پښتو ژبلار د ښوونځي لپاره- څلورمه برخه

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 1,025

غونډالجوړونه

یوه ساده غونډاله څنګه جوړه ده؟

نجلی لیکي ( شینوم (نوم)+پرېدیکات)

لیکنه نجلی کوي؟ یا نجلی لیکي؟ ( پرېدیکات + شینوم یا نوم)

ژوندېپاتو مړو ته دعا وکړه.( نومځاینیوی + پرېدیکات + خاوندوالی شی)

پلورونکي له مشتریانو څخه خوښنه وکړه.( شینوم + داتیو شی + پرېدیکات)

ځوان ملګری ګوري. ( شینوم + اکوزاتیو شی)

ښونکي لیکناسمون پام کې لري.(شینوم + اړیکویز شی+پرېدیکات)

زه په شینوارو کې اوسېږم.( شینوم+ځایوربیال + پرېدیکات)

ګاډی ناوخته ځي.( شینوم + وختیز ادوربیال + پرېدیکات)

سترنج د وختتېرولو له امله کړم

د ما د ملګري سپی په اوبو کې لامبي. ( د خاوندوالي اتریبوت+ شی+ځای ادوربال+ پریدیکات)

کوم  ځایبدلونونه شونتیا شته؟ یا کوم ځایبدلونونه کېدی شي؟ ( خوښه مو)
ځوان خپل ملګری ګوري. ( شینوم+ اکوزاتیو شی+ پرېدیکات)

ګوري ځوان خپل ملګری؟(پرېدیکات+ شینوم+ اکوزاتوی)

خپل ملګری ګوري دا ځوان.( اکوزاتیو شی+ پرېدیکات+ شینوم)

Subjekt (Satzgegenstand) und Prädikat (Satzaussage)
شینوم( غونډال اله) او پرېدیکات ( غونډالوینا)

( یادونه: پرېدیکات هغه څه دي، چې یوه کړنه کړل کیږي یایوه کړنه کیږي)

د غونډالغړو سره

شینوم( غونډال اله) او پرېدیکات( غونډالوینا) سره سړی کړی شي ساده غونډالې جوړې کړي.

بېلګې: کوچنی لوبیږي. موټر روانیږي. سړی پخوي. ښځه ګنډي.

د پوښتنې په بڼه: هلک لوبیږي؟ روانیږي موټر؟ پخوي سړی؟ ګنډي ښځه؟

یادونه: زه پرېکړه نه کوم، چې دا به څنګه راغلې وي. موږ په پښتو کې لکه غونډاله یو ډول لیکو او بیا پوښتننخښه پسې زیاتوو او یا یې د مخه ایا لیکو. فکر به ورته وکړو.

 Das Subjekt kann

شی کړی شي

 یو نوم/ شینوم –

یو نوم/شینوم  د مل سره-

یونوم/شینوم د اتریبوت سره  –

یا هم یو نومځاینیوی وي.

یادونه: په بخښنه. تاسو پوهېږي، چې دا پورته  – د ،، وي،، په ځای لیکل شوی، دا په دې ترېپوهېدنه،چې په هرځای کې د ،،-،، په ځای وي راتللی شي.
شینوم ( غونډال اله)

زدکونکي زده کوي.

څوک یا ځه شی؟(نومیز)

څوک یا څه شی زدکوي؟ زدکونکی زده کوي.

شینوم: زدکونکی

Das Prädikat (Satzaussage)
پرېدیکات ( غونډالوینا)

زده کونکی زدکوي.

څه کوي…. ؟ څه پېښږي…؟

پرېدیکات وایي، څه دي، څه پېښیږي یا څه کړل کیږي یا څه کیږي.

زدکونکی څه کوي؟ …. زده کونکی زده کوي.

برېدیکات زده کول.

پرېدیکات تل یو کړنوی دی.
شی – غونډالپوره کونه

لاندې شیان شتون لري:

خاوندوالي شي، داتیو شی، اکوزاتیو شی،  اړیکویز شی.

خاوندوالي شي ( ګرامري دویم څنګه والی یا پېر)

پوښتنه: د چا؟ د څه؟

بېلګه: ژوندیو د مړو دعا وکړه.

ژوندیو د چا دعا وکړه؟  هغوي  د مړو دعا وکړه.

یادونه: دا څنګه والی( پېر یا حالت) د الماني په مټه دا لاندې څو بېل بېل څنګه والي لري، چې هغه به یا همداسې نیسو او یا به خپل خپلواک نومونه ورکوو. که په دې څه لیکلشوي وي، خو ښه او که نه، نو بیا باید یوه ټولیزه څېړنه پرې وشي.

داتیوشی ( دریم څنګه والی یا پېر)

پوښتنه:  له چا، له څه؟ ( سره، څخه، کره)، وچا، وڅه؟ ( ته) …..

قلم ملګري ته ورکوم.

قلم وچا ته ورکوي؟

و ملګري ته.

قلم له ما سره دی.

قلم له چا سره دی؟

له ما سره.

قلم له سپین څخه اخلم.

قلم له چا څخه اخلې؟

له سپین څخه.

نن له سپین کره وم.

نن له چا کره وم؟

له سپین کره.

یادونه: دې ته په چا، په څه ؟ او پرچا او پرڅه ؟ هم ورزیات کړۍ او همداسې و چا، وڅه ؟

دلته څه نور هم د ویلو شته، چې دا بهبیا ورزیات کړم.

اکوزاتیو شی ( څلورم څنګه والی یا پېر، حالت)

پوښتنه: څوک، چا، څه (شی)؟

بېلګه: هغه و ماته دوه موټر راکوي.

نن د ما ملګری ګورم.

هغه و چا ته دوه موټر ورکوي؟

هغه دا وما ته راکوي.

هغه نن څوک ګوري؟

هغه نن دما مګری ګوري.

نن د ما ملګری ګورم.

 Das Präpositionalobjekt

اړیکویز شی

پوښتنه: له چا یا څه سره؟ د څه په هکله؟ پر څه – یا پرچا باندې؟ په چا یا څه کې؟ و چا یا وڅه ته؟  چا یا څه پورې؟ (اړیکوي سره پوښتنه)

بېلګه: ښوونکي  له زدکونکو سره د کار په هکله خبرې وکړې.
ښوونکي له چاسره خبرې وکړي؟ ښونکي له زدکونکو سره خبرې وکړې.

په څه هکله ( له څه شي) ښونکي خبرې وکړې؟

ښوونکي د کار په هکله خبرې وکړې.

په خنو څنګه والو کې روښانه نه ده چې توپیر کړي، چې ایا یو خپلواک غونډالغړی ( اړیکویز شی)  یا یو ورزیاتونه ( اړیکویز اتریبوت) مخ ته پروت دی.

د ګومان په څنګه والي یا حالت کې دواړه شونتیاوې شته.

 

Mit den Satzgliedern
د غونډالغړو سره

شینوم( غونډال اله) او پرېدیکات( غونډالوینا)

کېدی شي سړی ساده غونډالې جوړې کړي؟

بېلګه: کوچنی لوبې کوي. موټر ځغلي، سړی پخوي، ښځه کار کوي

د پوښتنغونډالې په څېر: ایا کوچنی لوبې کوي؟ ایاموټر ځغلي؟

ایا سړی پخوي؟ ایا ښځه کار کوي؟

 

اتریبوت- ورزیاتونه
اتریبوت  خپلواک غونډلغړي نه دي.

ادجکتیوي یا خویوییز اتریبوت(هم: اتریبوتي خویوییونه):

خویوی یا هم ګڼوی له یوه نوم/سوبستانتیو سره زیاتیږي:

بېلګې: ښکلی کور. زما نوې غونډوسکه، دریم ځای

präpositionales Attribut:
اړیکوییز اتریبوت:

اتریبوت کېدی شي له ډېرو وییونو او له نورو وییونو – د یوه اړیکوي سره په تړنه- جوړ وي.

بېلګه: زه شمېرونی(کمپیوتر) له اعلاناتو څخه اخلم.

Genitivattribut:
خاوندوالي اتریبوت:

شي یا نوم ته په خاوندوالي ورزیاتونه

بېلګه: دما د ملګري سپی ښه روزلشوی دۍ.

د هنرمند انځورونه هکپکونکي وبرېښېده.

یادونه: موږ د څنګه والي یا حالت په هکله څه ستونځې لرو، په دې هکله مې په لنډ تېر وخت کې لیکنه هم خوره کړې، که هغه مو وکتله او د سمون په هکله مو یې فکر وکړ، خوښ به شم.

Partizip پارتیڅیپ:

د کړنوي لپاره یوه د نخښونې بڼه ده، چې د کړنوي ( بېلابېل وختپوړی) او هم د خویوي (بدلونتوانوالی) خویونه لري او له دې سره د کړنوي او خویوي په منځ کې ځای نیسي ( په دواړو پارتیڅيب شوی)

،، ،، تلونی،، د کړنوي ،، تلل،، اوسمهال پارتیڅیپ دۍ.،،

► Partizip als Attribut
پارتیڅیپ د اتریبوت په توګه

بېلګه: خوښو لیدونکو  په خپلو ځایونو چغې کړي

هغه په ځغاستندي – یا ځغاستپټۍ ورزدکړه (تمرین) ورکوله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply