د نړۍ دولس مرګوني وایروسونه 

0 825

1. Mrburg Virus
دغه وایروس په ۱۹۶۷ کال کې ساینس بوهانو وپیژاند، دغه وایرو د یوګندا څخه جرمني ته په وړل شوی بیزو د څیړونو په وخت کې له لابراتوار څخه خور شو. په دغه وایروس اخته کسانو مړینې فیصدی ۲۵ وه
2. Ebola Virus
دغه وایروس په ۱۹۷۶ کې د سوډان او کانګو هیوادو کې خپره شوه، دغه وایروس مړینی شمیر په کانګو کې تر ۵۰ فیصده او سوډان کې تر ۷۰ فیصده پوري وه. 
3. Rabies
دغه وایروس په ۱۹۲۰ کې منځ ته راغي چې تر اوسه یې په هندوستان او شاوخوا پرتو سیمو کې دولونه لیدل کیږي. د دې وایروس علاج شتون لري خو بیغوره پاتی کیدولو کې د اخته شوی انسان سل په سلو کې د مرګ خطره ده.
4. HIV
په اوسنې وخت کې شاید ایچ اي وي تر ټولو زیات مرګونی وایروس وسیږي په ۱۹۲۰ کې کله چې دغه وایروس پیژندل کیده له مخه یې د ۳۲ میلونه انسانانو ژوند اخیستي وه. دغه وایروس اوس په پرمختللی هیوادونو کې په کمیدو دي حال دا چې بې وسه هیوادونو کې مخ په زیاتیدو تر دې چې د افریقا هر ۲۵ زوانانو څخه یې ۱ دغه ویروس باندې اخته دي.
5. Smallpox
په ۱۹۸۰ کې چې کله نړیوالو صحی سازمانونو له دغه وایروس څخه د پاکې نړۍ زیري ورکړ دغه وایروس په انسانانو خپل زړه تش کړی وه. دغه وایروس له هر دریو اخته کسانو څخه د یو ژوند اخیسته. تر دې چې د 90 فیصده اصلي امریکایانو د وژني قاتل دغه وایروس دي. دا د نړۍ د سترو افتونو څخه یو چې په غالب ګمان یواځې په شلمه پیړۍ کې د ۳۰۰ میلونونو انسان ژوند اخیستي وه.
6. Hantavirus
دغه وایروس په امریکا کې منځ ته راغي چې د مرګ فیصدي يې ۳۶ فیصده وه، دغه وایروس د امریکا فوځ ته د کوریا په جنګ کې هم ستر ځاني تاوانونه اړولي وه.
7. Influenza
په ټوله نړۍ کې د دغه ډول زکام سیزن کې تقریبا ۵۰۰۰۰۰ پنځه لکه کسان ژوند تر لاسه ورکوي. په ۱۹۱۸ کې هسپانوی زکام د نړی د نفوس ۴۰ فیصده انسانانو ژوند اخیستي وه، تقریباً ۵۰ میلونه انسانان یې وژلي وه.
8. Dengue
دغه وایروس په لمړي ځل په فلیپین او ټالینډ کې منځ ته راغي. د نړی ۴۰ فیصده انسان اوس هم د ځمکي په هغه برخه کې ژوند کوي چیرته چې دغه ویروس هر کال خپل سر ښکاره کوي. دغه وایروس هر کال د ۵۰ څخه نیولي ان تر ۱۰۰ میلونه انسانانو پورې تر خپلي ولکي لاندي نیسي او بیا ترې ۲.۵ فیصده انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، یانې کم تر کمه هر کالي دغه ویروس د ۱۳۰۰۰۰ انسانانو ژوند اخلي.
9. Rotavirus
دغه وایروس بې وسه او غریبو هیوادونو کې د ۵ پنخه کالو څخه د کم عمرو ماشومانو ژوند ته مرګوني ګواښ وي. په ۲۰۰۸ کال کې د دې وایروس له وجې د ۴۵۳۰۰۰ څلور لکه او دري پنخوس زره ماشومانو ژوند اخیستي وه.
10. SARS-COV
دغه وایروس په ۲۰۰۲ کې د چين په جنوبې ولایت ګوانګ ډونګ کې منځ ته راغي. دغه وایروس خطرناک خو د خپریدو یا ناسم معلوماتو له وجې شمیر ډیر کم یاني ۸۰۰۰ چې د هغې له جملي څخه ۷۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي.
11. SARC-COV-2
دغه وایروس چې د کرونا په نوم یادیږي، له ما یې ښه پيژني.
12. MERS-COV
دغه وایروس په سعودی کې له اوښانو څخه انسانانو ته انتقال شوي او د اخته شوی کسانو له ۳۰ څخه ۴۰ فیصده پورې خپل ژوند له لاسه ورکړ. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply