پخپل مخ لاس وهل به درته بلاشي

ډاکټر انتظار احمد همدرد

0 828

سره له دې چې په دې ورځو کې روغتیا پالان وایي:  پخپل مخ لاس مه وهئ ترڅو کورونا ویروس د سترګې، پوزې او خولې سره د تماس په پایله کې  ستاسې بدن ته انتقال نه شي.

ولې مونږ پر خپل مخ، خولې، سترګې یا دبدن په نورو برخو لاس وهو؟ 

کله چې مونږ ته یو څوک ووایي چې تاسې دا کار مه کوئ؛ زړه مو د هغه کار کولو ته ډیر لیواله کیږي  د بیلګې په ډول پوهیږو چې په مخ، پوزې ، خوله لاس وهل د کورونا او د نورو ساري ناروغیو د خپریدو خطر زیاتوي مګر بیا هم مونږ دورځې په اوږدو کې په خپلو مخونو یا دبدن په ځینو برخو لاس وهو او د پخوا په پرتله ډیرورته  ځیر کیږو ، ولې ؟

څیړنې ښیې چې انسانان په نارمل ډول سره (۱۵ـ ۲۰) ځلې په ورځ کې پخپل مخ لاس وهي ، د خپل بدن  یوه برخه لمس کول زمونږ د ژوند یوه برخه ګرځیدلې او دا مو د ډي ان ای پورې مربوطیږي ، ان جنین د مور په رحم کې پخپل مخ  یا دبدن په ځینو برخو لاس وهي.

کله چې مونږ ته روغتیا پالان دیوې ناروغۍ دمخنیوي په خاطر وایي :  پخپلو مخونو لاسونه مه وهئ ، په حقیقت کې مونږ د معمول څخه ډیر خپل بدن یا مخ لمس کوو دا په دې مانا دی چې دوی هغه څه له انسانانو څخه غواړي  چې دهغوي د طبیعت خلاف کار دی.

په خپل مخ یا د بدن پر یوې برخې باندې لاس وهل یا ګرول مونږ ته ذهني سکون بخښي.

کله چې مونږ دبدن یوې برخې باندې فشار واردو یا یې لمس کوو ، دبیلګې په ډول ځینې خلک د مطالعې په وخت ، تر څو ساعتونو کار وروسته  ، سوړ اسویلی وباسي ورپسې خپل سر باندې لاس تیروي یا هم پخپلو دوو ګوتو سترګو ته فشار واردوي ، اوس پوښتنه دا رامنځته کیږي چې ولې مونږ  دا کار کوو؟

کله چې د خپل بدن یوه برخه لمس کوو په حقیقت کې د پاراسیمپاټیک عصبي سیسټم  فعالو ، ددغه سیستم فعالیدل ددې سبب ګرځي چې داخلي نارامۍ مو ارامه شي ؛ دغه غبرګونه نه یوازې په انسانانو کې بلکې په ځینې کورنیو حیواناتو لکه سپي، پیشوګان  او ان په ډیرو وحشي ځناورو لکه زمري او پړانګ کې هم لیدل کیږي .

ماشومان هر څه له خپلو والدینو څخه زده کوي او هماغه کار بیا ځلې تر سره کوي  ، کله چې دوی خپلو میندو او پلرونو ته ګوري چې خاندي ، نارامه یا حیران شوې وي دوی په نارمل ډول  خپلو مخونو یا دبدن ځینې برخې لمس کوي؛ ماشومان دهغوي هر کار څاري او هماغه کار بیا ځلې تکراروي یعني ماشومان د خپل ژوند تګ لوري له خپلو والدینو یا مشرانو څخه زده کوي .

په زړه پورې لا هغه وخت دی ، کله چې مونږ ته سپارښتنه کیږي چې  باید خپل مخ باندې لاس ونه وهو! د معمول څخه ډیر دا کار ترسره کوو، ځکه دماغ مو په خودمختاره ډول تاسې هغه لورې ته بیایي  چې تاسې ارامه کړي او ستاسې څخه ښه ساتنه وکړي.

څنګه د خپل مخ لمس کولو څخه ډډه وکړو ؟ 

سره له دې چې دا کارناممکن دی مګر یوه غوره لاره چاره شته چې دا ناشونې کار ممکن کوي، د دې کار لپاره لاندې سپارښتنې عملي کړئ :

 باید د هغو عادتونه څخه ځان وساتو چې پرمخ د لاس وهلو لامل ګرځي د بیلګې په ډول دعینکو او لنز  د اړتیا پرته مه کاروئ ، لږ سینګار کول یعنې تر څو مجبوره نشې چې دورځې په اوږدو کې یې بیا ځلې  تازه کړئ ، د خبرو کولو په وخت کې د لاسونو خلاص پریښودل او ډیر خوزول یعنې هڅه وکړئ چې د خبرو کولو په وخت کې خپل لاسونه بند او قفل کړئ همدارنګه تردې وړاندې چې خپل مخ باندې لاس ووهئ هڅه وکړئ چې لاسونه مو پاک په اوبو یا هم انټي سیپټیک باندې ومینځئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply