د امریکا او طالبانو ترمنځ د “سولې راوستلو هوکړه لیک” لنډ حقوقي جاج

0 735

هدف:

دغه دوه اړخیز سند د “افغانستان ته د سولې راوستلو تړون” تر نامه لاندې لاسلیک شوی، چې له همدې امله د طالبانو د جګړې له محتوا او هدف سره چې روان جنګ ته د «اشغال خلاف مبارزه» او «جهاد» وايي، په ټکر کې ده. د هوکړه لیک له محتوا څخه څرګندېږي چې طالبان د جګړې له یوه متخاصم اړخ سره د جوړجاړي له لارې د سیاسي واک قبضه کول غواړي. که د هوکړه لیک هدف د طالبانو د جګړې له روایت او محتوا سره په مطابقت کې وای، نو امریکا باید د افغانستان سیاسي خپلواکي رسماً منلې وای.

طالبان؛ نادولتي لوبغاړی:

یو څه چې په هوکړه لیک کې ډېر واضح دي، امریکا طالبانو ته د یو نا دولتي لوبغاړي (Non-state actor) په حیثیت قایل شوی. دغه ډول هویت د هوکړه لیکونو الزامیت او اعتبار پیکه کوي، ځکه چې د نړیوالو قوانینو له نظره، په ځانګړې توګه د معاهداتو د حقوقو په اړه د ویانا کنوانسیون له مخې یواځې دولتونه د نړیوالو حقوقو د تابعینو په توګه پېژندل کېږي او له همدې امله نا دولتي لوبغاړي- یعنې نړیوال سازمانونه، افراد او جنګي ډلې نه شي کولای چې د تړون له مزایاوو برخمن شي. نو ویلی شو چې د سولې راوستلو هوکړه لیک نړیوال تړون نه دی، بلکې یو دوه اړخیز قرارداد دی چې نړیوال قوانین یې نه حمایه کوي.

د نړیوال ضمانت نشتوالی:

پر دې سربېره چې نړیوال حقوق د دې هوکړه لیک د تطبیق ضمانت نه کوي، درېیم دولت یا کوم بل نړیوال سازمان هم د ضامن په توګه نه دی ذکر شوی. یواځې امریکا ژمنه کړې چې هوکړه لیک به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تاییدوي، چې په خپله «تایید» پر دغه سند کوم حقوقي اغېز نه شي پرېښودلی. په لومړیو کې د طالبانو ټینګار دا و چې چین یا روسیه د هوکړه لیک ضمانت وکړي.

د شخړې د حل میکانیزم:

د معاهدو او تړونونو د موادو د تطبیق په اړه د تړون د لورو ترمنځ د احکامو د تفسیر پر سر اختلاف او شخړه معمول چاره ده، نو ځکه په هر حقوقي سند کې د شخړو د حل میکانیزم (Dispute settlement mechanism) پېشبیني کېږي. د سولې راوستلو په هوکړه لیک کې د شخړو د حل هېڅ داخلي او بهرنی میکانیزم نه دی مشخص شوی.  له بلي خوا د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د دوه اړخیز تړون (BSA) په ۲۴ ماده کې د شخړو د حل میکانیزم او د هغه مېتودونه واضح شوي دي. د دغه مکلفیت نه درج کول، د تړون له تعهداتو څخه د یوه لوري د تېښتي فرصت رامنځته کوي.

ابهام:

د هوکړه لیک په دویمه برخه کې امریکا ژمنه کړې چې خپل ټول پوځیان، مشاورین او قراردادیان به باسي، خو د استخباراتي مامورینو هېڅ یادونه نه ده شوې چې دا په خپله د امریکا پټ او اوږد مهاله حضور ته زمینه برابروي او ښايي د دې هوکړه لیک په پټو ضمیمو کې ورته اشاره شوې وي.

بل، په هوکړه لیک کې څلور ځایه د (Soil) کلیمه راغلې. سویل په ساده معنی خاورې ته وايي او دلته ترې دا هدف اخیستل کېږي چې هدف د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه ده، نه د طالبانو تر قلمرو لاندې ساحه. قلمرو (territory) یوه سیاسي-حقوقي اصطلاح ده چې په نړیوالو تړونونو کې کارول کېږي او د افغانستان او امریکا ترمنځ په امنیتي تړون کې د لومړۍ مادې په شمول ۱۴ مورده د «territory» لفظ کارول شوی. له دې دوه استنباطه کېږي:

۱- که افغانستان سولې ته نه رسېږي او جګړه دوام کوي، د امریکا او طالبانو تعهدات به پر خپل ځای وي او تر خپل کنټرول لاندې سیمې به د امریکا د ملي امنیت پرضد نه کاروي؛

۲- که طالبان په راتلونکي کې د سیاسي نظام برخه ګرځي، د خپل واک په ساحه کې به ترورستانو ته پناه، ویزې، پاسپورټ، وسلې او نور امکانات نه برابروي.

د افغانستان د ملي حاکمیت نقض:

د افغانستان دولت د دې هوکړه لیک په وړاندې هېڅ نړیوال مکلفیت او تعهد نه لري، خو په هوکړه لیک کې تر پخلاینې وروسته اسلامي حکومت (Post settlement  Islamic government) د اندېښنې وړ موضوع ده. که څه هم د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته د افغان حکومت، متحده ایالاتو او ناټو ګډه اعلامیه دغه ابهام له منځه وړي، خو اصولاً په هوکړه لیک کې د دغه ډول مورد ذکر کول د افغانستان د خود ارادیت حق (The right of Self-determination) سره په ټکر کې دی چې د ملت د ارادې استازولي نه شي کولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply