“د ټاکنو د پایلو د مشروعیت په اړه

ایمل جلال

0 586

یو شمېر تشویش لري چې د نړۍ هېوادونو ولې تر اوسه غني ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي نه ده ورکړې؟ د موضوع د روښانتیا لپاره : 
۱ – د مشروعیت سرچینه حقوق او قانون دی؛ نه سیاست او ډیپلوماسي. یعنې دلته د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون پر اساس د مشروعیت تر ټولو عالي مرجع کمېسیون دی. حتا ستره محکمه هم حق نه لري چې دا مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوړي.
۲ – سیاسي مشروعیت د حقوقي او قانوني مشروعیت زېږنده دی. پدې معنا چې قانوني مشروعیت نه وي، سیاسي مشروعیت نشته او نه یې څوک جدي نیسي. پدې اساس؛ که نړۍ ورته مبارکي ورکړي یا نه، غني په قانوني او سیاسي لحاظ مشروع ولسمشر دی. ځکه د نړۍ غبرګون ډیپلوماټیکي او سیاسي بڼه لري؛ نه قانوني او حقوقي. په بل عبارت د مشروعیت سرچینه داخلي نه، نه خارجي.
۳ – د افغانستان عیني واقعیتونو ته په کتلو سره شخصاً دا توقع نه لرم چې نړۍ دې سمدستي مثبت یا منفي غبرګون وښايي. د نړۍ چوپتیا د دوی ډیپلوماټیک صبر او د «منتظر شه! وګوره» د سیاست پایله ده. دا سیاست ځینې وختونه حتا د باثباته هېوادونو لپاره هم عملي کېږي. غالباً په ایران کې چې احمدي نژاد د دویم ځل لپاره و ټاکل شو، د مبارکۍ پیغامونو تر میاشت زیات وخت ونیولو.
۴ – تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ملت په توګه مو ځانباوري او پر خپل نفس اعتماد له لاسه ورکړی. فکر کوو چې هر شی بهرنیان کوي او د امریکا له اجازې پرته تشناب ته نشو تللی. له بده مرغه تر ۲۰۰۱ راهیسې تر ننه پورې زموږ ټوله سیاسي دستګاه دا مرض لري. داسې هم نه ده چې څوک ورته متوجه نه دي. ځینې سیاسیون د شخصي، ګوندي، قومي، اقتصادي، او سیاسي ګټو لپاره په لوی لاس دې تیورۍ ته لمن وهي او ځینې نور بیا د دوی په اقتدا روان دي.
۵ – خلاصه پدې باید پوه شو چې غني د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د هېواد منتخب ولسمشر دی او مشروعیت له قانونه اخلي. که څوک یې مني او کنه! که څوک ورته مبارکي وايي او کنه. دا چې عبدالله موازي حکومت اعلانوي، دا یواځې د غني ګناه نه ده. دا په حقیقت کې د هغه سیستم ګناه ده چې دا ۱۸ کاله پرې په میلیاردونو ډالره پانګونه وشوه خو بیا هم د «نه منم» بدوي او سرټمبه فرهنګ نه یواځې ورک نه شو بلکې لا زیات پیاوړی شو.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply