زما (د ما، یما) پوښتنه

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 1,081

دا پوښتنه مې د ملګرو څخه کړې وه.

لرو: یما، یموږ، یتا، یتاسو، زما، زموږ، ستا، ستاسو، دما، دموږ، د تا، دتاسو.

د ژبلار له لارې کوم سم دي او ولې؟

 په هکله یا ځواب کې  د ګرانو م ک ملګرو اندونو داسې لنډیز:

یو ا: ځنې په دې اند دي، چې ګوندې لیکنې ستونځمنوم او داسې دي د …. دي

یو: ځنو ته د داسې پوښتنو او لیکنو منځ ته رااچول نا اړین او ناسم برېښېده، ځکه چې دا لهجې یا ځای اړونده ویېنډولونه دي او درېواړه سم دي.

دوه:  نورو هم دا ویل، چې دا لهجې دي او په ټولو ژبو کې شته.

درې: داسې اند هم شته وو، چې په دې پرېکړه شوې، چې زما، ستا، زموږ، ستاسو غوره شوي او بس.

یوه یادونه: زه له خپله ځان څخه څه نه جوړوم او نه لیکم، چې نورو ژبو یا لږترلږه الماني کې یې انډول نه وي. پیداېښتي ژبې پوره دي او په ژبلار سنبال.  پیداېښتي ځانګړنې یې هم ځانګړې لارې لري.

دما د م ک ملګرو! دما هغې پوښتنې ته او د تاسو اندونو ته په درناوي داسې لیکم:

په ډېره خواشینۍ باید دا هم ووایم، چې زه یو لور او تاسو ټول بل لور یاستۍ او دا هم د ما د ملامتۍ لامل باید وي، خو زه چې هر څه راوړم، پوهنیز لامل به ورسره وي، دا سرسختي نه ده او که وي وبه ګورو، چې زما لیکنه بیا څنګه ناسمه په پوهنیزو ویناو یا لیکنو اباده ښولکیږي.

یادونه: زه پوهېږم، چې کوم منل شوی دۍ، خو په هغه پوهنیز او منلو لامل یې نه پوهېږم، چې کوم دۍ او ولې؟

ایا په دې ګوته پورته کیږي او که  پوهنیز دلایل راوړل کیږي؟

 که چا داراته ولیکل  چې  زما اند ناسم دۍ او که نه نو څنګه؟

د پوهنې وزارت نصاب غونډه کې بله د منلشوي وي بېلګه، چې د عربي مایع لپاره یې انډول پیدا کاوه: زه په دې غونډه کې پخپله ناست وم او په دې پرېکړه کیده، چې د عربي مایع انډول پښتو باید ،،اوبلن،، ولیکو، چې دا ډېر ناسم دۍ او دا یواځې او یواځې د واورو – چې اوبه شوې نه وي- خوي دۍ او نه د نورو مایعاتو. که ما هرڅومره هڅې وکړې او دلایل مې راوړه، نه منل کېده، چې ګوندې زما یې له ژبې سره څه.

له دې داسې برېښي، چې ګوندې ژبه دمصلحت خبره ده او دا سمه خبره نه ده. ژبه له پیداېښته شته او پیداېښت مصلحت نه مني. په دې هکله مې لیکنه شته.

دموږ ژبې ته ډېر څه ناسم راننوتلي، چې یواځې دما ورته فکر شوی او په هکله مې یو کتاب لیکلی، چې د کتابتون.کوم درنې خپرونې کې خور دۍ.

دژبې په هکله هلته زما د پښتو په هکله دا لاندې دوه کتابونه دکتلو دي او که څه په دلایلو ناسم وو، نو ماته چې هره جريمه ټاکۍ منم یې، چې وړاندیز مې دۍ د ناسمون په حالت کې ډاکتري راڅخه واخلی، د ناسمو کړنو له امله او که نه، نو بیايې راسره ومنۍ او د ستونځو ګاللو لپاره راته د پښتو ډاکتري راکړۍ.  د ما دا ټول کار لږ ترلږه د پنځلسو کالو کار دۍ.

په هکله یې کتابونه:

لومړی: د پښتو ژبلار (ګرامر)

دویم: په پښتو کې ناسم ورځني شوي ویونه.

تاسوچې همدا شمېروني ته ورکړۍ، داکتابونه درته درکوي او یایې کتابتون.کوم کې کتلی شۍ.

 اوس دا لاندې:

۱ – زه به هيڅکله هم داسې څه ونه لیکم، چې یوه پوهنیزه موخه مې په کې نه وي او زما په اند یو سم ځواب ورته ونه لرو، ستاسو وخت بېځایه نه نیسم.

داسې نه وایم، چې ۹۵٪ کې، ځکه چې پوهنیزو خبرو کې یواځې سم او ناسم شته.

هغه بله غوره خبره چې په یاد یې راړم داده، چې ماهيڅکله داسې وی نه دۍ کارولی، چې ما جوړ کړی وي او موږ ورسره بلد نه یو، خو زما د لیکنو سره دا نابلدتیا شته، چې دباندني ویونه په کې یانه شته او یا ډېر کم دي، خو ناپوهوړ څه مې نه دي لیکلي.

۲ –  ایا دا لهجه یا بلډول ویېنه ده؟

نه!  دا لهجه نه ده، چې په ۳ –م  کې ګوته ورته نیولشوې.

لهجه یا بلډول ویل نو څنګه وي؟

لهجه د یوه وي ځای اړوند بېلابېلو ویلو ته وایې، لکه: یما، یمو، یتا، یتو، یموږ، یمیږ. دلته دا ،، ږ ،، هم په درې ډوله ویل کیږي، چې دا هم بیا درې لهجې یا بېلابېلې ویېنې دي او یا دا: موږ کور ته ځو. یو ډول  ویېنه او بله ډول ویېنه یا لهجه ېې: میږ کېر ته څي ( که دا مې سمه نه وي لیکلي، راته سمه یې کړۍ او ماته به بخښنه کوۍ).

۳ –  دا ما چې یې په هکله پوښتلي، دا د یوه څه لپاره درې بېلابېل ژبتوکي دي او دا  د ملکیت یا خاوندوالي لپاره  نومځاینیوي دي.

د خاوندوالي لپاره په الماني کې د لومړي کس لپاره   mein د خاوندوالي پرونوم یانومځاینیوی دۍ او انګرېزي کې یې  my دۍ.

د دې لپاره موږ په پښتو کې درې بېلابېل انډول کاروو، چې زما له انده یو یې باید سم وي، که څه هم پیداېښت ناسم څه موږ ته نه راکوي، خو دا د وخت په تېرېدو سره بدلېدلی شي یا بدلیږي.

موږ وایو: لومړی کس: یما،زما،دما،

دویم کس: یتا، ستا، دتا

دریم کس:د هغه ( دهغې)

دا درې ډوله ڼومځای نیوي دلومړي او دویم کس لپاره دي او د دریم کس لپاره ځانله  ،، د هغه( دهغې)،، دۍ. زموږ د پښتو د پوهنتون استادانو هم په دې هکله لیکنې کړي، چې ما یې لیکنو ته په خپل ګرامر  او بل کتاب کې د سمون په هکله لیکنې خورې کړي.

په پورته کې د دریم کس لپاره ،، د هغه (د هغې)،، کې ،، د،، د ،، هغه(هغې)،، سره د یوه وی په څېر نه او بېل لیکلکېدی شي یا کیږي، نو دلته به ووایو، چې دا ،، د ،، د خاوندوالي مورفیم دۍ او هغه پرونوم سره مل راځي.

د ،، د ،، ټولیز کېدنه: که داسې ترې پوه شو، خو په دې لومړي او دویم کې به هم دا ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم وي او له دې امله به دا ،، د ،، له ،، ما او تا،، سره  دما، دتا د ژبلار له لارې سم وي.

نو: له دې دریو څخه د ژبلار له لارې دما، دموږ، دتا د تاسو، د هغه(هغې)، هغوي سم دي او بس.

یادونه یا زماټینګار: تر هغې، چې تاسو ګرانو لوستونکو دانه وي رد کړی یا د دې بل سموالی راته  په دلایلو نه وي راښولی، نو دا به سم وي.

ماته به بخښنه کوۍ، که ستړي کوم مو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply