نوی کال

احسان احسان

0 842
نن د کال وروستۍ ورځ ده. تېر سره د حساب او راتلونکي ته د پلان جوړولو ورځ. موږ د نظم، وخت نه ضایع کولو او په خپل وخت د کارونو ختمولو لپاره یوه سالم پلان ته اړتیا لرو، چې همدا نن د دې کال په ختمېدو او سبا د یوه بل نوي کال په پیلېلدو باید جوړ او پیل شي.موږ تاریخ ځکه لولو، چې له تېرو زمانو، پیښو، خلکو او د خلکو له پریکړو ګټه واخلو. ښې او بدې نقطې یې نوټ کړو او د هغوی له تجربو خپلې تجربې غني کړو. همداشان زموږ تېر کال هم موږ ته همداسې یو تېر تاریخ دی، چې خپل کارونه، فکرونه، پریکړې او تجربې پکې نوټ، راټولې او محاسبه کړو؛ څه مو ښه کړي، څه بد، کوم ګټور او بې ګټې وختونه مو تېر کړي، څومره عقلي او مفادي پرېکړې مو کړي او کوم کوم مثبت اعمال مو ترسره کړي، چې نوي کال ته هم باید ترسره شي او نور ټول هغه چې موږ ته بې ګټې وــ پرېږدو، حتا هغه اړیکې هم، چې زموږ وخت یې وژلی، تاواني کړي یې یو او هېڅ ګټه یې نده راته کړې.

د یو څه پرېښودو او نويو نیولو فیصله به راته سخته وي، خو کله چې موږ ته د خپل تېر کړي وخت (کال) نتیجې اهمیت ولري، بیا هم نوې پریکړې کوای شو او هم تغیر منای او قربانۍ ته تیارېدای شو؛ هغه که مادي او زماني وي، یا معنوي او ذوقي. موږ ځينې کارونه د ارواپوهانو په مشورو د ځان خوشالوو لپاره کوو او ګټه یې بولو، خو هغه ټولې چارې، اړیکې او پریکړې چې زموږ د کلني پلان په نتیجو منفي تاثیر لري، راته ګټور نه دي، بلکې هسې چټي مو سرته رسولي او مفت ورته حوشال یو. زه نه وایم، چې تفریحې کارونه، اړیکې او خاطردارې پریکړې بې ګټې دي، خو دا ضرور وایم، چې ټول یې هم ګتور نه دی، غور او ریښتیني انتخابول او بیلول یې اړین او هغه کار دی، چې زموږ په کلنۍ نتیجه مستقیم تاثیر لري او دا هماغه نقطه ده، چې له وجې یې موږ باید پوره جدي وه اوسو.

د پلان جوړول او طرحه کول هم آسان دي، لکه خیالونه ژر ژر یې په ذهن کې تېروای او خوښوای شو، خو څه چې سخت دي، هغه ورته ژمن پاتې کېدل، جدي اوسېدل او د هغه خوښیو لپاره دوامدار او سخت کار(محنت) دی، چې د جوړولو په وخت مو خیال کې تېر کړي. همدا د هرې ورځې جدیت، سخت کار او دومدار جاري ساتل مو مستقیم د کلنۍ نتیجې ورځنۍ لاسته راوړنې دي، چې باید مس یې نکړو.
زه چې څومره ځان او خپل دوستان ګورم، په کلنیو نتیجو یې یوه لویه اشتباهي سایه د دې پرته ده، چې د نن کار سبا ته پرېږدي، فکر کوي کال اوږد دی ــ بیا به شي، خو همدا ده چې د کال په اوږد ګڼلو او دا خبر ذهني قبلولو د ده دا عادت، چې د نن کار سبا ته پرېږدي، هم نور پسې اوږدېږي او د کال پای و د ده همدا فکر جوخت په وروستۍ ورځ سره یوځای کېږي؛ نو بیا ګوري چې، نه کار شوی وي او نه هم کال هغسې اوږد وي، څنګه به چې ده/دې باله.
پلان جوړولو کې نړیوالې ورځې، خپل ذوقونه، اړتیاوې او لیونۍ مینه په پام کې نیول په کار دي. هغسې چې څنګه واقعیت وي باید جوړ او ډیزاین شي. په همدې دقیقه خیالي او ارماني اوسېدل او بیا راتلونکو کې بې وسي د کال په وروستیو نتیجو مستقیم اغیز لري او د راتلونکي کال تاثیر هم د همدې کال نتیجه ضرور ځان سره لرلای شي. فرضاً یو څوک داسې ذوق او عادت لري، چې وخت، توجه او مصرف یې نیسي، باید په پلان کې هم دا ولري او پاس یاد ټول یې د برخې په شکل ور بیل کړي، کنې بیا د پلان عملي کولو پر وخت ورته خنډ کیږي او ځنډوي/تاواني کوي یې. د مثال په ډول یو کس د سګریټ څکولو، موسیقۍ اورېدلو، فلم کتلو او یا کرکټ لوبې شوقي او عادتي دی او دی په خپل پلان کې ټول کارونه داسې تنظیموي، چې دا پکې هیروي او هېڅ وخت نه ورته ټاکي، ښکاره ده چې ټکر یې تر منځ واقع کیږي او پلان یې ټکنی کېږي. بیا که څوک دا نکوي، نو تر هغه دې له پلان نه نه باسي، چې له خپلو عادتونو، ذوقونو او ذهنونو یې نه وي باسلي. داسې چې یو کس دې یو ځل سګریټ، فلمونه او کرکټ وار له مخه له ځانه په باوري ډول لرې وغورځوي، بیا دې پلان کې نه نیسي، کنې خطر او ټکر سره ضرور مخ کیږي. موږ چې د پلانونو په دا منځ منځ کې ګډوډېږو علت یې همدا دی.همدا اوس جګ شه، په تېر دې حساب وکړه، راتلونکي ته پلان جوړ که. له تجربو ګټه واخله، غلطۍ بیا مه تکراروه، کلنۍ نتیجې جدي ونیسه، په همدې جدیت عبث شیان له ځان و پلان لرې کړه، پلان جوړولو کې واقعبین اوسه، بیا وګوره چې نوی کال دې له دې یوه سره په څومره توپیر او لویو لاسته راوړنو خپلوې. بس همدا څه وکړه او یو متفاوت انسان شه. یاد لره، د نوي کال لمانځلو همدا راز دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply