لویه جرګه او د ملت جوړونې مساله/ ایمل جلال

0 600

د سولې مشورتي لویه جرګه په کور کې دننه د بې‌شمېره سیاسي مخالفتونو او تحریمونو سره سره دایره شوه او تر اوسه پورې بریالۍ روانه ده. د هېواد له ګوډ ګوډه نږدې ۳۲۰۰ تنه سره راټول شوي تر څو له طالبانو سره د سولې پر حدودو او څرنګوالي بحث وکړي او په دې اړه دولت ته لازمې لارښوونې وکړي. زه دلته د سولې د مشورتي لویې جرګې پر محتوا، احتمالي پایلو، بریالیتوب او یا هم ناکامي په اړه بحث نه کوم.
د دې لیکنې اصلي موضوع دا ده چې په افغانستان کې د لویې جرګې کانسپټ د یو سیاسي، کلتوري بنسټ په توګه د ملت جوړونې په پروسه کې څه ډول رول لري؟ جرګې که څه هم په ټولنیز او کلتوري ډګر کې لرغونی تاریخ لري او د پښتنو د ورځني ژوند یوه برخه ده، خو په سیاسي ډګر کې د کندهار د شیر سرخ په جرګه کې د لومړي ځل لپاره د مډرن افغانستان بنسټ کېښودل شو او جرګه‌مارو احمد شاه بابا ته د دولت جوړولو صلاحیت او مسوولیت وسپاره. په دې مانا چې که چېرې په افغانستان کې د دولت جوړونې بحث مطرح کېږي؛ نو د جرګې رول باید له پامه و نه غورځول شي. په دویم پړاو کې د ملت جوړونې په پروسه کې د جرګې په رول هم باید بحث وشي.

د دې لیکنې ادعا دا ده چې د سولې اوسنۍ مشورتي لویه جرګه د نسلي تغیر په محور کې په ۲۱ پېړۍ کې د ملت جوړونې د پروسې یو کانسپټ، بېلګه او ابتدايي پیل دی چې په راتلونکې کې ممکن نورو بېلګو، اساساتو او پیلونو ته لار پرانیزي.

څو پوښتنې، یو ځواب

ملت څوک دی؟ استازی یې څوک دی؟ د ملت د استازي د مشروعیت سرچینه څه ده؟ د کوم مېکانیزم له لارې دا استازی ټاکل کېږي؟ او ورته نورې پوښتنې کېدای شي په دې بحث کې موږ سره مرسته وکړي تر څو منطقي تسلسل را منځ ته او یوې ځانګړې پایلې ته ورسېږو. د ملت جوړونې دوه مهم تیوریسنان ارنېست ګېلنر او بېنېډېکټ انډرسن په دې باور دي چې ملتونه اختراع شوې پدېدې دي او تاریخي پس‌منظر نه لري. تاریخ یې له ۱۸پېړۍ په درشل کې له اروپا پیلېږي. په دې مانا چې لومړی د نشنليزم یا ملتپالنې په نامه یوه ایډيالوژي را منځ ته شوې او بیا د دې ایډيالوژي د عملي کولو لپاره ملتونه اختراع شوي دي، ځکه خو دې پروسې ته د «ملت جوړونې» بهیر ویل کېږي. په دې اساس مثلاً د ګېلنر لپاره د ملت تعریف ممکن دا وي چې په یوې جغرافیوي محدوده کې د اوسېدونکو پرګنو مجموعه چې د مرکزي بېروکراسي، حاکمو کلتوري کوډونو چې سیاسي مشروعیت يې را منځ ته کړي، منفرد او سراسري ښوونیز سيسټم، ژبنیز سټنډرډ او ورته نورو ځانګړتیاو برخمن وي، ملت بلل کېږي. انډرسن بیا د دې ټولو ځانګړتیاو په نظر کې نیولو سره دې پروسې ته «خیالي جمعیتونه» وايي. په دې مانا چې د ملت په نامه داسې څه نهشته چې خارجي وجود ولري.

يانې خلک یا پرګنې حقیقي دي او خارجي وجود لري خو ملتونه خیالي دي چې په اروپا کې د کاپیټاليزم د بري سره سم اختراع شوي دي. دا تعریفونه د لوېدیځې اروپا او شمالي امریکا لپاره صدق کوي. اسیايي هېوادونو لکه ترکیې، مصر، جاپان، کوریا او بیا وروسته پاکستان او هند له دوی تقلید کړی. په افغانستان کې شاه امان الله هم ورته هڅه وکړه چې د بېلابېلو دلایلو له امله بریالی نهشو، مګر پورتني تعریفونه د شلمې پېړۍ د سیاسي تفکر محصولات دي. په ۲۱پېړۍ کې د ملت تر ټولو ساده او ټولفهمه تعریف کېدای شي دا وي چې په یو هېواد کې چې ټول وګړي یې له مشترک تقدیر او راتلونکې برخمن وي، ملت دی.

په افغانستان کې د ملت جوړونې د پروسې تیوریک تکامل نور اړخونه هم لري‌ چې د دې لیکنې موضوع نه ده خو په ټوله کې لږ تر لږه د وروستي تعریف پر اساس کولای شو چې د «افغان ملت» د شتوالي ادعا وکړو. لکه پورته چې یادونه وشوه ملت نوې یا مډرنه پدیده ده، ځکه خو د استازو د ټاکنې مېکانیزم یې هم باید مډرن او معاصر وي. د دې مېکانیزم نچوړ ټاکنې دي، دا که ګوندي ټاکنې وي که پارلماني ټاکنې وي که ولسمشریزې که د ولایتي او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې وي او که بالاخره د سولې د مشورتي لویې جرګې لپاره ټاکنې وي، ټول په تیوریک لحاظ د ملت استازیتوب کوي، ځکه د واک مشروعیت د ملت د ارادې پورې اړه لري او یوازې ټاکل شوي استازي حق لري چې د ملت د ارادې استازیتوب وکړي.

د ملت استازي څوک دي؟

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په مډرنه مانا د ملت جوړونې د پروسې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د سړې جګړې هغه پاتې شوني محصولات دي چې د بېلابېلو عواملو له امله تر اوسه پورې په دې نه دې توانېدلي چې خپل فکرونه د ۲۱ پېړۍ د شرایطو سره سم عیار کړي. قومي او دیني مشران، جهادي رهبران، د فیوډاليزم په محور کې د زر او زور خاوندان هيڅکله د ملت استازیتوب نهشي کولای، ځکه دوی د ټاکنو له لارې د ملت د ارادې د تمثیل مشروعیت نه لري.

دلته مهمه پوښتنه ممکن دا وي‌ چې که د سولې د مشورتي لویې جرګې غړي‌ د ملت استازي وي، دوی څوک دي او د چا په استازیتوب دا جرګه تحریموي. د دوی ډېره برخه د خپل استازیتوب مشروعیت له فیوډاليزم اخلي او په ۲۱پېړۍ کې فیوډاليزم نور له منځه تللی، ځکه خو د سولې د مشورتي لویې جرګې د تحریمولو مشروعیت دوی نه لري د تورسن په ګډون د ولسمشریزو ټاکنو د ۱۲ تحریمونکو نوماندو استدلال دا دی چې د نوماندي لپاره یې د ۱۰۰ زره کسانو تذکرې ثبت کړې دي. په دې اساس دوی یوازې حق لري چې د هماغو ۱۰۰ زره کسانو په استازیتوب خبرې وکړي چې تذکرې یې ورته ورکړي دي، نه د ملت په استازیتوب.

د سولې د مشورتي‌ لویې جرګې ماهیتي بریالیتوب په عمل کې د ملت جوړونې د پروسې یو ډول تمرین و چې د سړې جګړې د پاتې شونو د تحریم سره سره دایره شوه. په دې لړ کې د استاد سیاف په څېر یو شمېر پخوانیو سیاستوالو دا درک کړې ده چې نور باید سیاسي چارې نوي نسل ته پرېښودل شي خو یو زیات شمېر نورو چې په جرګه کې یې له ګډون ډډه وکړه، اوس هم دا درک نه لري چې په نوي افغانستان کې د استازیتوب معیارونه نور بدل دي او د دوی تاریخ تېر شوی دی. دلته د نسلي بدلون مساله مطرح کېږي.

د ۲۰۰۱ کال راهیسې د نوي نسل او زوړ نسل تر منځ د قدرت پر سر د تقابل او کشمکش لړۍ پیل شوې ده. تر ۲۰۱۴م کال وړاندې زوړ نسل پیاوړی و خو اوس‌مهال د تلې پله د نوي نسل په ګټه درنېږي. له نوي نسله زما تعبیر یوازې ځوانان یا ښځې یا لوستی قشر نه دی. نوی نسل د هغو نا اورېدل شویو پرګنو د اواز استازی دی چې پخوا به یې قومي او ديني مشرانو، جهادي رهبرانو، زورواکانو او په ټوله کې مافیا کولو. دوی د دې پر ځای چې د نا اورېدل شویو د اواز استازیتوب وکړي، د خپلو شخصي ګټو لپاره یې کار کولو. دا تقابل او کشمکش په ټولنیزه او حکومتي‌ سطحه احساس کېدلو خو د سولې مشورتي‌ لویې جرګې د دې زمینه برابره کړه چې په سیاسي‌ او ملي سطحه مطرح شي.

د ملت جوړونې په بحث کې د نسلي تغیر مساله ځکه مهمه ده چې د ملت د استازیتوب صلاحیت له یو نسله اخیستل کېږي او بل نسل ته سپارل کېږي. دا پروسه به اوږدمهالې، ستونزمنه، له خنډونو ډکه او بطي وي، خو که سمه مدیریت شي؛‌ نو د نوي‌ افغانستان لپاره د روښانه راتلونکې ښه زېری دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply