ولې ګن شمېر زده کوونکي خپلو درسو کې؛ پرمختګ نشي کولاى!؟

ليکنه : محمد آصف “احمدزى”

0 817
موږ ګن شمېر زده کوونکي وينو، چې د زده کړې پر مهال له خپلو درسو ناخوښ برېښي. که زده کوونکي او محصلان همداسې ناخوښ پاتې شي، کېداى شي د ژوند په هر برخه کې ناکام پاتې شي.
حال دا چې د زده کوونکو او محصلانو لپاره د شخصيت جوړونې په برخه کې همدا اساس وخت دى؛ خداى مه کړه که بې غوري وشي، امکان شته چې راتلونکى ژوند به څه نا څه ورته ستونزمن شي.
لاندې مواردو ته نه پام کول، کېداى شي د زده کوونکو او محصلانو لپار په درسونو کې خنډونه رامنځته کړي.
 د اهدافو نه درلودل:
 يو شمېر زده کوونکي او زده کړيالان شته چې خپلو درسونو ته پام نشي کولاى؛ لا په دې هم نه وي خبر چې څنګه د خپلو درسو لپاره مشخص اهداف و ټاکي.
حال دا چې بريالي زده کوونکي او محصلان د خپلو درسو لپاره ښه اهداف لري او د اهدافو په لرلو سره مخ په وړاندې ځي.
که تاسو غواړئ چې خپلو درسو کې پرمختګ وکړئ، نو د ځان لپاره مشخص اهداف وټاکئ؛ ځکه د اهدافو ټاکل تاسو سره مرسته کوي او لا مو د خپلو درسونو په وړاندې هڅوي چې پرمختګ وکړئ.
 له ناوړه کسانو سره ناسته:
زمونږ په ټولنه کې زيات شمېر زده کوونکي او محصلان له داسې کسانو سره ناسته کوي چې د ناستې وړتيا نه لري. که تاسو غواړئ چې خپلو درسو کې پرمختګ وکړئ او د پرمختګ سره سره لا ښې لاسته راوړنې ولرئ، نو له ناوړه کسانو سره ناسته مه کوئ.
په ياد ولرى، که تاسو د بدو خلکو پر ځاى له ښو خلکو سره ناسته او ولاړه وکړئ؛ دا په ډاډ سره وايم چې ستاسو راتلونکى به روښانه وي، ځکه د ښو خويونو خاوندان تاسو ته ښه لاره ښي او د ښې لارې ترڅنګ، نه مو پرېږدي چې تاسې ناوړه کارونه وکړئ.
د وخت په ارزښت نه پوهېدل:
په مکاتبو او پوهنتونونو کې يو شمېر زده کوونکي د وخت په ارزښت نه پوهيږي. پوهان وايي: ((وخت سره زر دى.))
وخت يو داسې شتمني ده، که چيرې په سمه توګه ونه کارول شي له منځه ځي؛ کله کله له وخت نه سمه ګټه نه اخيستنه زده کوونکي په خپلو درسونو کې وروسته پاتې کوي.
   پرله پسې درسونه نه ويل:
تر زياته حده د زده کوونکو او محصلانو د زده کړو د کمزورى دليل دا کېداى شي، چې دوى تېر درسونه په سمه توګه نه وايي، حال دا چې زده کوونکو ته د تېر درس په نه ويلو سره زياتې ستونزې را ولاړېږي، ځکه تېر درس د راتلونکي درس بنسټ جوړوي.
همدارنګه که تېر درسونه تکرار نه شي؛ کېداى شي په راتلونکو درسونو کې زده کوونکو او محصلانو لپاره زيات خنډونه پيدا شي.
  د درسونو په ويلو کې لټي (تمبلي) کول:
لټي يوه ناوړه ناروغي ده، چې په افغانستان کې په دې ناروغى زيات شمېر کسان اخته دي؛ له بده مرغه چې د دغو کسانو له ډلې څخه زياته برخه، زده کوونکي او محصلان دي.
همدارنګه هغه زده کوونکي او محصلان چې په خپلو درسونو کې د تنبلى احساس کوي.
حال دا چې د تنبلى له امله زده کوونکي نشي کولاى خپلو درسو کې بريالي شي؛ بلکې د دې امکان شته چې راتلوونکي درسونه به يې هم ستونزمن وي.
  د درس ويلو لپاره منظم مهال ويش نه درلودل:
په مکاتبو او پوهنتونونو کې مونږ زيات شمېر بريالي زده کوونکي وينو، چې د درسونو لپاره ډېر ښه منظم پلان لري او خپل ورځني درسونه د پلان مطابق وايي، هم دا دليل ده چې بريالي زده کوونکي خپلو درسو کې ښې لاسته راوړنې لري.
 خو د دې برعکس ناکام زده کوونکي د خپلو درسونو لپاره ورځنى پلان نه لري او په دې هم نه پوهيږي چې خپله کورنۍ دنده او روزانه درسونه څه وخت او څنګه ووايي؟
د ورځنيو درسونو په وړاندې منظم پلان درلودل له تاسو سره مرسته کوي اولا مو د درسونو په وړاندې پياوړي کوي.
———–
 نوټ:
 پورته يادو شوو موضوعګانو تر څنګه نورې موضوعګانې هم شته، که زده کوونکي يې درک نه کړي، کېداى شي په درسونو کې ورته يو لړ ستونزې رامنځته کړي!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply