چوره کېدا څه شی دی، څوک او ولي چوره کېږي؟

رحیم درمل

247

چوره هغه روغتيايي ستونزه ده چې، په هر عمر کې نارینه ته پيداکېږي. کله چې، په نس کې د کولمو يوه برخه له خپل عادي حالت څخه واوړي او بېځايه شي نو دې حالت ته  يا چوره ويل کېږي.

په بله وينا کله چې، د ځينو لاملونو له مخې د کولمو پر مخ غوړيدلې پرده سورۍ شي نو په نتيجه کې يې د کولمو يوه برخه بې ځايه او له نوموړې پردې څخه را وزي.

يوعام ډول يې مادرزادي يا دخصيو چوره دی. داچې، نوموړی حالت څنګه پېښېږي، په دې هکله د په کابل کې د ماشوم د صحت روغتون د جراحي برخې متخصص ډاکټر غلام مصطفی زمری داسې وايي:

”کله چې، د خصيې او نس ترمنځ پرده دځينو لاملونو له مخي څيرې شي، نو په نتيجه کې يې په کولموکې راټولې شوي اوبه د خصيوکڅوړې ته لار پيدا کوي چې، په دې ډول په خصيوکې يو ډول پاړسوب او درد پيداکېږي“.

د کولموچوره تر نامه پورته، تر نامه کښته او يا هم له نامه سره جوخت رامنځته کېږي.

د ماشومانو چوره کېدل که د نامه په برخه کې وي او که ترنامه لاندې وي، بېلابېل لاملونه لري، لکه دوامداره قبضيت، خواګرځی، ډيره ژړا او داسې نور.

د ننګرهار ولايت يوه مېرمن په دې اړه داسې وايي: ”زما ماشوم لومړی قبضيت و، خو وروسته بيا په چوره واوښت“.

ډاکټر زمری په دې اړه داسې وايي: ”د ماشوم ډېره ژړا ددې سبب کېږي چې، د هغه پرکولمو او مادر زادي فشارراشي او په نتيجه کې ماشوم چوره شي.

دغه ډول د ماشوم لپاره اوږد مهاله قبضيت، د صحرا ګښت پرمهال زور وهل، قوي ټوخی، له جګو ځايونو څخه ټوپ وهل او ډيره ژړا هم د چوره کېدو لامل کېدای شي، خو په غټانو خلکوکې دواړه ډوله چوره يوډول لاملونه لري“.

د ننګرهار ولايت يوه مېرمن په دې باب داسې وايي: ما ته د لنګون پرمهال ” دايه “ وويل چې، زور وواهه، هغه وچې، له دې امله مې د نامه برخه چوره شوه“

ذبيح الله چې، يو موټرچلونکی دی په دې اړه داسي وايي: ”يوه ورځ مې د موټر ټاير پورته کړ چې، په هغه ورځ چوره شوم.“

ډاکټر زمری په دې باب داسي وايي: ”د درنو شيانوپورته کول، پړمخي لوېدل او داسې نور په لويانوکې د چوره کېدو سبب کېږي.

روغتيايي کارپوهان وايي چې، د چورې په حالت کې دکولمې يوه برخه له خپلې اصلي کړۍ څخه وزي او د سوري شوي پردې په خالي ځای کې ننوزي.

له دې امله په کولمه کې يو ډول بندوالی پيداکېږي چې، په دې ډول وينه او اکسېجن دکولمو ټولو برخو ته نه رسېږي.

د چورې پر مهال د درد او پاړسوب کچه د کولمو پرمخ د پردې د سوري په اندازې پورې اړه لري.

که چېري سوری لوی وي، نو ستونزې هم ډېري وي او که کوچنۍ وي نو ستونزې يې هم لږې وي، خو د وخت په تېرېدو سره کېدای شي چې، دغه ستونزې ډېرې شي.

په دغه وخت کې ناروغ ته سخت درد او کېدای شي چې، د هاضمې ستونزې هم پيداشي.

يوه مېرمن چې، ماشوم يې په کابل کې د صحت طفل په روغتون کې د چورې له امله بستر دی، ددې ناروغۍ د نښو نښانو په اړه داسې وايي: ”زما د ماشوم له نامه سره پاړسوب پيدا کېږي

.چوره که دوجود په هره برخه کې وي، نو څرګندې نښې لري، د بېلګې په توګه که چېري چوره په نس کې وي نود نس په پورته ياکښته برخه کې او ياهم له نامه سره وي، يوډول پاړسوب پيداکېږي.

که ددغه پاړسوب برخه ورو ورو وموښل شي، نو بيرته خپل عادي حالت ته راګرځي، خو کېدای شي چې، دغه پاړسوب بيرته پيداشي“.

ډاکټر زمری په دې اړه داسي وايي: ”د چورې لاملونه په ماشومانو او لويانوکې يو ډول وي.

مثلاً چوره شوې برخه له رنګه شنه اوړي، پاړسوب پيداکوي چې، د وخت په تېرېدو سره يي پاړسوب ډېرېږي“.

اوس پوښتنه داده چې، د ناروغۍ د نښونښانو په ليدوسره بايد څه وکړو؟ په دغسي يوه حالت کې ځينې خلک کورني علاج ته مخه کوي.

يوه مېرمن چې، د پروان ولايت اوسېدونکې ده داسي وايي: ” موږ د چوره ناروغ د درملنې لپاره په يوه دېګ کې دڅارويوخوشايي سوځوو، بيا په لندو شويو اوړو سره د دېګ خوله بندوو، وروسته دېګ پر

چوره شوې برخه باندې سرچپه ږدو اوکه دکوم ماشوم نوم چوره شوی وي، نويوه د وسپنې سکه يې په ګېډه پورې ورتړو“. خو ډاکټر زمری بيا دغه تجربې نه مني او وايي:

”که چېري لويان او يا ماشومان چوره شي، نو خامخا دې ډاکټر ته ولاړ شي“.

خو اوس پوښتنه دا ده چې، څنګه کولای شو د ماشومانو اولويانو د چوره کېدو مخه ونيسو؟ ډاکټر زمری په دې باب وايي:

”ميندي او پلرونه بايدخپل ماشومان ټوپ وهلواو ډېرې ژړا ته پرې نه ږدي.

لويان بايد درانه شيان پورته نه کړي اوکه چېري يې پورته کوي، نوبايد په دواړو لاسونو يې پورته کړي.

که چېرې ماشومان قبضيت لري او يا ډېر ژاړي، نو بايد ژر ډاکټر ته يووړل شي. ماشومان بايد له لوړو ځايونو څخه ټوپ ونه وهي، د صحرا ګشت پروخت بايد ډېر زور ونه وهل شي.

دغه ډول دې د ماشومانو له وهلو ټکوله څخه هم ډډه وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.