له کرونا ویروس سره څنګه مبارزه کولی شو

ډاکټر مجاهد جبران

0 696

(ځاني تدابیر او پاملرنه)

سر له نن څخه…

سهار کې مو مخ او لاس په صابون ومینځئ (تاسو او ماشومان مو) دې کار ته د ورځې په جریان کې ان تر لسو ځلو پورې دوام ورکړئ.

پوزبند یا جراحي ماسک استعمال کړئ، په بازار کې ځینې رنګه سره او تور ماسکونه چې له تکې جوړ شوي وي صحي نه دي ان دګټې په ځای توان در رسولی شي.

اصلي صحي پوزبندونه دوه مخه لري، چې یو یې شین او بله خوا ېې سپینه ده، ددې پوزبندونو استعمال داسې دی، کله چې غواړئ ستاسو ناروغي نورو ته خپره نه شي نو شنه خوا یې بیرون او سپینه یې د ځان خوا ته کړئ او که هدف مو دا وي چې تاسو ناروغي ونه نیسي نو د پوزبند سپینه خوا بیرون خوا ته وګرځوئ، که ناروغي احساسوئ شنه یې استمال کړئ او که دځان ساتنې په عرض وي نو سپین یې خولې خواته کړئ.

دورځې په جریان کې کوښښ وکړئ چې د دروازو دلاستو، موټرونو کې د ولاړو مټو او ځوړندو دستګیرونو سره تماس ونه کړئ.

کوښښ وکړئ چې راشه درشه مو کمه کړئ د ملګرو سره په حجرو کې مه پاتې کیږئ او محفلونو ته مه ځئ.

هڅه وکړئ چې په خوراک کې مو سبزیجات زیات کړئ او د نیم پخته غوښو او هګیو د خوړلو نه ډډه وکړئ.

د مالونو(حیواناتو) فارمونو او عوجلو ته له ورتګ نه ځان وژغورئ او که دا مو مسلک یا مو ورسره سر او کار وي نو لاس میغو، عینکې او ځانګړی شوی پوښاک وکاروئ.

که ډاکټران یاست (خصوصا د غوږ پوزې ستونې یا دسږو دناروغیو متخصصین) نو د ناروغ د کتنې پر مهال خاصې عینکې، لاسمیغو، د لاسونو د پاکوالي خاص مایع او چپن ضرور وکاروئ.

که په ځان مو شک کیږي چې ناروغ یم( پوزه بهیدنه، لوړه درجه تبه، ځان درد، وچ ټوخی، ساه لنډي یا ساه په زوره اخستل او وروسته سینه بغل یې نښې نښانې دی، داعلامې په نورو ناروغیو کې هم موجودې وي) نو تر ټولو نږدې صحي مرکز ته ورشئ او معاینات مو اجرا کړی، که چیرته تاسو کې د کرونا وایروس نښه ولیدل شوه او ډاکټرانو قرنطین کولی نو مخالفت یې مه کوئ، د ځان او نورو د ژغورنې لپاره دا کار هم ترسره کړئ.

وار له مخه ددې لپاره چې الله ج مه کړه ناروغي ډیره شي د وس مطابق خوارکي توکي، د ډاکټرانو په مشوره ځینې ابتدایې درمل په کور کې وساتئ ځکه ښایي په ځینو حالاتو کې له تاسو سره مرسته وکړي او لومړنیو درملو ته پرته له دې چې د ګڼې ګوڼې ځایونو او لرې لاړ شئ تاسو سره به موجود وي.

دا خبرې جدي ونیسئ خو ورخطا کیږئ مه.
مخکې له دې چې کارونا مو وځپي په لوړ مرال یې پر وړاندې ودریږئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply