د موازي حکومت په اړه

ایمل جلال

0 729

یو شمېر ملګري د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د همه شمول حکومت اجرااتو او مقرریانو ته په کتلو سره د احتمالي بحران وېره لري. 
زما د معلوماتو له مخې د همه شمول حکومت ډرامه حتا د ثبات او همپالنې د ټیم مخکښ غړي هم جدي نه نیسي. حتا ریشخند پرې وهي! پدې اړه لاندې د پام وړ دي.
۲ – تاسې فکر وکړئ چې اجرایه ریاست دومره ظرفیت او درایت نه لري چې پدې پوه شي چې په قانوني لحاظ د یو شخص د آزاۍ او سفر د حق سلبول او هغه ممنوع الخروج کول د عدلي او قضايي ارګانونو صلاحیت او دنده ده. حتا ولسمشر هم دا صلاحیت نه لري. دوی تمه لري چې د کورنیو چارو وزارت به د اجرایه ریاست د حکم پر اساس د ټاکنو د کمېسیونونو کمېشنران ممنوع الخروج کړي! د همه شمول حکومت اعلانول هم د همدې ذهنیت زېږنده ده.
۳ – د موازي والیانو مسئله هم دې ته ورته ده. که فرضاً حکومت یې مخه هم و نه نیسي دوی بودیجه، بشري قوه، امنیت، روغتیايي او ښونیز خدمات او … څه ډول تنظیموي؟ آیا پدې اړه یې فکر کړی دی؟
۴ – البته دوی دومره احمقان هم نه دي. بس دې ته منتظر دي چې حکومت غبرګون وښايي‌او دوی ته نوې سوژه په لاس ورشي؛ اوبه خړې کړي او کبان په کې ونیسي. د همه شمول حکومت اعلانول هم د همدې ذهنیت زېږنده ده.
۵ – د دوی اصلي مهره جنرال دوستم دی او دوستم د «پاچا ساز» لقب ته ډېر خوشاله دی. د دوستم محاسبه دا ده چې لکه څنګه چې یې په ۹۰یمو کلونو کې د ډاکټر نجیب سره چلند وکړ، نن به یې ډاکټر غني سره هم کوي. دا ځل د جوړ جاړي تمه هم نه لري. ځکه تېره دوره یې لا نه ده هېره کړې. که مو په یاد وي څه موده وړاندې دوستم په شمال کې د ۷ ولایتونو د ټاکنو د کمېسیونونو دروازې تړلې وې. دوستم او په ټوله کې ثبات او همپالنه دقیقاً دې ته منتظر دي چې پدې جنجال کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پښه ور ګډه شي او یو څو بې ګناه احمقان ووژل شي. بیا نو ریښتیا بحران پیلېږي. د همه شمول حکومت اعلانول هم د همدې ذهنیت زېږنده ده.
۶ – عبدالله، دوستم، محقق، خلیلي، حکمتیار، اتمر او حتا کرزي او نورو چوکره ګانو دا تمه نه درلودله چې غني دې هم ټاکنې وکړي او هم سوله. دوی ټول موقت حکومت ته په تمه وو. اوس چې هم ټاکنې وشوې او هم نیمه اوربند اعلان شو، پر دوی اور بل شوی دی. اوس ترې لار ورکه ده چې څه وکړي. همه شمول حکومت د همدې ذهنیت زېږنده دی.
۷ – لوی تصویر ته که وګورئ؛ په دې ډرامه کې د بهرنیو استخباراتو لاسونه درته له ورایه ښکاري. ځکه خو هر ګام باید په تدبیر سره پورته شي.
۸ – که مو پام وي ډاکټرعبدالله یواځینی سیاستوال دی چې د ۲۰۰۱ نه تر ننه پورې په واک کې پاتې شوی دی. یا ډېر تالېمند دی او یا هم ډېر هوښیار. اوس هم تصمیم نه لري چې تقاعد وکړي. فکر کوم دا ځل یې چانس ورسره یاري نه کوي. د همه شمول حکومت اعلانول هم د همدې ذهنیت زېږنده ده.
۹ – خلاصه د همه شمول حکومت په اړه تشویش بېځایه دی. اول خو غبرګون ته ضرورت نشته. که بیا هم مو غبرګون ته زړه کېږي؛ تر ټولو ښه لار یې د ډاکټر عبدالله په لاسلیک ښه ډېر والیان مقرر کړئ او احکام یې پر فېسبوک خپاره کړئ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply