتخار کوي او دا د ځان له پاره هېڅ شرم نه ګڼي، خو ما له پاره دا ځکه د حيرانتيا وړ وه چې دلته مې لومړی ځل وکتلو. هغې د ملا عمر د جومات د نورو طالبانو برعکس زيات وېښته درلودل، کندهارۍ خولې يې په سر وه او يو ډول ابي رنګ سترګې يې وې، جګ ملا ويل چې د ملا عمر اخوند له خاصو شاګردانو دی او هغه پرې ډېر خفه کيږي. ما جګ ملا ته ورغبرګه کړه چې د ملا صيب خاص شاګرد خو ډېر خاص دی.

هغه ويل: ولې ملا اخوند زړه نه لري که څنګه؟ او په دې سره ټولو ملګرو وخندل.]]، [۶۳ مخ]

زما پوښتنه اوس د طالبانو اسلامي امارت ته متوجه ده. دوی د خپل دغه جاهل امام د څرګندونو په تړاو څه وايی؟

ښه دا د جهالت خبره خو به يې يوې خوا ته کړو، خو نوموړی بيرته په همدې [۶۳ – ۶۵ مخونو] کې خپل ځان د يو شيطان په توګه راپېژني :

[[کله چې دميوند ولسوالۍ مرکز ته ورسېدلو خبر شو چې په يو پاټک زما د ملګري د وسله والو او د استاد سياف د ګوند د يوه قوماندان استاد عبدالعليم پر دوی بريد وکړ، زما ملګری چې په کندهار او هلمند کې د مېشت لوی نورزي قوم څخه وو ډېر په قهر شو او د ملا عبدالستار او نورو ملګرو ته يې هلته د مرستې له پاره د ورتګ سپارښتنه وکړه.

په دغه بريد کې د استاد سياف قوماندان د حاجي نورزي په دغو وژل شويو کسانو کې د ملا عبدالستار او د ملا عمر مجاهد خاص او هغه ښايسته شاګرد هم وژل شوي وو، چې همدې پېښې د طالبانو د اصلاحي کمېټې او ملګرو قهر او غوسه را وپاروله.

ملا عمر مجاهد د خپلو ملګرو په مرګ ډېر زيات غمژن و ماته ياد شي چې د خپل څادر په پيڅکه به يې اوښکې پاکولې. د ملا عبدالستار او خپل شاګرد جنازو ته ودرېده او ښه ډېر يې وژړل.. بيا يې حاجي نورزي ته کړل چې ددوی غچ به اخلې همداسې به يې نه پرېږدې.

په پښتنو کې غچ او انتقام يو عجيبه دود دی دوی هرڅه کوي خو انتقام چاته نه پرېږدي، پښتانه وايي يو چا سل کاله وروسته انتقام اخېستی وو بيا هم خلکو ورته ويل چې عجله دې وکړه خو ملا عمر او ملګري يې دومره قهر شوي وو چې سل کاله څه چې لس ورځو ته يې هم صبر نه کولو.

ما له خپله دوسته وغوښتل چې د ملا عمر اخوند ملاتړ وکړي او هغه ته امکانات ورکړي. حاجي نورزي ملا عمر او ملا عبدالصمد ته وويل چې زما ټول امکانات او وسله وال ستاسو په امر کې دي. همدا ډول څو موټر يې هم هغوی ته وښودل چې استفاده ترې کولای شي.

دا لومړی هغه پېښه وه چې ملا عمر مجاهد قومانده په لاس کې واخېسته او په خپله د يو حرکت مشر شو. يوه ورځ مې له جګ ملا پوښتنه وکړه چې اخوند صيب څنګه دی؟ هغه ويل ډېر قهر دی. هره ورځ د خپل شاګرد قبر ته يو ځل د دوعا له پاره ورځي او وايي چې غچ به يې اخلي.

کرنيل ورپسې وړاندې ځي او وايي :

طالبان زمونږ ريښتيني دوستان دي. دوي پاکستان سره مينه لري او پاکستان د اسلام قلعه بولي. دوی په دې خاوره ژوند کړی او دومره نمک حرامه نه دي چې د پاکستان د خلکو او حکومت ښيګڼې يې هېرې کړی وی، خو بيا هم يو بد دماغه جنرال زمونږ د کلونو خواري په اوبو لاهو کړه او امريکايانو ته يې زمونږ هغه ملګري وسپارل چې د پوځ هومره يې د پاکستان د دفاع له پاره کار کولای شول.

کله چې زمونږ د هندوستان سره په کشمير اړيکې کړکېچنې شوې د طالبانو مشرانو ماته وويل چې امام صيب امر وکړه څومره مجاهدين درسره وليږو؟

د طالبانو مشرانو ويل مونږ هر وخت د پاکستان له پاره قربانۍ ته تيار يو. دوی به ويل چې زمونږ نيکونو هندوانو ته شکستونه ورکړي دي او بيا به هم مونږ دوی ته د بت شکن محمود غزنوي تاريخ راژوندی کوو او له دوی څخه به د اسلام دفاع کوو، خو د پاکستان حکمرانانو [مشرف …] د پاکستان همدا خواخوږي لاس تړلي او په ډېره بې شرمۍ امريکا ته وسپارل چې دا يې د پاکستان سره لوی خيانت وکړ.

خبره مې د حوض مدد په سيمه کې د طالبانو د تياريانو کوله لومړی نقشه چې مونږ د جګړې له پاره جوړه کړه هغه د ميوند ولسوالۍ اړوند په کولک سيمه کې د حزب اسلامي د يو قوماندان په پاټک بريد وو.

دا د داروخان پاټک وو چې د هلمند او کندهار په لويه لاره پروت وو. دلته به له خلکو پيسې اخېستل کيدې، د ښځو به بې عزتي کېدله او ډېر ځل داسې شوي دي چې دلته به هلکانو سره بد فعلي کېدله.

د خلکو د توجو جلب له پاره دا نهايت مهمه وه چې دلته طالب مجاهدين بری تر لاسه کړي له دې ځای مونږ د هلمند او کندهار ترمنځ د څار او کار ډېرې اسانتياوې تر لاسه کولای شوې.

همدا و چې ۱۹۹۴ زېږدي کال د سيپتېمبر پر ۲۷ مه نېټه د حاجي نورزي د وسله والو او طالبانو په ګډ بريد کې له يوې سختې جګړې وروسته د دارو خان پاټک تر لاسه کړ. دا لومړی د طالبانو وسله وال فعاليت وو چې د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ کې ترسره شو په دې سره د دې سيمې خلک ډېر خوشاله شول.

ته يقين وکړه چې د سيمې خلکو د طالبانو له پاره خوشاليانې وکړې چې له دې ظالمانو يې خلک خلاص کړل، ما چې د خلکو خوشالي او له طالبانو ملاتړ وکتلو نو خپلو ملګرو او همکارانو سره مې مشوره وکړه او پرېکړه مو وکړه چې ملا محمد عمر مجاهد ته د مبارکۍ تر څنګ د مرستو د جلب چاره هم ګړندۍ کړو.

ما ملا عمر او ملا عبدالصمد او ملا پاسنی (ياسيني) ته بيل بيل مخابرې وکړې او مبارکۍ مې ورکړې. ملا پاسنی (ياسيني) لږ حيرانه شو، خو ملا عمر مننه وکړه او رانه يې وپوښتل څنګه و ملا صايبانو فتح تر لاسه کړه کنه؟

ما ورته ويل ((تاسو د خدای له لورې دې خلکو ته رالېږل شوې فرښتې ياست، خدای ج له تاسو سره دی او تاسو به انشاالله فتح راوړئ)).

ماته د ملا محمد عمر مجاهد دې خبرې سخت خوند راکولو چې ماته به يې له هرې خبرې وروسته ويل؛ اوس مو توکل محض کړی دی. ما چې د جهاد او دين په اړه تر يوه بريده زدکړه درلوده او د قران پاک او حديثو ترجمه مې هم زده وه په توکل محض ډېر نه پوهېدم، خو بيا چې يو ځل په روخصت پاکستان ته راغلم، نو د خپل کمپ له يو ديني عالم نه مې وپوښتل.

کله چې په داروخان پاټک بريد کېدلو ملا عمر او ملا عبدالصمد اخوند ډېر وګرځېدل. مونږ په ځېنو مدرسو کې طالبان ځای پر ځای کړي وو له څو ورځو کار وروسته ايله ملا عمر مجاهد و توانېد چې ۵۰ نفر طالبان د جګړې له پاره راټول کړي. ملا عمر مجاهد دا هم د توکل محض کسان بلل، او چې د حاجي بشير نورزي په لاس مې ورته دوه موټر ور ولېږل، نو په مخابره کې راته ملاصيب په ډېره خوشالۍ وويل، امام صيب لکه څنګه چې تاسو ويل ريښتيا هم خدای ج له مونږ سره غيبي مرسته شروع کړې او که همداسې وي، نو باور لرم چې ابابيل به زمونږ مرستې ته راوليږي.

د داروخان پاټک له نيول کېدلو وروسته واړه واړه قوماندان له طالبانو ډار شو او خپله يې سيمې پرېښودې، د خلکو ملاتړ هم ورځ تر بلې د طالبانو سره کېدلو چې په کوم جمات کې به دېره شول نو خلکو به ورته ډک ډک شکري ډوډۍ راوړلې او دهغوی سره به يې خوشاليانې کولې

تر دا مهاله د جګړې مشر په خپله ملا محمد عمر مجاهد و او د نور تنظيم له او مشورې واک يې ملا عبدالصمد ته ورکړی وو؛ خو کارونه لا هم بايد ډېر ښه شوی وی، نو د ملا صيب توکل محض ډېر موثر وو، نو ټوله مشري بايد دهغه لاس کې شوی وی، خو د سيمې د طالبانو او د ملايانو د ملا عمر په نسبت ملا عبدالصمد ته لېوالتيا زياته وه هم هغه وو چې زمونږ يو پخواني ملګري ته مې د سرور په نوم يو هلک ولېږلو. ملا نورالدين ترابي تر دا مهاله د طالبانو د ډلې سره په وسله واله مبارزه کې برخه نه واخېستې خو هغه سره په جومات کې له شلو زيات طالبانو وو، چې ټول ډېر تکړه او زړور هلکان ول. همدا ډول ملا نورالدين ترابي له ځان سره ځينې نور طالبان هم ملګري کړل او د حوض مدد سپين جومات په غونډه کې يې ګډون وکړ.

ملا نورالدين ترابي چې يو با رغبه شخصيت وو او ښه تقرير يې کولو په خپلو خبرو کې پر ملا محمد عمر مجاهدينو د مشرۍ لاس کېښود او په دې سره ټول جمات [جماعت] (ډلې) دعا امين وکړه او په دې سره د طالبانو د اصلاحي کمېټې د مشرۍ پر سر مونږ ته جوړ شوی جنجال حل شو او ملا محمد عمر مجاهد چې مونږ له پاره يې مشري ډېره مهمه وه د دې ډلې مشر شو.]]

دېته په کتو دې جاهل – شيطان د طالبانو د اسلامي امارت بنسټ پر داسې يوې نامشروع توګه اېښی چې په اسلامي ارزښتونو کې ورته هېڅ ساری نه ليدل کيږي، خو طالبي پتنګانو پرې د مشر ملا صاحب په نوم سرونه وبايلل. په داسې حال کې چې قرآن د اسلامي مشرتابه لپاره لږ تر لږه د ((علم او روغتيا)) دوه شرطو سپارښتنه کړې ده. دلته ځينې ستونزې يا په بله مانا قرآني مزاحمتونه رامخته کيږي :

  • د مشرتابه نيمګړتياوې (ناپوهي وروغتيا)
  • د مشرتابه د لارښود نيمګړتياوې (جهالت وشيطانت)
  • د مشرتابه په ټاکنه و د اسلامي امارت بنسټ اېښوونه کې همدې جاهل – شيطان د هلکانو کليمه ډېره کارولې ده. اسلامي ارزښتونه او اساسي قانون دلته څه حکم کوي؟

په دې دواړو حالتونو کې د اسلامي امارت مشروعتيا تر پوښتنې لاندې ده. له ابليسي شيطان سره سره انسي جاهل – شيطان هم ملګری شوی دی. دلته سړي ته سوال پيدا کيږي چې دې ستر ګمراه وجاهل شيطان په څومره اسانه دوی [ملا محمد عمر و اړوندان يې] تېر ايستلي او blackmail کړي دي؟ دی ګمراه (بېلارې)، جاهل – شيطان وابليس خپله د هيرا منډي هېره کړې او طالبان بيا پرېښتې بولي. پوښتنه دا ده چې دې حالت ته زمينه سازي چا کړې ده؟ حال دا چې همدې ګمراه (بېلارې)، جاهل – شيطان وابليس پخپله د مشر ملا صاحب د ښکلي هلک او د ”سرور“ په نوم د هلک خبره راخېستې، نو بيا دغه اسلامي امارت چې بنسټ يې د دغسې يو ستر ګمراه (بېلارې)، جاهل وشيطان پر مټ پر دغسې فسق وفساد اېښوول شوی، نو د دې اسلامي امارت هغه شرعي مجوزيت تر پوښتنې لاندې راوستی چې اوسنی طالبي مشر ملا هيبت الله او نور اړوند چارواکي پرې له سره غور وکړي.

دا چې اوس ځينې سياستوال وخواخوږي د طالبانو او حکومت ترمينځ د بېباورۍ خبره کوي، نو دا بېباوري چا رامينځته کړې؟ د حکومت خوا ته امريکا، ناټو او نړيواله ټولنه ده، خو له طالب سره څوک دي؟ پوښتنه دا ده که طالب د بل چا په نغوته پر امريکا اعتبار کوي او پر حکومت يې نه کوي، نو طالبان بايد دا روښانه کړي چې د کوم شرعي مجوزيت له ليارې دا کار نه کوي؟ ښکاره خبره ده چې دوی د دې لپاره هېڅ شرعي جواز نه لري، خو د رياست د مقدرې حلقې په نغوته دا کار نه شي کولی تر څو چې د هغوی ګټې تضمين شوي نه وي. که کله يې ګټه تضمين شوې او دا کار خو افغان حکومت نه کوي.

د طالبانو اسلامي امارت ته د يوې يادونې په توګه لازمه بولم چې :

مشر ملا صاحب خپل ځان لکه چې د حضرت موسی عليه الصلاة والسلام په مرتبه کې ليده که څنګه؟

هغه خو يو ځوان هلک د الله تعالی د هغه حکم پر بنسټ چې د زده کړې لپاره يې حضرت خضر ته واستولو چې له هغه يو څه زده کړي، خو سلطان تارړ (کرنيل امام) خو نه خضر وو او نه بل کوم ولي الله، بلکې خپله يې خپل ځان جاهل او شيطان نومولی دی، نو طالبان دې يوځل پخپلو ګرېوانونو کې سر کښته کړي چې دوی خو به تېر وتلي نه وي که څنګه؟

پايله :

ايا دغسې يو بېګانه ستر ګمراه (بېلارې) و جاهل – شيطان د اسلامي نظام، اسلامي امارت او د اسلامي خلافت لپاره بسنه کوي؟ اسلام خو ځانته خپل اساسات يعنې کتاب الله وسنة رسول الله صلی الله عليه لري، نو دغسې يو بېګانه ستر ګمراه (بېلارې)، و جاهل – شيطان زموږ په مينځ کې له جهادي پيره تر طالبي پيره څه کول؟ نو فلهذا د دغه ستر ګمراه (بېلارې)، جاهل – شيطان وابليس او د هغه بل جهنمي نصيرالله بابر له مرکو او نورو رياستي نظامي، استخباراتي، سياسي او مذهبي چارواکيو له څرګندونو له عمرانخانه نيولې تر هغه بلې بغرۍ شيري رحمانه پورې زموږ جهادي اسلامي نظام،طالبي  اسلامي امارت او داعشي اسلامي خلافت د ټولو بنسټ د اسلامي موخو لپاره نه، بلکې د خپلو سياسي، نظامي، استخباراتي، اقتصادي وستراتيژيکو موخو لپاره وو او د همدې موخې لپاره يې دغه د اسلام په نوم مذهبي ډلې ټپلې له افغانستانه تر کشميره جوړې کړي چې خپلې ګټې او موخې پرې ترلاسه کړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د طالبانو او امريکا مذاکراتو کې بې باوري

http://www.taand.com/archives/143678

ماما قدير بلوڅ: پاکستاني استخبارات هره ورځ ګواښونه راته کوي

https://larawbar.net/54547.html#.Xjke62j7SUk

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply