د پاکستان په مدرسو کې په ماشومانو د جنسي‌ تېري قضیې

0 852

د اسوشیتدپرس خبري اژانس په پاکستان کې په دیني مدرسو کې په ماشومانو باندې د جنسي تیریو په اړه یوه تازه تحقیقاتي راپور خپور کړی دی.

دغه اژانس وايي‌ چې په راپور کې یې د جنسي تېري د لسګونو قربانیانو او کورنیو سره خبرې کړي ‌او په دې اړه یې د پولیسو ګڼ راپورونه لیدلي‌ او لوستلي دي.

داسې تازه ارقام نشته چې په پاکستان کې په څومره ماشومانو باندې جنسي تېري شوي دي، خو په ۲۰۱۷ کې د دغه هېواد د بشري حقونو وزارت ویلي وو چې په تېرو پنځو کلونو کې په ټول پاکستان کې په شاوخوا ۱۸۰۰۰ماشومانو جنسي تېري شوي دي.

په پاکستان کې دا مهال ۲۲۰۰۰ دیني‌ مدرسې ثبت او راجستر دي‌ چې څه باندې دوه میلیون ماشومان په کې زده کړې کوي. پولیس چارواکي وايي ډېرې نورې غیر راجستر مدرسې هم شته دي.

پر یو ماشوم د جنسي تېري داستان

په راپور کې د نورو بېلګو تر څنګ د کوهیستان د یو اته کلن ماشوم کیسه هم شامله ده چې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په منصهره کې په یوې مدرسې کې پرې یو ملا جنسي تېری کړی و.

دغه ماشوم چې په راپور کې یې نوم یاوس ښودل شوی وايي‌ چې د پنجشنبې په مازدیګر مدرسه رخصت شوه، نور شاکردان کورونو ته ولاړل خو دی په دې خاطر په مدرسه کې پاتې شو چې کور یې لېرې و او د لارې کرایه یې نه لرله.

وايي چې نور هلکان ولاړل، د مدرسې استاد راغی، په زور یې خپلې کوټې ته ننویست، جامې یې پرې وویستلې او بیا یې جنسي تېری پرې وکړ. یاوس وايي دی هېڅ نپوهېده چې ولې دا ملا ورسره دا کار کوي. ملا دوې شپې یاوس په خپلې کوټې کې وساته او هغه یې ډېر ژوبل کړی و چې بیا رنځور شو.

کله چې یاوس روغتون ته انتقالیږي د فیصل منان سالارزي په نوم یو ډاکټر هغه بستر کوي‌ او له معایناتو وروسته معلومیږي چې په هغه پرلپسې جنسي تېری شوی دی. وايي‌ د هغه په ټول بدن کې د شکنجې نښې وې.

د کلتوري محدودیتونو،‌ شرم او عار له کبله ډېر کله داسې پېښې همداسې غلې پاتې کیږي. د یاوس تره د ډاکټر خبره نه منله او ټېنګار یې کاوه چې یاوس غورځېدلی دی او ځان یې ژوبل کړی دی.

وايي بلاخره یې وویل که په کلي کې خلک خبر شي چې پر یاوس جنسي تېری شوی دی، د هغه ژوند به ډېر مشکل شي.

خو ډاکټر پولیسو ته تیلیفون کوي او په دغه ماشوم باندې د جنسي تېري‌ کره شواهد او اسناد ورته سپاري. پولیس ځي او د (تعلیم القران) د مدرسې استاد نیسي‌ او په زندان کې یې اچوي.

جنايي څانګې د دغه استاد ډي ان آې اخیستې او د شکنجو د هغو نښو نښانو سره یې ارزولې چې د مایوس په تن کې وې. خو پولیس وايي له دې هر څه سره سره بیا هم نور مذهبي مشران او د کلي خلک راځي او د تېري کوونکي د خلاصون غوښتنه کوي.

ولې د دغو پېښو مخه نه نیول کیږي؟

پولیس چارواکو اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې په ماشومانو باندې د جنسي تېري قضیې خورا زیاتې او دوامداره دي او ډېر کله د قربانیانو کورنۍ د شرم له کبله دا مسئله نه رسوا کوي.

د دې ترڅنګ په پاکستان کې مذهبي مشران ډېر نفوذ لري او په داسې حالاتو کې د یو بل تر څنګ دریږي‌ او تر ټولو بده یې دا چې دا مذهبي مشران د ځان سپینولو لپاره د دغو پېښو قربانیان په کفر، الحاد او اسلام سپکولو تورنوي.

له دې هر څه سره سره لا هم په ماشومانو باندې یو تورن ته هم سزا ورکړل شوې نه ده. په پاکستان کې د پولیسو یو مشر صدیق بلوچ ویلي دي چې د قربانیانو کورنۍ هم مجبوریږي چې دا مذهبي مشران وبخښي او همدغه کار پر ماشومانو جنسي تېري‌ ته لاره نوره هم پرانیزي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو ځېنې مدافعان وايي چې د دغه هېواد په قانون کې پر ماشومانو جنسي تېري کوونکو ته سخته سزا نه ده ټاکل شوې او ډېر کله همدغه کار د دغو پېښو د زیاتېدو لامل کیږي.

دا په داسې حال کې دي چې د عمران خان حکومت ژمنه کړې چې د دیني مدرسو نصاب به مدرن کوي او مدرسې به حساب او کتاب ته برابرې کړې.

سره له دې چې د پاکستان حکومت د مدرسو د مدرن کولو ژمنې بار بار تکراروي خو ناظران وايي چې دا بهیر ډېر ورو روان دی.

pashtovoa.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply