کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟/ ایمل جلال 

0 1,054

داسې ډېر کتابونه مې لوستلي چې اوس پرې پښېمانه یم. هر کتاب په لوستلو نه ارزي. دلته د کتاب د ورځې په بهانه له دوستانو سره خپله تجربه شریکوم. ممکن د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ورسره مرسته وکړي.
۱.انټرنېټ، سوشل مېډیا، ټلوېزیون او په ټوله کې کاري بوختیا د دې سبب شوي چې کتاب لوستنه محدوده شي. د هر کتاب د لوستلو پر ځای هڅه وکړئ چې د خپل مسلک اړوند یا هغې موضوع په اړه چې تاسې ورسره علاقه لرئ او په علم کې مو زیاتوالی راولي، کتاب وټاکئ. د دې پر ځای چې د هر څه په اړه ليږ ليږ مالومات ولرئ، د یو څه په اړه ډېر مالومات پیدا کړئ. دا به مو په خپله برخه کې مسلکیتوب ته لار هواره کړي.
۲.یا په خپل ذهن کې کتابونه په دوو ډولونو وویشئ. یو هغه کتابونه چې د مسلکي پرمختګ په موخه مجبور یاست چې ویې لولئ او دویم هغه چې د ذوق او خوند لپاره یې لولئ. تل اول ډول ته لومړیتوب ورکړئ.
۳. فکر وکړئ چې په کتاب‌پلورنځي کې یاست. وړاندې له دې چې کتاب اخلئ دې ټکو ته جدي پاملرنه وکړئ. د کتاب نوم، لیکوال، چاپ کال، او چاپځای یې وګورئ. وروسته یې عنوانونه وګورئ او د کتاب له نوم سره یې پرتله کړئ. که لیکوال مو پېژنده ښه خبره ده خو که نه مو پېژنده؛ نو یو ځل یې بیوګرافي ته سر ور ښکاره کړئ. د لیکوال مسلک د کتاب له محتوا سره پرتله کړئ. که په خپل مسلک کې یې لیکلی و، ښه خبره ده خو که مثلاً انجینیر وي او د اقتصاد په اړه یې کتاب لیکلی وي، مه یې اخلئ. ليږ نور زحمت هم وباسئ او په ولاړه د کتاب مقدمه ولولئ. دا به درسره مرسته وکړي چې په لوستلو یا پېرودلو ارزي ‌که نه؟

۴.تر څو مو چې د یو کتاب لوستل پای ته نه وي رسولي، بل مه پیلوئ. پر یو وخت د څو کتابونو پیلول له یوې خوا مو تمرکز له منځه وړي او له بلې خوا مو زړه وهي. یو هم پای ته نهشئ رسولای. که بیا هم دا کار کوئ نو ليږ ليږه دوه کتابونه په یو مکان کې مه لولئ. مثلاً یو په کور کې پیل کړئ، بل په دفتر کې.

۵. حتماً له ځانه سره قلم ولرئ. د کتاب په حاشیه کې کوچني یادښتونه واخلئ. یا له هغو جملو یا پراګرافونو چې تاسې ته مهم دي، خط‌کش کړئ یا حلقه تاو کړئ. دا مو عادت وګرځوئ. دا به مو د کتاب موضوعات په ذهن کې تلپاتې کړي.

۶.له درسي کتابونو پرته د نورو کتابونو د لوستلو لپاره مشخص وخت مه ټاکئ. که چېرې کتاب لوستنې ته د دندې په سترګه وګورئ، زړه مو ترې تورېږي. مثلاً مبایل او ټلوېزیون له وخته سپما وکړئ او هماغه وخت کتاب ولولئ. له خوب وړاندې په بستره کې کتاب مه لولئ، ځکه دا به لکه د خوب ګولۍ داسې تاثیر وکړي. د کتاب لوستلو ښه وخت سهار لمانځه مهال دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply