کورونا وایرس، په چین او سیمه یې اقتصادي اغېزې

لیکوونکی: احمد احدي

0 556

لیکوونکی: احمد احدي

د کاردان پوهنتون د اقتصاد څانګې د ماسټرۍ زده کوونکی

۲۰۲۰ مارچ ۲۶ کابل، افغانستان

لومړۍ برخه:

بشری ناورين

کورونا وايرس په لومړي ځل د تېر ۲۰۱۹م کال په ډسمبر میاشت د چین په وهان ښار کې پیدا شو. تر دې دمه یې په چين او نوره نړۍ کې خورا زیات اقتصادي، مالي او ځاني زیانونه اړولي. یاد وایرس ځکه کورونا وبلل شو چې تاج ته ورته شکل لري.

کورونا ناروغي اوس تقریباً ټولې نړۍ ته خپره شوې او د روغتیا نړیوال سازمان ياده ناروغي وبا وبلله چې تر دې دمه په نړيواله کچه د یادې ناروغۍ ۴۷۱۸۰۲ پېښې ثبت شوې دي چې له یادې جملې ۲۱۲۹۷ تنه مړه شوي او ۱۱۴۷۰۳ تنه هم له روغتون رخصت شوي دي.

د کورونا ناروغۍ ډېرې پېښې په چین، ایټالیا، امریکا، هسپانیا، جرمني ،ایرن، فرانسه، ، سوېزلېنډ، برېتانیا، شمالي کوریا، هالنډ، اآستریا، بلجیم، کاناډا ، ناروې، پرتګال، آسټرالیا، برازیل، سوېډن، ترکیه، او اسرائیلو کې ثبت شوې دي چی نوملړ يې په لاندې ډول ترتیب شوی دی.

ياددښت: په لاندې جدول کې هغه ملکونه ياد شوي چې د کورونا ناروغۍ له ۲۰۰۰ ډېرې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي. یادې شمېرې په چټکۍ سره د بدلون وړ دي.

 له کورونا ناروغۍ سره د نړۍ ګڼ شمېر نور هېوادونه هم لاس او ګرېوان دي چې موږ پورته څو هېوادونه د بېلګې په ډول یاد کړي او په پورته هېوادونو کې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي. له بده مرغه چې زموږ ګران هېواد افغانستان هم له يادې ناروغۍ په امان نه دی پاتې شوی او تر اوسه ۸۰ مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.

پورتنۍ شمېرې همدا نن د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ‎تايید او خپرې شوې دي چې یاده ناروغي د نړۍ ۱۹۶هېوادونو ته غزېدلې ده.

دويمه برخه:

اقتصاد:

یادې ناروغۍ د چین او نړۍ له اقتصاد سره څه وکړل؟

په نړۍ کې تر دې وړاندې داسې نورې وبا ناروغۍ هم ثبت شوې دي او ځینې بیا یوازې د اقتصادي جګړې لپاره هم کارول شوې دي.

نو ویلای شو که له یوې خوا کورونا بیولوژیکي ناروغي ده له بلې خوا ښکاره اقتصادي جګړه هم ورته ويلای شو. کورونا ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د راکړې ورکړې ټول کارونه په ټپه درولي چې په دې سره یې د نړۍ اقتصاد ته تر دې دمه ستر زیان رسولی دی.

موږ دلته د چین هېواد پر اقتصاد خبرې کوو چې د کورونا ناروغۍ له کبله څومره زیانمن شوی دی. چین د نړۍ دویم اقتصادي ځواک دی، د لومړي ځل لپاره یې اقتصاد دومره ټیټ شوی چې چا يې تصور هم نه شو کوی او یاد حالت یې د ۲۰۰۸م کال له مالي کړکېچ (بحران) څخه څو ځلې بدتر دی چې یاد حالت اوس په تدریج سره ټولې نړۍ ته د خپرېدو په حال کې دی. یادې څرګندونې د اسیايي بحیرې د دارایۍ او پانګونې مشر  Andrian Zuercher (انډرین زیورچر) له CNN ټلویزون سره په مرکه کې بيان کړې دي.

د کورونا ناروغۍ له کبله د چين د اقتصادي زیان په اړه د احصایي ملي اداره وايي:

د تېر۲۰۱۹ م کال په پرتله په جنوري او فبروري مياشتو کې د چین په بازارونو کې اوس مهال پرچون پلورنه  ۲۰،۵ سلنه ښکته شوې او همدارنګه يې صنعتي تولید ۱۳،۵ سلنه او د شتمنۍ ملي پانګونه ۲۵ سلنه را ټیټه شوې ده. د شنونکو د خبرو له مخې سږ کال پورتنۍ درې واړه چارې په بې ساري ډول ښکته شوې دي چې چین هېواد اوس د تولید له کمښت سره مخ شوی دی.

د چین هېواد د پلازمېنې د اقتصاد په اړه ستر اقتصاد پوه جولين ایونز پریچارډ Julian Evans Pritchard وایي:

د فبروري میاشتې موندنې نسبت جنوري میاشتې ته په نه باور لرونکي ډول ښکته شوې دي چې ښايي دا چاره په مارچ مياشت کې نوره هم زیاته شي.

همدا راز د مکیوري ګروپ Macquarie Group لپاره د چين اقتصادي کارپوه لاري هو Larry Hu وویل:

 زما غوره اټکل دا دی، د چین د ۱۴ټرېلیون ډالرو اقتصاد به د سږ کال په لومړۍ ربعه کې ۶ سلنه د تېر کال په پرتله قرارداد کړی شي چې دا کار په تېرو ۵۰ کلونو کې په لومړي ځل د چین هېواد له اقتصاد سره کېږي. نوموړي زیاته کړه چې چین وروستی ځل په ۱۹۷۶م کال کې له کمېدونکي اقتصاد سره مخ شو چې دا کار د کمونېست ګوند مشر ماو زيدونګ Mao Zedong له مړینې سره سم دی چې د یوې اوږدې لسیزې ټولنیز او اقتصادي جنجال یې پای ته ورساوه.

اوس خبره دا ده چې د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چین اقتصاد په بېساري ډول ښکته شوی چې کېدای شي د یاد هېواد   GDP( ناخالص کورني محصول (GDP) چې د ټاکل شوي مودې په جریان کې د هېواد د ننه تولید، جوړ، او ټولو چمتو شوي توکو او خدماتو مجموعي پولي یا د بازار ارزښت ته ویل کېږي. د عمومي کورني تولید د پراخې پیمانې په توګه، دا د هیواد اقتصادي جوړتیا/ځواک پراخ سکورکارډ (امتیازي کارت) په توګه فعالیت کوي) هم په حیرانېدونکي ډول ښکته راشي.

د چین د اقتصاد په اړه موندنې ښیي چې له دې ټولو زيانونو سره سره به هم چین وکولای شي خپل اقتصاد بېرته لوړ کړي، ځکه هغوی به بیا هم دا هڅه کوي چې بهرنیو پانګې اچونې کمپنیو ته د پانګې اچونې اجازه ورکړي او خپل تولید لوړ کړي او په دې اړه د احصايې ملي اداره وایي:

 چین په خپل پلان کې بېلابېلې تګلارې لري لکه د سود بیه کمول، د مالیاتو کمول، په کرایي ځایونو د مالیې کمول او شغلي کارونو ته بیا زمینه برابرول دي. په دې اړه شنونکي باور لري چې؛ اصلي حالت ته به ستنېدل دومره اسانه نه وي ځکه له یوې خوا کورونا وایرس ټولې نړۍ ته د خپرېدو په حال کې دی چې دا کار به د چينایي توکو مصرفوونکي په خورا لوړه کچه راکم کړي او له بلې خوا به د بېکارۍ کچه تر بل هر وخت لوړه او لوی چلنچ وي چې بېرته خپل لومړي حالت ته وګرځي.

په چین کې اوس مهال هم د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر میاشتې په پرتله په ۲۰۲۰م کال د بېکارۍ کچه له ۵،۲ سلنې څخه ۶،۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

اقتصادي ستر کارپوه ایريس پنګ Iris Pang ګارډین ورځپاڼې ته ویلي:

 د چین اقتصاد په څو لسیزو کې یاد حالت ته رسېدلی دی چې کېدای شي بېرته به يې اصلي حالت ته ستنېدل، ډېر ستونزمن وي او ډېر وخت به وغواړي. نوموړي زیاته کړې، د کورونا ناروغۍ له امله به ډېر ژر په ټوله نړۍ کې اقتصادي غوښتنه په ټپه ودرېږي، فابریکې به خپل تولیدات ودروي چې دا کار به د نړیوال اکمالاتي ځنځیز Global Supply Chain د ماتېدو لامل شي او همداراز به پرچون پلورنې هم ډېرې کمي شي ځکه چې کورونا وايرس د چین لویو لویو ښارونو ته هم د خپرېدو په حال کې دی او خلک هم بازارونو او هوټلونو ته له تګ راتګ ډډه کوي.

چین په تېرو ۴۰ کلونو کې خورا زیاته اقتصادي وده کړې چې له همدې کبله اوس د نړۍ دوهم اقتصادي پیاوړی هېواد دی. چین  چې د امریکا د $20.5 tn جی ډی پي GDP په پرتله $13.6tn جي ډي پي GDP په لرلو سربېره ۷سلنه کلنۍ وده لري د نړۍ دوهم اقتصادي ځواک دی چې بیجینګ یې د نړۍ ستر تولیدي ښار دی او په تېر ۲۰۱۹م کال یې ۱۸سلنه تولیدي وده کړې وه او په چټکۍ سره یې د متحده ایالاتو سوداګریزو خدمتونو ته ځان ورساوه.

چین تل هڅه کوي بهرنۍ کمپنۍ په خپل هېواد کې پانګونې ته جذب کړي. ډېری وخت ځينې کمپنۍ چې خپل تولیدات پیلوي لومړی چین ته ځي او له هغې ځايه پانګونه پیلوي ځکه په چین کې د کار کوونکو حق الزحمه نسبت نورو ملکونو ته کمه او له بل لوري د ماليې ښې تګلارې لري. په چین کې اوس ډېری کمپنیو خپل کارونه په ټپه درولي، په میليونو خلک په کورونو کې قرنطین شوي دي چې د چین پر اقتصاد د ياد اقدام اغېزې له ورایه ښکاري.

د بیجینګ د احصایې د راپور له مخې د چین اقتصاد تېرکال ۶سلنه پرمختګ یا وده کړې وه چې په تېرو دېرشو کلونو او ۲۰۱۰م کال یې ۱۰،۲ سلنه پرمختګ یا وده کړې وه هم ټیټ و، خو ډېری شنونکی په دې باور دي چې کېدای شي د چين اقتصادي پرمختګ یا وده په لومړۍ ربعه کې له ۵ سلنې هم ټیټه شي خو د چین د ټولنیز ساینس اکاډمۍ یو تن Caijing Magazine کایجن مجلې ته ویلي دي چی کېدای شي د چين اقتصاد  GDPسږ کال یوازې ۵سلنه وده وکړي خو د دې شونتیا هم شته چې له ۵ سلنې هم ټيټه شي.

په چین کې د روان کورونا وايرس له کبله کومه سوداګري ډېره کمزورې شوه؟

په چین کې بېلابېلې سوداګرۍ په خورا زیاته کچه را ټیټې شوې دي چې موږ یې ځينې د بېلګې په توګه يادوو.

د کمپنیو تولیدات په روښانه ډول کم شوي، د پانګونې بهرنیو کمپنیو خپل فعالیتونه کم کړي، پانګونه په ټپه درېدلې، د هوایي حریم پروازونه هم په ټپه درېدلي چې له دې سره د هوټلونو بوک کېدل (نیول) او د نوي کال په را رسېدو سره چين ته د سیلانیانو ورتګ بیخي بند شوی و چې په دې کار سره په چین کې کارکوونکو ته پرته له حق الزحمې رخصت ورکړل شوی دی.

د پلازمېنې بیجینګ لوی اقتصاد پوه، نيل شیرینګ Neil Shearing د ګارډین ګرافیک Guardian Graphic ورځپاڼې له قوله نړیوال بانک ته ویلي دي:

چین ته د ورتلونکو مسافرو او سیلانیانو ورتګ د تېر ۲۰۱۹م کال په پرتله ۵۵ سلنه کم شوی دی،. نوموړی زیاتوي چې تېر کال د ډسمبر میاشتې تر پایه چين ته ۱۷۳ میليونه سیلانیان راغلي وو چې د یو ټریلیون ډالرو څلورمه برخه یې مصرف کړې وه.

چین چې د نړۍ د اومو توکو ستر تولیدوونکی هېواد دی اوس مهال په دې هېواد کې د ډېری کمپنیو تولیدات د سقوط په حال کې دي چې له دې جملې د کافي جوړولو سترې کمپنۍ سټاربکس Starbucks له ۴۰۰۰ پلورنځیو یوازې ۲۰۰۰ پلورنځي فعالیت درلوده چې یادو پلورنځیو هم د تېرې فبروري میاشتې په نهمه نېټه خپل تولیدات ودرول.

همداراز اپل کمپنۍ چې له اته سوه تولیدونکو پلورنځابنو يې ۲۹۰  یوازې په چین کې په تولیداتو بوخت دي د خپلو ۴۲ پلورنځیو د تړلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دوی به هم په یاد هېواد کې ډېر ژر خپل تولیدات ودروي او همداراز یاد هېواد د نړۍ ۹ سلنه ټلویزيونونه تولیدوي چې یاد تولیدات اوس د سقوط په حال کې دي.

د DHL Resilience index 360 لوجستیکي کمپنۍ له قوله ۵۰ سلنه د ټولو موټرونو تولیدي کمپنۍ په وهان ښار کې دي او ۲۵ سلنه نورې ټکنالوژۍ يې هم د سیمې پر هېوادونو پورې تړلې دي چې تېره اونۍ يې د اومو توکو د کمښت خبر ورکړی دی.

Levis د جامو جوړولو تولیدي کمپنۍ چې څو میاشتې وړاندې یې په وهان ښار کې د جامو تولیدولو تر ټولو لوی پلورنځی پرانيست خو اوس مهال یې خپل نیمایي تولیدات درولي چې له دې سره چین اوس له ځان سره د نړۍ ۳ سلنه خرڅلاو لري. که څه هم په تېرو څو لسیزو کې دا تر ټولو بد حالت دی خو بیا هم یاد هېواد ځکه خپل اقتصاد لوړوی شي چې له مخکې یې د تګلارې بدلېدو ته شین لایټ ورکړی دی.

 Mao Shengyong د احصایې ملي ادارې ویاند یوه خبرې کنفرانس ته وویل:

چین د کورونا ناروغۍ پر وړاندې تر ټولو پياوړي امکانات کاروي څو یاد پانډيميک ته د پای ټکی کېږدي او له بلې خوا یې په مالي سېسټم کې د لاندې تګلارو د بدلون خبر هم ورکړی. د مالیاتي تګلارې بدلون، د دولت د لګښتونو اندازه لوړول، په پور د ګټې کچه ټیټول، د کار او بار اسانتیا برابرول او د دندو د ساتلو او بیمې خبر ورکړ.

نوموړي زیاته کړه: دولت په مارکېټ کې د زیاتې پانګونې مخه نیسي، څو د لګښت کوونکو لپاره بيې نورې هم را ټیټې شي. چین مرکزي بانک په فبروري میاشت کې په سل ملیارد ین چې $14.3bn ډالره کېږي په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کړی دی، څو وکولای شي بیې کنټرول او خپل مالي سېسټم نور هم پياوړی کړي.

همداراز مرکزي بانک ویلي دي: هغه نغدې پیسې چې د ذخیرې په ډول کارېدلې دي، د دوی د نوې تګلارې له مخې به را کمي شي چې یاد اقدام به 550bn ین چې $78.6bn ډالره کېږي خپل مالي سېسټم ته اضافه کړي.

د یاد هېواد د احصایې ادارې د نورو اقتصادي تګلارو د بدلون خبر هم ورکړی دی چې تسهیلاتو د بیو کمول، د مالیاتو کمول او د سوداګرو لپاره د کرایو ټیټول په کې شامل دي.

د چین مرکزي بانک ژمنه وکړه چې د اړتیا په صورت کې به نورې پیسې هم مارکېټ ته وړاندې کوي څو وکولای شي پانګونه نوره هم پیاوړې کړي، چويليوا Choyleva زياته کړې ده: که څه هم یادې پیسې ډېرې زیاتې او ارزانه دي خو د دوی هدف یوازې دا دی چې زومبي کمپنۍ له ماتېدو وساتي.

د New York Times ورځپاڼې له مخې د ټولې نړۍ Stock Market په یو غیر نورمال حالت ټیټ شوی دی چې یادې اغېزې له ۲۰۰۸م مالي کړکېچ (بحران) څخه په مراتبو بدتر دی.

یاده ورځپاڼه زیاتوي چې په اروپا کې د برېتانیا FTSE100 مارکېټ ۳سلنه د جرمني  DAX مارکېټ له ۴ سلنه زیات، په اسیا کې د جاپان Nikkei225 ۳،۷ سلنه، د شمالي کوریا KOSPI 3.3$ او همداراز د چین شانګهای سټاک مارکېټ ۳،۷ سلنه راټیټ شوي دي.

په لاندې جدول کې راښیي چې په دې اونۍ کې څه ډول او ‎کوم شاخصونه راښکته شوي دي.

Percentage  Country Stock Market No
11%  United states of America S&P 1
12%  United states of America Dow Jones 2
11%  The Great Britain FTSE100 3
12%  Germany DAX 4
8%  South Korea KOSPI 5
4%  Hong Kong Hong Seng Index 6
10%  Japan Nikkei 7

پورتني معلومات له New York Times ورځپاڼې را اخیستل شوي دي.

پر همدې ډول ویلی شو چې تقریباً په ټوله نړۍ کې بیې په غیر نورمال ډول روانې دي چې په اسیايي هېوادونو کې د یوه بېلر تېلو ارزښت له ۴۰ډالرو ۲۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی.

ګارډین ګرافیک ورځپاڼه دRefinitive Advertisement  له قوله لیکي: په 2002-3 کلونو کې د سارس ناروغي (Severe Acute Respiratory Syndrome) چې د نړۍ په اووه دېرشو ملکونو کې خپره شوه، له اتو زرو زیات کسان پرې اخته او د ۷۵۰ تنو په شاوخوا کې مړینو لامل شوه. د ځینو راپورونو له مخې یې د ټولې نړۍ اقتصاد ته له ۳۰ تر ۵۰ ملیارډ ډالرو زیان واړاوه چې د کورونا وایرس له سارس SARS ناروغۍ شپږ ځلې زیات خپرېږې نو زیانونه به یې هم په مراتبو زیات او سخت جبرانېدونکي وي.

د یاد وایرس له دوام سره به د نړۍ ټولې تولیدي کمپنۍ خپل کارونه دروي چې یاد کار به د نړۍ د اکمالاتو ځنځیر World Supply Chain له یوه تاریخي ماتېدونکي حالت سره مخامخ کړي.

پای

سرچینې: 

  1. Ed Holt (Mar 16 2020), Why Rich Countries must Protect Developing Nations from Coronavirus Pandemic.
  2. Laura HeCNN Business (March 16, 2020) Coronavirus devastates China’s economy and the ‘nightmare’ is not over.
  3. Phillip Inma n, economics editor (10 Feb 2020) China plays a hugely important world role and the effects of the crisis could be choppy and lasting.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply