ګلګوټه ساحه” ته لنډه کتنه

لقمان لایق

0 769
ناولونه لوستل مې تر ټولو بهترینه مشغله ده خو بیا چې یې موضوع له ټولنېزو ستونزو سره تړلې وي هغه خو په یوه صورت نه پرېږدم. تېره ورځ مې د میر حسن خان اتل صاب لومړی ناول ( ګلګوټه ساحه) لاس ته راغلی دومره رواني یې درلوده چې په یوه ناسته کې مي تر پایه ورسوی. اتل صاب په دې ناول کې د ټولنې هغه اړخونه څرګند کړې دي له کومو سره چې موږ په ورځني ژوند کې هر سړی فردا فردا مخامخ کیږو خو کله مو هم په اجتماعي توګه نه دي متصور کړي.
ناول نګار په دې ناول کې د بورژوازي طبقې هغه آفسران که هغه په هره محکمه کې وي، غندلې دي چې د خپلې دندې پر بنیاد د نرګسیت دومره شکار دي چې ځان تر نورو خلکو غوره ورته معلومیږي. لوړې چوکۍ او آرام ژوند یواځې د خپل ځان او آل حق ګڼي او اولس وخت پر وخت محض په خیالي مفکورو غولوي.
د دې ناول هیرو چې د پولیسو په محکمه کې د سپاهي په حېث خپله دنده تر سره کوي، یو سوشلیسټ او لېفټېسټ دی چې د ټولنې وده د سوشلزم له چوکاټ څخه څاري او د هغوی د نظریو په رڼاکي یې ځوابوي.
لنډه دا چې پر ټولنیزو ناخوالیو، طبقاتي شخړو، جذباتي سیاست، ټولنیز منافرتونو، (لوړو کشتو) بې انصافیو او پر بې ځایه کلتوري قدغنونو باندي یو زړه راکشونکی ناول دی باید د هر لیک او لوست کس یې په لوستلو کې خپله برخه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply