د کرونا فرهنګي اړخ

ایمل جلال

0 669

د یوې فرهنګي پدیدې په توګه ټول دینونه ځانله حق ورکوي چې په هر شي کې کار ولري او د کرونا وایرس ترې هم په امان کې نه دی. دینونه تل هڅه کوي چې لکه د کرونا په څېر د هرې نوې پدېدې په تعریفولو سره په ټولنه کې خپل مشروعیت بیا ځلي تولید کړي. په چین، جنوبي کوریا، جاپان او حتا اروپا کې دیني بنسټونه ورته د الهي عذاب په سترګه ګوري او په معبدونو او کلیساګانو کې جمعي آینونه ورته نیسي. حتا جالبه ده چې په جنوبي کوریا کې په کرونا د اخته ناروغانو ډیری برخه یې د یو دیني طریقت مریدان دي. دوی هڅه کوله چې په دم او دعا ددې مخه ونیسي خو ټول پرې په کلیسا کې اخته شوي. حکومت مجبور شو چې د دې طریقت د ۲۱۹ زره غړو لست له کلیسا واخلي تر څو ټول معاینه او شکمن یې قرطین شي.
یو شمېر هندوان چې غوښه نه خوري؛ ادعا کوي چې خدای له انسانانو د حیواناتو د خوړولو له امله انتقام اخلي. په ایران کې یو ملا ځان د نبوي طب پلار ګڼي؛ سپارښتنه کړې چې له کرونا د خلاصون په موخه باید د شپې لخوا مالوچ غوړ او د مقعد په سوري کې کېږدئ!
افغانان چې دا ټول اوروي، پرې خاندي خو که ملا صبور ووايي چې کرونا په چین کې د اویغور پر مسلمانانو د چینايي حکومت د ظلمونو په بدل کې الهي عذاب دی؛ بیا یې ټول جدي نیسي. ملا انصاري هم پخوا ورته خبره کړې وه چې کله کرونا هرات ته را ورسېدله پرون بیا را پیدا شو او دا ځل یې ادعا وکړه چې کرونا د کفارو لپاره عذاب او د مسلمانانو لپاره امتحان او رحمت دی.
تېره شپه یو پوهاند ډاکټر او د طب استاد په ژوندون ټلوېزیون کې وویل چې څوک حلال رزق خوري؛ کورنا یې نه نیسي. ددې ترڅنګ د ماسک پر ځای د مسواک، په سابون د لاسونو مینځلو پر ځای د اودس او یا د روغبړ د نه کولو پر ځای د اذکارو او دعاګانو په ویلو ټینګار کېږي.
حقیقت دا دی چې د ټولو دینونو منطق یو دی او له بده مرغه دا همدا فرهنګي اړخ د کرونا په شیوع کې تر بل هر څه ډېر خطرناک دی. ځکه له انسانه احمق جوړوي او دې ته یې قانع کوي چې اول خو مسلمان یا هندو او یا عیسوي نه نیسي. که فرضاً ویې نیسي بیا الهی امتحان دی او که مړ شي نو هسې هم جنت ته ځي!
کله چې په هرات کې د کرونا مثبته واقعه ثبت شوه او خلک پوه شول چې شکمن کسان د ایران د قم له ښاره راغلي دي؛ په هرات او حتا په کابل کې ځینو خلکو د هزاره ګانو سره ارتباط نیول؛ په کرونا د اخته کېدلو سره معادل بلل. فرهنګي انګېرنه دا وه چې یواځې شیعه هزاره ګان قم ته ځي او حتماً دا مرض هزاره ګانو افغانستان ته راوړی دی. که څه د مبتلا شخص هویت معلوم نه دی. د کرونا له امله په افغانستان کې هزاره ګان ملامتول؛ په غرب کې د چینایانو د ملامتولو سره چندان توپیر نه لري.
خلاصه د ملا خبرو پسې مه ګرځئ او کرونا جدي ونیسئ. په رسنیو کې لارښونې تعقیب کړئ او د کرونا په مخنیوي کې مرسته وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply