افغانستان ولې د امریکا تر ټولو لوی ستراتېژیک ناورین دی؟

لیکوال! مایکل هیرش لیکوال! مایکل هیرش - ژباړن! خالد الفت

0 733

د پامپیو پلان چې له یاغي طالبانو سره سوله وکړي، د هغه ټولې غمیزې یادونه ده، چې په افغانستان کې غلط شوي. د جنوري په 2002 کې، کله چې طالبان له کابل کندهار او نورو لویو ښارونو څخه په ویره کې وو، زه بیرته افغانستان ته لاړم چې د هغوۍ په اړه راپو جوړ کړم. یوازې په اوو اونیو کې د نړۍ یوازیني ځواک د افغانستان اسلامي حکومت رانسکور کړ. لیرې هدف ویشتونکي بمونه وغورځول شول. داسې بریښېدل, چې بې ځایه طالبان له بل ځای څخه راځي. دا هغه شېبه وه چې “نولسمې پیړۍ د یوویشتمې پیړۍ سره ولیدل ” وروسته د دفاع وزیر ډونالډ رمسفیلډ لیکلي. کله چې زه ورغلم، هلته د طالب جنګیالیو لوری نه وو معلوم ، او داسې بریښېدل چې دغه هیواد پراخ خلاص او په عملي ډول یې له امریکایانو غوښتنه کړې چې دا ونیسئ. کله چې ما د جنګسالارانو څخه پوښتنه وکړه, چې کوم څه کولای شي چې سوله خوندي وساتي، په ټوله کې مې یو ځواب تر لاسه کړ او پورته اسمان ته یې اشاره وکړه او ویې ویل چې هغه کولای شي.

یعنې یوازې الله ج افغانستان ته سوله راوستی شي. په واشنګټن کې دا خبره یا وینا مشهوره او په اعصابو حاکمه وه, چې افغانستان ته تګ تل د ناکامۍ په معنی دی او بس! د ناټو په عمومي او متحده ایالاتو يه ځانګړي ‌ډول اتلس کلن جنګي سفر په افغانستان کې په وینو کې د حرکت په څېر وو بل څه نه وو نو د جمعې په ورځ پامپیو ټویټ وکړ چې امریکا له طالبانو سره حوړجاړي ته رسېدلې ده, چې دوی به په ټول افغانستان کې مرګ ژوبلې کموي، او اعلان یې وکړ چې د سولې مذاکرات به هم ژر تر ژره پیل شي. په ټوله کې یو چا هم د طالبانو او امریکا په یو ځای کېدلو کوم شکایت نه درلود هغه څوک چې په افغانستان کې یې ډېرې سیمې په لاس کې دي، او د یو غټ قوت په سترګه ورته کتل کېږي او کېدای شي چې بېرته د هیواد واک په لاس کې واخلي. امریکا ولې افغانستان ته ولاړه؟ ایا دوئ مجبور وو ؟ دا خبره ممکن تاسو ته ځیني هوښیار سټراټیژستان وواي, چې نه محبور نه وو.

خبره دا ده, چې د افغانستان د ناورین مهم علت هم ځینې ړانده مقاله لیکونکې پوهان او لیکوالان دي, چې په عراق کې یې د انحلال ملاتړ وکړ او دوی تر نن پورې هغه خبر نه مني چې د بوش ویاند سکاټ مک کلین کړې وه, چې د پېچلتیا وړ په نوم یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو غلطه ستراتیژیکه پرېکړه عراق او افغانستان ته تګ وباله. یو شمېر نظامي تاریخ پوهان او لیکوالان، په شمول د «The Dragons and the Snake»په نامه د نوي کتاب لیکوال وایي په قناعت سره استدلال کولای شي چې څنګه افغانستان د غرب سره مبارزه زده کړه په داسې حال کې چې دا هیڅکله اسانه نه وه.

لږ تر لږه واشنګټن اوس کولای شي چې د دومره وینو په تویولو او دومره پیسو او وخت په مصرف کولو په افغانستان کې په ډېره اسانه توګه ارامي راولي. که چېرته ورته توجه وکړي او وغواړي, ممکن ده. کلیکولن یو امریکایي سرتېری چې په عراق او افغانستان کې یې په جګړه کې برخه اخیستې او په بهرنیو چارو وزارت کې یې د تروریزم په وړاندې د همغږۍ په ریاست کې هم دنده کړې وایي؛ یوه خبره چې ډېره مشهوره ده خلک وایي چې موږ خپله سترګه له توپ څخه واړوله . خو موږ (امریکا) هیڅکله دا درک نه کړه چې دلته توپ شته. کله چې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ډیورنډ د کرښې ها خوا د کوټې شورا د طالب مشرانو د استحکام لپاره را کوزېدل پیل کړل. د بوش اداره ۱.۴ میلان لري وه ځکه چې عراق کې یې وضعیت ښه نه وو. د بوش اداره وروسته له هغه د اټکل له مخې ناکامه شوه, چې ګواکې ډله ایزې وسلې او له اسامه سره اړیکه لري.

دا هغه وخت و چې امریکایي پوځیانو په عراق کې د بلواګرۍ په وړاندې مبارزه کوله . په ورته وخت کې, ما چې افغانان ولیدل د بهرنۍ مداخلې لپاره بیدار وو او د متحده ایالاتو د وتلو په پایلو پوهیدل. د لویي جرګې مشر اسماعیل قلمیار راته وویل کله چې واشنګټن مجاهدین د شورویانو پروړاندې تمویل کړل او بیا یې په اسانۍ پریښودل (نو طالبانو وطن ونیو). کله چې زه هلته وم افغانانو ولیدل چې د دوی لپاره د فرصت یوه کړکۍ پرانستې وه او دا چې افغانستان اوس د نړیوالې ټولنې ماشوم دی هر څوک پوهېږي چې په نړۍ کې اصلي د قوت کتله څوک ده. د ګیلانیانو کورنۍ چې د طالبانو مخالف وو راته وویل, چې متحده ایالات یوازینی هیواد دی چې د طالب په ماتولو او زمونږ هیواد به بېرته راکولو کې مرسته کولی شي.

کلیکولن هم وایي, چې ورته غوښتنه د هر غیر طالب وه او غوښتل یې د معاش په مقابل کې د له مونږ سره کار او مرسته وکړي. دا هغه وخت وو, چې طالبان تیت و پرک وو او ډېری یې کورونو پاکستان ته تللی وو. د کویټې شورا یې رامنځ ته کړه. په ۲۰۰۴ کې شورش پیل شو او په ۲۰۰۵ کال کې حالت په خرابېدو شو او موږ په لومړي پړاو کې ډېر پوخ سیاسي دریځ درلوده خو دا تر هغه وخت ارزول شوی وو تر څو چې بارک اوباما ټاکل کېدی. اوباما او د هغه ټیم په ۲۰۱۰ کې په دې اړه زیات بحثونه سره وکړل, چې بېرته ۲۰۱۵ کال کې طالبانو د کندوز ولایت ونیوی په هغه سره د ښاري سیمو او په خپله د کابل امنیت له ګواښ سره مخ شو. په حقیقت کې هغه څه چې موږ د بدنام افعانستان په نامه په بحثونو کې له لاسه ورکړل د پنټاکون پټ تاریخ چې د افغانستان اتلس کلن جنګ په نامه تېر کال واشنګټن پوسټ نشر کړ او روښانه یې کړه, چې مونږ ته افغانستان هیڅکله یو دوامداره تاریخ نه وو. مونږ له پاره د افغانستان شخړې دوه اړخونه لرل:

یو: دا چې متحده ایالاتو د بوش په مشري ډېرې سرچینې او انرژۍ له لاسه ورکړې حتا ثبات لرونکي امریکایي ځواکونه یې لکه د پښتو او دري ژبو ځانکړي عملیاتي واحدونه عراق ته واستول. دویم: چې واشنګټن په ناڅاپي ډول د طالبانو بېرته راستنېدو ته بیدار نه شو او په بې پروایي سره یې پیسې او سرتېرې په داسې ستونزه کې و غورځول چې د مخه یې د کنټرول څخه بهر و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply