د پاکساني طالبانو راتلونکی

ژباړه: محمدسمیع صادق

0 633

لیکوال: محمد امیر رانا،

ډان ورځپاڼه، د مارچ ۷مه ۲۰۲۰

 په دوحه کي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي د تړون تر لاسلیک وروسته په افغانستان کي د سولي يوه بې باوره خو هیله بښونکې پروسه پیل سوې ده. د ډېریو له پېشبینۍ سره سم افغان ښکېلي غاړي  پر خپلو دريځونو کلک ولاړ دي چي په دې سره د ملي پخلایني لپاره په بین الافغاني خبرو کي د یو او بل سره د توافق کولو نرمښت ډېر کم بریښي. دا د سولي د ورانکارانو لپاره که هغه دولتي یا غیر دولتي لوبغاړي دي یو مثالي فرصت دی چي ځانونه پکښي مطرح کړي.

د امریکا تمرکز تر ډېره حده له طالبانو څخه تر دې تضمین پوري محدوحده دی چي طالبان دي له خپلو سیمو څخه بهرنیو جنګالیو ته د عملیاتو اجازه نه ورکوي.

 طالبان له دوو سترو ننګونو سره مخ دي: لمړی، تشدد داسي کچي ته را ټيټول تر څو وتوانیږي د نورو افغان لوریو سره مذاکره پیل کړي او دوهم خپله هغه ژمنه پوره کول چي دوی به القاعده او نورو خارجي جنګیالیو ته پناه نه وروکوي.

لمړۍ ننګونه خپلي پیچيدګیاني لري کوم چي تر ډېره حده په افغانستان کي دننه د امنیت او سیاسی ثبات سره ربط لري. خو دوهمه ننګونه ځکه لا نوره جدي ده چي د هغې پایلي راساً نړیوال او سیمه ییز امنیت ګواښي. د افغان طالبانو دريځ به د ګن شمېر جنګیاليو ډلو په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو، کوم چي له دوی سره شریک یا هم د دوی تر سیاسي او ايډیالوژیکي نفوذ لاندي دي، راتلونکی به روښانه کړي.

ځینو رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي دي چي افغان طالبانو و القاعده او تحریک طالبان پاکستان ته پیغامونه لېږلي دي چي په پاکستان کي د پاکستان ضد او په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو پر خلاف عملیاتونه ودروي.  د دې خبرونو تر ټولو په زړه پوري حصه دا ده چي طالبانو د داعش رهبري و دې ته قانع کړې ده چي د راتلونکو څو میاشتو لپاره دي ارامي غوره کړي. که د رسنیو دا راپورنه حقیقت ولري نو دا خبري ګڼ تعبیرونه لري.

اول، د ټولو تاکتیکي او فرقوي توپیرونو سربېره هم طالبان په افغانستان کي پر نورو جنګیالیو ډلو تسلط لري او کولای سي له دغه نفوذ څخه په بین الافغاني خبرو او هم د نړيوالي ټولني سره د جوړ جاړۍ په پروسه کي ګټه واخلي.

دوهم، د امریکا وتل او د سولي پروسه به د القاعدې او داعش سره  څه نا څه مرسته وکړي ځکه چي دواړه د امریکا په مشرۍ د عملیاتو او ډرون حملو هدفونه وه. دواړي ډلي له دې دمې په استفادې سره کولای سي چي خپل صفونه منظم او خپلي ستراتېژياني له سره ترتیب کړي. په دې موده کي به ښايي داعش هڅه وکړي خپله بیخبنا د تاجکستان او ازبکستان پولو ته انتقال کړي. په دغه سرحدي سیمو کي د سلفیانو زیات نفوس شتون لري کوم چی د داعش د فرقوي قرابت لپاره مناسب ځای دی. د افغان او پاکستاني غړو تر څنګ داعش د منځني آسیا او د چين د شينجیانګ سیمي څخه ورغلي جنګیالي هم لري. که دا ډله په انتقال کي کامیابه سوه نو پر ګڼو هدفونو ګوزارونه کولای سي.

د امریکا سره تر تړون وروسته دا لا څرګنده نه ده چی طالبان د القاعدې لپاره څه پلان لري. دوی هوکړه کړې ده چي دوی به القاعده ته د افغانستان له خاوري څخه د جنګیالیو د جلب او جذب، بسپني ټولوني، د جنګیالیو روزني او پر امریکا او متحدینو ئې د برید اجازه نه ورکوي. اما دا په څه معنی؟ أيا دا په دې معنی ده، که دغه عربی مشران له تاوتریخوالي لاس واخلي دوی ته به په افغاستان کي د پاته کېدو اجازه ورکړل سي؟  په داسي صورت کي چی طالبانو د بهرنیو اورپکو پر سفرونو د بندیز لګولو هوکړه کړې ده  آیا په يو داسي حالت کي طالبان کولای سي چي و نورو ملکونو ته د تګ لپاره د القاعده و مشرانو د تېرېدو لاره برابره کړي؟

د تحریک طالبان پاکستان او نورو وړو پاکستاني ډلو په هکله باید وویل سي چي هغوی له دې تړون څخه ډېر خوښ دي. د دوی دا خوشحالي د درک وړ ځکه ده چی دوی د افغان طالبانو د ستر مشرملا هیبت الله سره بیعت کړی دی. دوی به ښايي اوس په دې عقیده وي چي په راتلونکي کي د افغان طالبانو مشروعیت او واک  به له دوی سره هم مرسته وکړي.

 تر دې دمه تحریک طالبان پاکستان په افغانسان کي ډېر تلفات لیدلي دي، د هغوی ډېر قوماندانان په مرموزه ډول هلته وژل سوي دي. په رسنیو کي داسي حدس او ګمان کېدل چی د تړون تر مخه دا د امریکا او پاکستان تر منځ د توافق يوه برخه وه چي پاکستاني طالبان او بلوڅ اورپکي به په افغانستان کي د پناه ځایونو و جوړولو ته نه پرېښوول کیږي.

خو د پاکستاني طالبانو له ډلو څخه ځان لیري ساتل به و افغان طالبانو ته یو چېلنج وي. که څه هم د رسنیو سره په خبرو کي افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په اړه په نظر ورکولو کي متردده دي خو تل ئې له هغوی سره اړیکي ساتلي دي. دا څرګنده ده چي افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو په داخلي چارو کي هر هغه وخت مداخله کړې ده کله چي هغوی د کوم کړکېچ سره مخ سوي او یا ئې هم د رهبرۍ پر سر لانجه را منځ ته سوې وي. د تحریک اورپکو د افغان طالبانو د جګړې د میدان له قومندانانو سره هم ښې اړیکي درلودلي دي ځکه چي هغوی د سیمي ییزي اړتیاوو سره سم د پریکړو کولو اجازه درلودل.

د پاکستان په امنیتی کړیو کي ځينو داسي فکر کاوه چي د طالبانو او امریکا له خبرو سره به افغان طالبان په افغانستان کي موجود د تحریک طالبان سره پرېکون اعلان کړي، په داسي صورت کي به پاکستاني طالبان بېرته پاکستان ته ستانه سي. تېر کال په میرانشاه (شمالي وزیرستان) کی د رسنیو يوه پلاوي ته وویل سوه چي پاکستاني دولت د یوه داسی میکانېزم په جوړولو بوخت دی چی له رویه به ئې د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان او د هغه سره تړلي د نورو تحریکونه تر منځ  پرتې ستونزي حل کړل سي.

د فوج ویاند ويلي وه چي هغه  اورپکي چي بېرته راتګ او سوله ییز ژوند غواړي د هغوی به هرکلی وسي. کېدای سي دا وړاندیز اوس  اعتبار و نه لري ځکه چي د تېر کال په پرتله تحریک ډېر کمزوره سوی دی، خو که په افغاتستان کي کورنۍ جګړه زور واخلي نو هلته پاته دا ډله به د افغان طالبانو لپاره ګټوره تمامه سي.  

یو بل د تشویش وړ عامل هغه مذهبي ډلي دي کوم چي و طالبانو ته مایل او د فرقوي تمایلاتو تر څنګ له طالبانو سره تقریباً ګد نظر شریکوي. یو څو تند لاري فرقوي ډلي د بلوچستان او سندهـ په ځینو برخو کي اوس هم فعالي دي چی د هغو راتلونکی او طرحي له هغوی سره د طالبانو پر چلند منحصره دي.

په دې ورستیو کي طالبانو له تهران سره د اړیکو په رغولو کي ډېر پرمختګ کړی دی، معلومداره خبره ده چي ایران به دا و نه غواړي چي دا یاغي ډله (طالبان) دي د شیعه ضد ډلو سره فعالي اړیکي ولري. که طالبان دا تندلاري مذهبي ډلي ناهيلي کړي نو هغوی به له داعش سره يو ځای سي.

په هر ضمن کي چی وي، د پاکستان ضد اورپکو ډلو راتلونکي له دې سره تړلی دی چي افغان طالبان خپل په راتلونکي ستراتیژي کي  له هغوی سره یوځای والی یا که له هغوی څخه بېلتون په نظر کي نیسي. په دواړو حالاتو کي به اورپکي د پاکستان د داخلي امنیت لپاره یو ګواښ وي. دولت باید و دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply