د کرونا ویروس په اړه د دولت د عامه پوهاوي کمېټې د خپلو دوه اونیو د لګښتونو په راپور

 کريم فهيم

0 551

د کرونا ویروس په اړه د دولت د عامه پوهاوي کمېټې د خپلو دوه اونیو د لګښتونو په راپور کې ویلي چې نژدې ۲۸ میلیونه افغانۍ یې مصرف کړي دي، په دې رقم کې یوازې څه کم ۱۳میلیونه افغانۍ لسو تلویزیونونو ته ورکړل شوي دي. په راپور کې راغلي چې هر تلویزیون به په څلورویشتو ساعتونو کې یوه دقیقه اعلان څلور ځلې خپروي، یانې په څلور ویشتو ساعتونو کې څلور دقیقې. په یوه اونۍ کې اته ویشت دقیقې او دوه اونیو کې څلور پنځوس دقیقې اعلانونو لسو تلویویزیونونو د ۱۳میلیونو افغانیو په مقابل کې خپاره کړي دي.
دا چې کرونا د یوې اپنډیمې په توګه په نړیواله کچه دولتونو او سازمانونو ته کوم ځانګړي مکلفیتونه راجع کوي او انسانان د یو بل پر وړاندې په کومو کارونو مکلف کوي، جلا بحث دی، مګر پوښتنه دا ده چې همدا رسنۍ څلورویشت ساعته نشرات چې سندرې، سریالونه، کومیډي، او له ځوانانو څخه د پوښتنو بې‌مانا پروګرامونه لري، په څومره مصرف خپریږي؟ دا مصارف له کومه کېږي؟ د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي ۵۴دقیقې اعلان ولې په دومره ستر لګښت خپریږي؟ آیا موږ رسنیو او تبلیغاتي بنسټونو ته په دې مورد کې کوم ځانګړی حقوق بشري مکلفیت راجع کولای شو؟
د قضیې بل اړخ دا دی چې د عامه پوهاوي دې دولتي کمېټې چې له عامې روغتیا وزارت څخه یې جلا فعالیت کاوه، څه دنده وه؟ تلویزیونو او رسنیو ته یې قراردادونه ورکول او که د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان د کرونا ویروس د تبلیغاتي کڅوړو ژباړه یې کوله؟ فکر کوم دا کمېټه اخلاقي مسوولیت لري څو د خپلو کړو کارونو د موثریت په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي او ورته ووایي چې دا پیسې مو ستاسو د “لاسونو وینځلو” او “ویټامین‌سي” خوړولو لپاره لګولي دي!
نهه سلنه افغانان ټولنیزې رسنۍ کاروي چې ۹۵سلنه یې فیسبوک اکاونټونه لري. د انټرنیوز د وړم کال سروي ښيي چې دا کارونکي ځوانان دي، په ښار کې اوسي او زده‌کړې یې کړي. د عامه پوهاوي دولتي کمېټه چا مجبوره کړه چې د شفافیت په موخه اسناد خپاره کړي؟ همدې «قرارداي رسنیو»؟ که د ټولنیزو رسنیو کاروونکو؟ د ټولو خلکو پوښتنه دا ده چې زموږ د پوهاولو لپاره کارېدلي لګښتونه څنګه او ولې په دې ډول ولګېدل؟ آیا په ټوله ورځ او شپه کې یوه دقیقه اعلان چې څلور ځلې خپور شوی، د کوم ستراتيژيک کمیونیکشین اپروچ په اساس و؟
د کرونا ویروس په اړه ټولنیز مطالعات ښيي چې د اقتصادي کړکېچ سره سم به په هماغه کچه ټولنیز کړکیچ رامنځته کړي. زما په اند یوازینۍ ستونزه دا نه ده چې دومره ستر رقم ولې په عجیب ډول لګول شوی دی، بلکې زما اصلي علاقه په هغې ستراتېژۍ، پالیسۍ او میکانیزم له پوهېدا سره ده چې د کرونا ویروس د عامه پوهاوي په اړه رامنځته شوي ول؟ افغان حکومت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګډون پنځه ستر فرهنګي سلاکاران، د ستراتېژیکو ارتباطاتو اداره، د ستراتېژیکو اړیکو د ستر سلاکار دفتر، او د تبلیغاتو یوه ستره او پړسېدلې بدنه لري، زه غواړم له “لاسونو وینځلو” او “ویټامین‌سي” خوړولو پرته په هغه فرهنګي فعالیت پوه شم چې په دې لړ کې ترسره شوی وي؟ د فرهنګ وزارت او د فرهنګ ستر سلاکاران دې لطفاً د خپلو انساني هڅو چې د کرونا په عصر کې یې کړي وي، خلکو ته مالومات ورکړي او روښانه دې کړي چې د کرونا په عصر کې د ټولنیز ژوند، فرهنګي اغېزو، تاریخي مطالعاتو، تجربو، له وبا سره د انسانانو په تعامل، رواني مشکلاتو او د ټولنیزې فاصلې په رعایت کې

دوی کوم مطالعات، نظریات، او وړاندیزونه له خلکو سره شریک کړي دي؟

 

No photo description available.

No photo description available.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply