د برېښنا لویو پوروړو او اړوند ستونزو لپاره د ولسمشر د جدي اقدام جدي اړتیا

لیکوال : بلال احمد ځواک

0 1,257

په ټول هېواد کې د برېښنا کمښت ستونزې ته په پام سره لومړۍ خو دا نغوته خپله دولت ته سمیږي، چې ولې یې د هرې میاشتې ۲۵میلیونه ډالرو پېرودل کیدونکې برېښنا پر ځای په هېواد کې د برېښنا لوی بندونه نه جوړول او د جوړو شویو پخوانیو په دوام یې نور فازونه نه ورزیاتول، چې په خپله په هېواد کې د برېښنا کمښت ستونزه حل او د تل لپاره له دې اړخه پر ځان بسیا شوی وای.

خو بیا هم په دې تړاو د پاکستان او ایران سپین سترګۍ او مزاحمتونو ته په کتو ویلای شو، چې د برېښنا بندونو چاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کاواکه، فساد لړلې او د ګاونډیو مزدورې ادارې له امله ټکنۍ او زیانمنه شوه، چې ورسره ګڼ فرصتونه له لاسه ووتل او له امله یې د اوسني ولسمشر په تیره پنځه کلنه دوره کې تر پلان لاندې ګڼې پروژې هم ټکنۍ شوې او د ایران او پاکستان مستقیمو مداخلو او په نظام کې د هغوی شته اجنټانو او مزدورو کړیو له لوري یې مخه ونیول شوه لکه اوس اوس چې د کجکي برېښنا اوبو بند دویم فاز جګوالي برخه کې مزاحتمونه جوړوي او دغه راز د نورو بندونو کارونو کې خنډونه رامنځته کوي.

د بندونو یاده ستونزه د کرونا ناروغۍ له امله د رامنځته شوي بحران له امله پر ځای پاتې ده، خو هغه څه چې باید اوس اوس یې د هېواد ولسمشر پر وړاندې چټک ګام واخلي هغه دا ده، چې د برېښنا لویو پوروړو څخه دې د پورونو چټکې اداېنې لپاره جدي اقدام وکړي.

د پخوانۍ فاسدې او کاواکه ادارې بې غورۍ له امله پخواني جهادي رهبرانو او د هغوی اړوندو زورواکانو له لوري د کلونو کلونو لپاره برېښنا کارول شوې او تر اوسه یې پیسې نه دي ورکړي په داسې حال کې، چې د همدې ښکرورو زورواکۍ دوام ددوي برېښنا دوامداره ساتلې او د افغانستان برېښنا شرکت نه دی توانېدلی، چې برېښنا یې پرې کړي، څو پخواني پورونه پرې کړي او بیا برېښنا تر لاسه کړي، چې له بده مرغه د اوسنۍ ادارې په ستونزو کې ښکیل ولسمشر هم په دې نه دی توانېدلی، چې لږ تر لږه په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او پر دوي له ګڼو لورو فشارونه راوړي.

د جهادي رهبر استاد سیاف، محمد محقق، استاد خلیلي، برهان الدین رباني او د هغه قبر او دغه راز د حزب، جمعیت، وحدت، حرکت او نورو جهادي ډلو اړوند ګڼو لوړ پوړو او ټيټ پوړو کسانو برېښنا پرته له دې چې د لویو میلیاردي پورونو له امله پرې شي د نورو په پرتله ښه ، پریمانه او دوامداره تړلې ده او د برېښنا ستونزې پر مهال یې هم که ټوله برېښنا پرې شي، نو کیدای شي له کورنیو سرچینو څخه ورته برېښنا ورکړل شي.

له بده مرغه په دې برخه کې د افغانستان برېښنا شرکت په تش لاس هیڅ هم نه دي کړي او په کار وه، چې دا ستونزه یې په ځلونو له ولسمشر سره نیغ په نیغه شریکه کړې وه، څو ولسمشر یې پر وړاندې اقدام کړی وای او که یادو زورواکو د برېښنا پیسې نه ورکولای، نو ددوي جایدادونه یې ورنه ګرځولي وای او په بانکي حسابونو کې د میلیاردونو پیسو په کنګل کولو سره یې فشار پرې راوړی وای، څو د برېښنا لګښت پیسې پرې کړي.

اوس اوس چې د برېښنا پېرودلو لپاره د افغانستان برېښنا شرکت له دولته پور غواړي، نو ولسمشر ته په کار ده، چې پر دې موضوع زیات غور وکړي او ددې پور ورکولو پر ځای په یوه ګډه ناسته کې له یادو زورواکانو سره له نږدې وګوري او د هغوی د پورونو چټکې اداینې برخه کې په جدیت سره ورنه وغواړي، چې په دې حساس وخت کې هېڅ کوم بل بدیل نشته پرته له دې چې دوي ټول د برېښنا لګښت د تیرو نږدې دوو لسیزو پیسې تحویل کړي، څو شرکت پرې له ګاونډیو برېښنا صادروونکو هېوادونو برېښنا واخلي او له دې بحرانه راووزي.

دغه راز ولسمشر دې په دې نازک حالت کې پر ټولو دولتي ادارو هم فشار راوړي، چې د برېښنا لګښتونه او پورونه دې ادا کړي، څو د افغانستان برېښنا شرکت پرې برېښنا وپېري او رامنځته شوې ستونزه ژر تر ژره حل شي.پر دې سربیره دې ولسمشر د افغانستان برېښنا شرکت په جوړښت کې هم پر ژور بدلون راوستلو جدي غور وکړي، ځکه کیدای شي ګڼ مخرب او په فساد لړلي عناصر پکې د عامې روغتیا وزارت په څیر پکې پاخه شوي وي او له امله یې دا اداره له ګڼو نورو بحراني حالتونو سره مخ شي، چې بیا به یې کابو کول ناشوني وي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply