پښتو ژبلار د ښونځي لپاره-دویمه برخه

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 1,202

خویوی (عربي صفت)   Adjektive

— خویوی یو څنګه والی یاحالت یا یو خوي په نخښه کوي،

په غونډاله کې دا سړی د لاندې پوښتنې په ځواب کې پیدا کوي یا میندي:

یو شی څنګه دۍ؟

د بېلګې په توګه: رنګه، ښکلی، ارام، مړاوی، خپلواک…

ځنې ادجکتیو یا خویویونه د پسې سیلبې له لارې پېژندل کیږي (پسې تړلیSuffix ): ناپای،-ور، -وړ – والی، – ځنی

—  ادجکتیو له دوه ادجکتیو یا له یوه نوم/شينوم او یوه ادجکتیو څخه جوړ دي:

د بېلګې په توګه: تیاره شین، غټستر، رنګارنګ…
— د ادجکتیو یا خویویونو کارونه:

موټر  ګړندی ځي. (یېدل (د شته والي) په څير پوره کونه، کېدل، پاتېدل (prädikativ).

ګړندی موټر. ( نوم /شينوم ته ورزیاتېدل (attributiv).

ګړندۍ ګټي. (د خپلواک نوم / شینوم په څېر (substantiviert)

که یو ادجکتیو یا خوي وی له یوه نوم/شینوم څخه د مخه راشي باید بڼه بدل شي:

۱ – نومیز: کوښښي  زدکونکی ځانګړی ستایېل کیږي.

۲ – خاوندوالی: دا  د کوښښي زدکونکي لاس ته راوړنه ده. ډلته ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم دی.

۳ –  داتیو: ستایېنه  وکوښښي زدکونکي ته ده. یا له کوښښي  زدکونکي څخه ستاینه کیږي. له کوښښي هلک سره ستایېنه مل ده. له کوښښي هلک کره ځو او همداسې نور.

۴ -اکوزاتیو: ښونکې کوښښي زدکونکی ستایې

یادونه: موږ به پښتو حالتونه له څلورو زیات ولرو، چې هغه د خبرو دي او باید وڅېړل شي. ما په دې هکله لیکنې کړي، که درانه ژبپوهان غواړي مرسته وکړي، خو ترې منندوي به وم.

دا پورته لږ روښانه کوو: په الماني کې دا روښانه دي

و ۱ – ته: کوښښي. دلته زده کوونکی کوښښي دي، دا په دې ترې پوهېدنه، چې کړونی دی.

و ۲ – ته: دلته  د ،، د ،، د واکوالي مورفیم ورزیاتیږي.

و ۳ – ته: د ،،و،، له لارې بدلون دۍ او همداسې له ،، له ،، سره.

دا د الماني دریم حالت موږ په پښتو کې لکه چې ډېر لرو. دې ته دې بیا ځانګړې پاملرنه وشي.

 و ۴ – ته: دلته زدکونکی ناکړونی دۍ او که پرېکړونی ور سره سم راځي، نو دا به یې نوره هم ښه روښانونه وي.

نورو او لا پسې روښانونو ته یې ګران لوستونکي سوچ کړی شي.

په نورو ژبو کې زیات ادجکتیو یا خویویونه جګېدی شي، خو موږ دا په  پښتو کې هغسې نه لرو او د ۱۹۶۶  زک کې مې، چې په پښتو ټولنه کې په هکله خبرې کړې وي او هلته په کوټه کې څو ژبپوهانو شتون لاره د ارواښاد دوست شینواري په ګډون، داسې وویل شو، چې موږ دا په ډېر او خورا سره جګولی شو.

— ډېر خویویونه جګېدی شي:

بنسټپوړۍ( زیاتېدنه یا مثبت) :  ګړندی، جګ، ښکلی

۱ – لومړۍ جګېدنپوړۍ( کومپاراتیو Komparativ) ډېر ګړندی، ډېر جګ، ډېر ښکلی.

دویم جګېدنپوړۍ( سوپرلاتیو Superlativ) خورا ګړندی، خورا جګ، خورا ښکلی.

یادونه: د  ،،ډېر،، او ،، خورا،، په ځای ماته بل څه ښه مناسب نه برېښي، خو تاسو په کې فکر وکړۍ.

یادونه: پښتو د نورو ژبو پّ څېر داسې په لار جګېدنه نه لري.

— خويوی له پرتلیزویونو سره لکه یا له چا سره
Positiv
    so, ebenso…  wie
ښه کېدونکی یا ډېرېدونکی: دومره همدومره … لکه: زه ( هم) دومره لوي یم لکه ته
Komparativ  als  کومپاراتیو….. لکه، … ته له ما څخه ډېر لوي یې.

یادونه: زموږ ادیبان لیکي: ترما ډېر لوي یې او دا ناسم دۍ.

یو اړیکوی تل د هغه له نسبتوي سره څنګ په څنګ وي.

( نوم/شینوم، نومځاینیوی، خوی وی یا ادورب)

اړیکوی تل هممهال یا سملاسي د مخه یا پسې پروت وي

— سړی څنګه یو مخ ته – یا پسې ځای نیوی  یا اړیکوی له ادورب څخه توپېرولی شي؟

یو مخ ته– یا پسېځاینیوی د یوګوني وي په څېر د غونډالې غړی یا غونډالغړی نه دۍ.

— یو ادورب د یوګوني وي په څېر غونډالغړی هم کېدی شي.

بېلګه: ټکی  د ګردۍ دباندې پروت دي( دلته پسېځاینیوی یا اړیکوی د نوم/شينوم سره د خاوندوالي  څنګه والي یا په حالت کې دی).

یادونه: ما په پیل کې داپورته غونډاله داسې لیکلې وه: ټکی له کردۍ څخه د باندې پروت دۍ.

دا دپورته غونډالې ناسمه لیکنه ده، ځکه چې په دې غونډاله کې به ټکی  له ګردۍ دباندې وي، خو هغه ځای به د ګردي له خاوندوالي څخه بل ځای کې دباندې وي.
ټکی د باندې پروت دی ( ادورب – لوکال- یا ځایز ادوربال)
پرته له دې کېدی شي یوګوني ویونه د  اړیکوي (مخ-یا پسېځاینیوي) او د تړنوي په څېر هم وکارول شي.

بېلګه:

هغه د ګاډيتګ ترڅ کې له کړکۍ څخه کتل. (اړیکوی له نوم/شینوم سره د خاوندوالي په حالت کې)

هغه له کړکۍ څخه کتل، په داسې ترڅ کې چې دباندې زورور جکړ وو. ( تړنه)

präpositionen– اړیکویونه او په غونډاله کې یې ځای:

له نوم/شینوم څخه د مخه یا پسې

بېلګه: هغه د سین په اوږدو ګرځېد

— د نوم/شینوم اخوا یا له نوم/شینوم څخه لرې کېدنه :

بېلګه: له سینغاړې څخه اخوا هغه کوچنی وچه (ټاپو) لیدلی شوه. له جلال ابد څخه لرې.

— له نومځاینیوي سره:

بېلګه: ځمری نن له ما کره شپه کوي. ځمری نن له ماسره دۍ

— له خوینوم او نوم/شینوم د مخه:

بېلګه: هغه د پستو، سرو شګو  له منخ څخه اوبو ته وځغلېد.

له ادورب سره:

بېلګه: هغه د  شا له خوا څخه غونډوسکه  منځګردۍ  پورې غورځوي.

Präpositionen sind z.B.:

اړیکویونه دي:

دبېلګې په توګه: پر،په کې، باندې، پاسه، منځ (منځ کې)، (پر) باندې، څنګ کې، مخامخ، څخه، سره (له دې) و…(ته)، (له) امله، تر، سره له دې، پرته، دننه، پسې، له(وخت سرهراځي)، مخامخ، شاته، دپاسه، کله کله، وحت ناوخت، پسې، دپاسه، دباندې، دېخوا، …..
Präpositionen kennzeichnen:
اړیکویونه په نخښه کوي:

– یو ځای ( دباندې، لاندې)

– یو وخت( څخه، ترڅ یا منځ کې)

– یو ډول او رقم( ټیک آو ټیک…).

-یو لامل( سره ( سره له دې )، امله)

دا وی ادورب په غونډاله کې یو غونډالغړی دۍ او یا یو اتریبوت

لوکال ادورب (  ځای ادورب)
— چېرته؟ کومځای؟ ( دلته، هلته، پاس، لاندې، دا، هغه، دباندې)

— له کومه ؟   ( له پاسه، له دباندې، ….)

چېرته؟ کومځای ته؟( ښي لورته، هلته، د مخ په لور یا مخته…)

 Temporaladverb (Adverb der Zeit)
تمپورال ادورب ( د وخت ادورب)

– کله؟ ( لمرلوېد، سهار، اوس، وروسته، هغه وخت، نن …)

— څومره اوږد؟ ( په ساعتونو، تراوسه، تل، له هغې ….)

–څومره دېر؟ ( ډېر، کله کله، — …)

Kausaladverb (Adverb des Grundes)
کوزال ادورب ( د لامل ادورب)

ولې؟ له څه امله؟، په څه ترڅ کې؟، له څه سره؟، له څه څخه؟، د څه لپاره؟)

Modaladverb (Adverb der Art und Weise)
مودال ادورب ( د رقم او ډول ادورب)
څه ډول؟ څنګه؟

( د زړه له کومې، ځانګړی، بلډول، نېکمرغه، څرګند، بې ادبه، ډېرواره، تر، نږدې، ډېر، لږ، نږدې)

ادوربونه کېدی شي وکارول شي

– له یوه کړنوي سره په تړاو د څنګه ورکړې په څېر ( زه دلته پاتېږم).

–  له یوه خويوي یا له یوه بل ادورب سره په تړاو د اتریبوت په څېر( تل ارام پاتې شي، کله دباندې، کله دننه؟)
یو ادورب کړی شي د تړنوي دنده واخلي، که دا څنګیزه غونډاله ولري. تړنیز ادوربونه کېدی شي لکه خویویونه د خوندیونې او نیت یا قصد په څېر ووېشل شي.

اړیکوینیز ادوربونه جوړیږي دبېلګې په توګه (له) … څخه

– دې + پسې= دې پسې

– دې(ځای) + پسې= دې پسې

– څه +پسې = څه پسې

– څه+ هکله (باره) = (په) څه هکله
له تړنوي سره کېدی شي ویونه، ویونډلې(-ګروپونه) او غوڼدالې یو له بل سره وتړل شي.

دا د غونډالو خپلواک غړي نه دي او اتریبوت هم نه دي.

له ویونتړنو سره به ویونه، وییونډلې یا غونډلې یو له بل سره تړل کیږي؟

داخپلواک غونډالغړي نه دي او اتریبوت هم نه دي.

د وییونو تړنې:

بېلګه: سپین، غرنی او تورګل ګرځېدا (چکر) ته ځي.

سپینګل او ملالۍ سررول(بنسټرول یا اصل رول) لوبوي. ( لکه په فیلم کې)

له وییډلو(- ګروپونو) سره تړنه

بېلګې:  د ډلېکار لاس ته راړنې به په یوه ستره پلاکات یا یوه لیدونکي تخته لیک وښول شي.
په غونډالتړنو (Parataxe) کې له دوه سرغونډالو سره.

بېلګې: سپین فیلمجوړونکی دۍ او سپینګل د کامرې شا ته ولاړ دۍ.

ملالۍ غواړي موزیم ته لاړ شي، خو (مګر) سپینه په مینه سینما ته ځي.

Bei Satzgefügen (Hypotaxe) mit Haupt- und Nebensatz:
له سرغونډالې او څنګغونډالې سره غونډالزیاتونه یا ورزیاتونه

بېلګې: لمر بېرته ځلیږي، له هغې وروسته چې ورېنګي وورېده.

پوستوالا یا پوستوړونکي پوست راوړ، سره له دې چې د شپې توانمنده ورینګي وه.

Mit Konjunktionen kann man eine Absicht ausdrücken:
د تړنویونو سره سړی کړی شي خپل نیت ووایي:

aneinander reihen (kopulativ):
یو بل سره لړۍ کې

بېلګې: همداسې، او، لکه څنګه – لکه هم، هم، پرته له دې، له دې برابر، لومړی، پای، بالاخره(؟).

بېلګه: زه په سپورتټولنه کې غړی یم، همداسې په موزیک ښونځي کې هم.

etwas ausschließen (disjunktiv):
څه پرديکول ( پردي)

یا- او یا، یا….

بېلګه: موږ یا په ګاډي کې ځو  یا په موټر کې.

etwas einschränken (restriktiv):
څه بندول یا رابندول

مګر، ځانله، ټيک ( فقط؟)، بیاهم، چېرته مخامخ،ترهغې، دومره لرې….

بېلګه: موږ اوس له درس سره پیل کوو، ترهغې چې ټول چمتو وي.
begründen (kausal):
لاملول ( لامل راوړل)

ځکه، که، سره له دې، داسې چې…..

بېلګه:هغه تیاتر ته په وخت نه راغۍ ( را نه غۍ)، ځکه ګاډی ناوخته راورسېد.

Zeit angeben (temporal):
وخت ورکول

په ترڅ کې، وروسته له دې،له هغې، تر….

بېلګه: هغه یو سخت ټکر کړی وو. له هغې (وخته) تل بیا دردیږي یا خوګیږي ( که غواړۍ درد لري).

etwas verneinen (negierend):
څه نه کول ( او که څه نه ول، لکه تور، نه تور)

بې له ، په ځای . نه-بلکه…

بېلګه: هغه په ورېځو کې تېروت، چې په ځای یې بېرته کوټګۍ ته لاړ.

eine Bedingung festlegen (konditional):
یو شرط ايښول:

که، کله، بلډول، پرته له……

بېلګه: ملالۍ هرومرو غواړي تیاتر ته لاړه شي، که لا کارتې شته وي.

Vergleiche anstellen (komparativ):
پرتله کول

څنګه، پس نو، کله چې، ټیک داسې….

بېلګه:سپین داسې اغیز وښود، چې ګوندې هغه به ډېر زړه بدی وي.

Mittel anzeigen (instrumental):
لار ښول (الات ښول)

له دې سره، په دې ترڅ کې، په دې کې…..

بېلګه: هغه په څرګند ډول خپل توان ښه کړ، داسې چې — یا ځکه چې —- یا له دې سره چې هغه زیات تمرین وکړ.

etwas einräumen (konzessiv):
قانع کېدل:

په رښتیا… مګر،سره له دې، کله چې .. مګر، هممهال،

بېلګه: سره له دې چې له جکړ څخه خبروو، خو موږ بیا هم لاړو.

etwas entgegenstellen (adversativ):
څه مخامخ کول:

مګر،بلکه، له دې زیات،مخامخ، هم، بیاهم، د څه مخامخ، خو

بېلګه: هغه د کور کار نه کوي، خو په مینه سپورت ته ځي.

ein Verhältnis aufzeigen (proportional:
نسبت څرګندونه ( متناسب)

همغومره، څومره،  څومره… همغومره

بېلګه:هرڅومره چې هغه ډېر کار کوي، همغومره ډېرې پیسې اخلي.

eine Art und Weise aufzeigen (modal):
یو رقم او ډول څرګندونه یا ښونه
په دې چې،   ځکه چې

بېلګه: هغه مور نیکمرغه کوي، په دې چې یا ځکه چې ناولتوب غورځوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply