زموږ “فرهنگي ډیزاین” او د نړیوال بدلون نوي علوم

سلیم پاینده

0 849

هر کال په میلیاردونو ډالره د بازارموندنې سازمانانو، ټولیزو اړیکو شرکتونو، دولتي ادارو او غیر انتفاعي سازمانو لخوا د ټولنیز چلن،  ټولنیزو او کلتوري محدویتونو، کنگل سویو جوړښتونو، زړو بافونو او رواجي خنډونو د بدلون و سمون لپاره مصرفیږي. د چلن او رویې د تغیر او د شاتگپالو پیچلو کلتوري مسایلو سره د مبارزې دا ټولې هڅې او لگښتونه د “فرهنگي ډيزاین” تر چتر لاندې راځي. غواړي عامه افکار داسې وڅرخوي چې د ټولنیزو نورمونو او کلتوري تمرینونو د بدلون او ریفورم سبب وگرځي. په شلمه پیړۍ کې شاه امان الله او ملکې ثریا د علامه محمود طرزي په مرسته ورته کار په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په دولتي چوکاټ کې را پیل کړ، دا چې ولې او څرنگه د هغوئ بیړۍ په خټو او گِل کې ونښته، جدا بحث دی. خو د یوه ملت په توگه زموږ فرهنگي ډيزاین د نړیوال بدلون سره د مخامخ کېدو مهم پارامتر دی. مگر تر دې مهاله لا هم د فرهنگي ډیزاین دا ډول هڅې د کلتوري تکامل د علمي مطالعاتو او یا د تیوریکي او میتودلوژیکو څیړنو سره دېرې کمې مدغم سوي دي.

دا مهال موږ د انسانیت یوه ناخوښه او پیچلي انتقال ته ننوځو. زموږ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره نړۍ له محدودیتونو سره مخ سوې ده او که موږ خپل حاکم فرهنگي پراډیم تغیر نه کړو د نړۍ اقتصادي وده «اوسني حالت ته په کتو که دوام وکړي» زموږ شتون گواښي. ددې عصر ستره ننگونه د خاورینې کُرې ثبات دی. له دې سره د سسټماتیک خطر نوې کټگورۍ هم یو ځای سوې دي؛ د بحرونو تیزابي کېدل، د سرچینو کميدل، د بحرونو د سطحې لوړیدل، د خاورې د سرپوښ له لاسه ورکول، په اټموسفیر کې د شنو خونو د گازونو فاحش زیاتوالی او نور… دا ټول زموږ د ایکولوژيکو مؤلفو او هغه ته د مواجعو خطرونو برخه ده. پر دې سربیره د شتمنیو او عاید ناانډولتیا، د سرچینو غیر عادلانه وېش، د بیوزلۍ زیاتیدونکې کچه، د ښځو پر وړانې سسټماتیک تاوتریخوالی، د پورونو کړکېچ او د نړۍ رغښتوال “سټراکچرل” مالي بې ثبات حالت دا احساس راکوي چې موږ د څه پر وړاندې او له کومو وسیلو سره دریږو. آیا بشریت دا ظرفیت لري چې فرهنگي سسټمونه ډیزاین و مدیریت کړي او مدنیت وساتلی سي هغه څه چې دې خاورینه کُره کې زموږ د پاته کېدو او ژغورل‌کېدو لپاره تر بل هر څه مهم دي؟

دقیقاً،  لکه څرنگه چې موږ خپل ځانونه تر بلې هرې اړتیا مهم گڼو، همداسې زموږ په مخکې ستر ظرفیت هم ښکاري چې په محلي، ملي، سیمه ایزه او د کُرې په کچه د فرهنگي سسټمونو تکامل ته بڼه ورکړو. دا ظرفیت او پوتنشیل د ساینس مختلفو څانگو رامنځته کړی دی او  دا چاره د مختلفو څانگو او علومو یوه ستر ترکیب ته اړتیا لري چې په تیر کې ساکن او کنگل پاته و، د ټولنيز چلن او ساینس همدا متفاوت ترکیب “فرهنگي ډيزاین” نومولی سو، په دې لیکنه کې به یې لږ تر لږه د بنسټونو نخشه رسم کړو.

فرهنگي ډیزاین یو انضمام سوی تمرین دی چې له ؛ (الف) د فرهنگي بدلونونو درملنه د یوه پیچلي منطبق سسټم په توگه، (ب) د فرهنگي بدلون د مېکانېزمونو او متحویلونو مطالعه کول، د ټولنېز مسیر د تحلیل او ټولنېز چلن په گډون، (ج)  د ټولنېزو سسټمونو لپاره د عملیاتي پرامټرونو پر مټ د تگلارې معرفي کول او ډېزاینول، او (د) د هغوئ پر لور د ټولنېز بدلون د تکاملي پروسې هدایت کولو څخه تومنه اخلي. ددې زمینې بنسټیزې ستنې د څيړنې او تمرینونو د سل گونو نښلونکو حوزو پر مټ د ترکیبي رسرچ، د درک علم او فرهنگي تکامل څخه عبارت دي.

ترکیبي رسرچ  د گڼو برخو ترمنځ متقابل عمل بررسي کوي او په فزیکي او ټولنیزو سیسټمونو کې نویو بدلونونو، نوښتونو، ابتکارونو او موندنو ته وده ورکوي. ترکیبي څيړنه متنوع موضوعات لکه د لارښود ټکي مطالعه، د وړاندیزونو او متنوع غبرگونونو کړۍ، د ځايي تعامل اصول، د نړیوال چلن رامینځته کول، متحرک و خوځنده جذبوونکي/ توجه اړونکياو داسې نور په بر کې نیسي.

د درک علوم ټول هغه څه راوړي چې د انساني تفکر او چلن په اړه پیژندل سوي دي.  د ژبې عصبي پروسس، دا چې احساسات و عاطفه څنگه دلایل زیږوي، ولې بدن او دماغ په ژورو او فرعي لارو کې تعامل وکړي چې مانا و مفهوم رامینځته کړي او نور ډېر څه په علمي او تجربوي پلټفورم کې را یو ځای کوي.

فرهنگي تکامل د نظریاتو، ایډیاو او ټولنیزو غبرگونو د خپرولو لپاره د تکاملي معیارونو پر پلي کولو باندې تمرکز کوي. فرهنگي تکامل په انفرادي اوانسټیټوټي کچه د نظرونو خپرولو او په ټولنیز سیسټمونو کې د همدغو نظریو او نویو کلتوري ځانگړتیاو او ازمویښتونو یوځای کولو ته زمینه برابروي.

د را ټولو سویو علومو دا حوزه فرهنگي ډیزاینرانو ته توانمندي ورکوي چېد ټولنې په “پلي کېدونکو ياداښتونو” کې خپلې اغیزې رامنځته کړي، د ټولنېز بدلون پټې ریښې بربنډې کړي او ايډیاوې، نظرونه او د پرمختگپال بدلون تخمونه د ټولنېزو سسټمونو په رگ رگ وښیندي.

د فرهنگي ډیزاین د ښه و اسانه ترویج او رامنځته کولو لپاره د انځوریزې او ویډيويي میډیا او پرنټ د صنعت رول و اغېز ډېر جوت دی؛ د فرهنگي اساطیرو او میراثونو په متاثیره کولو او شکل ورکولو، د ټولنیزو پالیسیو په جوړولو او د ټولنېز طبیعت د بدلون پروژه د بیلابیلو نوښتونو او تخنیکونو په لاس خوځنده کولو او د ټولنیزو تحلیلونو او ټولنې ته د فرهنگي ذهنیت او فکر ورکولو د مختلفو پروسو د څارنې او تعقیبولو په برخو کې خورا ارزښتمن او نه پرتله کېدونکی نقش لوبوي.

د ژوند لپاره مثبت لرلید همدا دی چې د ساینس او علمي رسرچونو او لابراتوري پایلو له لارې د فرهنگي تکامل او ټولنېز بدلون هڅې گړندی سي، ټولې هغه علمي و ساینسي تیوريگانې او تجربې او څيړنې چې د ژوند  کیفیت او سطحه هدایت و رهبري کړي او ټولنې د نړیوالو بدلونونو او نوښتونو سره د خپلوۍ په راز وپوهوي، ساینس موخې او انسان ښيرازۍ ته رسوي.

د لیکوال په اړه:

ښاغلی پاینده د هند په مایسوري پوهنتون کې ل جگړې-وروسته ډيپلوماسۍ او بهرني سیاست کې د ماستري پروگرام زده محصل دی او په افغانستان کې د مډرنې دولتدارۍ، پرمختیايي اقتصاد، بشري حقونو او میرمنو پیاوړتیا په هکله لیکنې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply