آيا کرزی صیب د هغو ارزښتونو په ساتلو کې زموږ پور ادا کوي او که نه؟

اجمل هوډمن

0 635

که لږ څو کاله وړاندې لاړ شو. کرزی صیب د موقتې ادارې، انتقالي دولت او بیا د اساسي قانون له مخې د لومړني منتخب جمهور رئيس په توګه د اوسني نظام موسس بللی شو. د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو کمپاین و، د کانديدانو تر منځ مناظره کې خدای بښلي ايازي صیب له ښاغلي کرزي وپوښتل، چې خلک تا په معامله ګرۍ او افراطي مصلحت ګرايۍ تورنوي، په دې اړه څه وايې ؟
کرزي صیب وویل، ښه کوم چې حوصله کوم. زه غواړم دا نظام پاتې شي. تر ما وروسته دا نظام دوام وکړي. يو بل څوک کانديد شي او دې دولت ته دوام ورکړي.
خو اوس؟ کرزي صیب په پیل کې انتخابات نفی کړل. خلکو ته يې وویل په ټاکنو کې ګډون مه کوی. رايه یې ورنه کړه. د ټاکنو د مخالفو او دسيسه ګرانو له صف سره يو ځای شو. د نظام د راپرځوونکو محفلونو ته ورغی. اوس د موازي حکومت له ملاتړو سره د جنګسالارانو په حجرو کې ناست وي.
سړی د دې وطن له سياست مدارانو مايوس شي، هغه کس چې خپله دوه ځلې په انتخاباتو راغلی په خلکو يې لس کاله حکومت کړی، د انتخاباتو مخالفت کوي. پخپل لاس کرلې ونې ته يې تبر اېستلی.
زه د کرزي صیب په سياستونو منتقد وم، خو تر دې حده توقع مې نه ترې کوله.
د کرزي صیب اوسنی موقف د سولې له بحث سره هیڅ ارتباط نه لري. د سولې په نوم د سياسي عقدو پالل، د يوې بلې جګړې اورته پوکي کول دي. د کرزي صیب په حکومت کې د سولې ډېر چانسونه ضایع شوي. دی خپله د جګړې د دوام په برخه کې تر ټولو زیات ملامت دی.
سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو د افغانستان سياستوال په نظام کې دننه د ملکي سياست مخالفتونو او عقدو تر دې کچې را ټیټ کړي، چې د وسله والو مخالفانو په صف کې د هغه نظام په وړاندې ودريږي، چې دوی یې د تاسیس سينې ډبوي.
توقع کیږي، چې د بین الافغاني خبرو پیل ته لاره هواره شي، که ښاغلی کرزی په خپلې ۱۳ کلنې حکومت دارۍ کې د لاسته راوړنو په نوم څه لري او ادعا یې کوي، نو پوښتنه داده، چې آيا دی د خبرو اترو د مېز لپاره د څه ډول آدرس غوښتونکی دی؟ آيا دی غواړي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په نوم يو مقتدر آدرس د نوموړي د ادعا له مخې د ده د لاسته راوړنو ساتنه وکړي او که د خبرو اترو له پیل مخکې تسليم شي؟
زه او زما په شان په زرګونو ځوانان لا د کرزي په حکومت کې واړه مامورین هم نه وو، چې صرف د دولت د طرفدار په نوم له خپلو سيمو او کليو را بېل شوو. موږ د هغه وخت له حکومت سره صرف د ولسواکۍ د څو ارزښتونو په تار تړلي وو.
آيا کرزی صیب د هغو ارزښتونو په ساتلو کې زموږ پور ادا کوي او که نه ؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply