د افغانستان دولت او د پښتو ژبه

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 968

                 د افغانستان په دې اوږده تاريخ کى پښتو په افغانستان ګې د دولت ژبه نه ده پاتې شوې۰ پښتو  په افغانستان کې د قانون له مخې سراسري ژبه ده مګر په دولت پورې اړونده د قانون په څلورديوالي کې ورته دا نن هم پام نه کيږي۰

 دا  ولې؟ او دا د چا ګوناه ده؟ 

بايد همدلته په ګوته کړم، چى دا ګوناه د تاريخ په اوږدو کې او دا اوس هم يواځي د  په حکومت کې دننه خلکو ده، چې دا کار يې د قانون په مخامخ(ضد) کار دۍ او قانونې بايد ورته کتنه وشي، چي له دې کار څخه يانې د پښتو له پامه غورځونې څخه بايد راوګرځي او د حکومت په څلورديوالي کې د پښتو قانوني حقوق د پښو لاندې نه کړي۰

په واک کى دننه پښتانه ، چى  په دري غږيږي، دا خو موږ نه رده وو، خو د پښتو پريښوول يې د پښتو سره تيرۍ او د قانون مخامخ خوزښت دۍ۰ موږ پوښتو، چى داسى شعور يا پوهه لکه پښتنو کي چى ده،  داسې شعور نو زموږ نور په قدرت کى دننه ورونه ولي ونه لري؟

موږ لکه پخوانی جمهور ريس ښاغلى کرځى، چى خپل زيات  وخت په درى غږيږي، ولى زموږ ښاغلى مسعود او خليلى هم بايد په پښتو غږيږي، چى پښتانه پوه شي ، چى کلتور ته يى درناوى کيږي۰

دا دلته – بيا هم له ډاره، چى هسې بې ځايه د فاشت له نومولو ډايريږم – ورزياتوم، چى :

دا ګوره د کوم قوم په مخامخ(ضد) خبرې نه دي، له داسى خبرو بايد بده ګټه وانه خستل شي او نه په کې د کومې ژبى د لوړتيا غوښتنه  شته۰ موږ قانون بايد وپيژنو او په قانون تلنه وکړو۰ موږ يواځي او يواځي په دې ډول له يو بل سره  له کينو ازاديدلى شو، چي يو بل او يو د بل کلتور او ژبى ته د قانون په څلورديوالى کى احترام وي او هيڅ قوم بايد د بل قوم حق باندې تيريدني ته  اړ نه شي او نه دې تيريدنې ته ځان اړ وګڼي، که نه نو بيا به دا يو تل پاتى جنجال وي۰ پښتانه که چيرې د بل ورور قوم ژبي ته تاوان رسوي، دا د افغانستان د قانون سره مخامخوالى دۍ او بايد قانونى تلنه په ځان پسي ولري.

پښتو او دري د افغنستان  دوه سراسري رسمى ژبى دى۰

که چيرې تاجک یا بل دري ژبی له خپلى دري ژبې تير شي نو دا به يي له خپلى ژبى سره خيانت کړي وي او يا يى کوم پښتون يا بل څوک دى ته اړ باسي چى ګوندې په دري دى ورسره خبرې نه شي او يا دى په درې ليکنه نه کوي يا نه غږيږي۰  دا يې حق نه دۍ او دې خبرې څخه تيريدنې  ته بايد راو بلل شي، همداسى د پښتون هم دنده ده، چي له خپلي ژبى تير نه شي او نه د بل دې خبرې ته غوره والئ ورکړي، چى ګوندې، دې په قانون کى ځاي ورکړ شوې ژبي باندي نه پوهيږي۰

هر څوک بايد هغه په قانون کي ورته ټاکلى حق وپيژني۰ او د بل او خپل حق ته په هغه ورکړ شوي حق قائيل شي او کار ترې واخستل شي۰

لنډ :  په واک کې دننه هم قانونمندي بايد وپيژندل شي او په هغي بايد هم هغسې تلنه وشي، که دا په هره څانګه کى وي۰ د ژبو په هکله دا لږ غوره له دې امله ده، چى دا ژبه په يوه قوم اړه لري او د ژبي په هکله قانون ته په درنه سترګه نه کتنه يا د قانون نه پلى کونه احساسات راپاروي، چى دا بيا د دې ټولني په پوره زيان تماميږي۰ زه وايم، چى قانون قانون او بيا قانون پيژندنه قانونقبلونه او ورسره سمه تلنه۰

پښتو تراوسه دولت نه ده منلې، چي ګوندې دولتي ژبه دې وي، دا حق يى دولت يا دولتونو ترپښو لاندې کړى۰

پښتنى واکوالو او د ي د ليکلوست خاوندانو د خپل تاريخ په اوږدو کي د خپلى ژبي سره مينه نه ده ښولى حتى بيخي يى پريښودلى او د پښتو د ليک لوست څخه تير شوي دي، که دا د احمد شاه بابا څخه راونيسو ترنن ورځې، نو د ډهلي تخت به يى هيراوه، چي د افغانستان د غرو سرونه به يى وه ياديدل، مګر پښتنى کلتور- چي ژبه يى په ککره کي پرته ده- سره يى کومه مينه نه ده ښوولى، نن هم همدا حال دۍ، چى  په واک کى شريک پښتانه له پښتوتير دي، په دلايلو به يي دومره ووايو، چې ځنې وايي  ډاريږي، چى وروري به ورانه شي۰ وايو، چى : وروري به وي خو حساب ترمنځ۰ ځنې بيا د فاشست نامه څخه ډايريږي او ځنو ته بيا ژبه کومه مانا نه لري، يانې پښتو ورته مانا نه لري۰ دوي په ځانګړي توګه او په دولتي څلورديوالي کى له پښتو تير شوي،  دا د قانون سره مخامخوالي(تضاد) دۍ  چې پايله يى بايد د قانون منګولو ته راکښونه وي، ځکه:  قانون د دى لپاره دۍ، چى بايد پلى شي۰ پښتو خو  د افغنستان رسمي ژبه ده او دا د دولت دنده ده، چې د نورو رسمى يا هغه کليوالي رسمي ژبو څنګ کې د هغه قانون په څلورديوالۍ کې  وده ورکړي او په دې لار کي د هلو ځلو دنده لري۰ که دا کار هرې بلې ژبي ته هم ونه شي، دا غيرقانونى کار دۍ او بايد د دولت له مسئولينو څخه دا وپوښتل شي، حتي دوي بايد د قانون په چوکاټ کې د قان پر خلاف تلنې له امله محکمى ته راکښل شي۰

 يوه ژبه – هره ژبه چى وي-  چي په يوه هيواد کى قانونى ځاي ورکړشوى وي، وده نه شي کولى، چى دولت دا قانون پلي نه کړي او قانون ته شا کړي يانې د قانون په مخامخ( څټ يا ضد) کار وکړي۰

که چيرې دولت دا کار نه کوي، نو بيا د دې اړونده ژبي د ويونکو دنده ده ، چې دولتي چارواکي حتى محاکمى ته راوغواړي۰ دا کار ستونځمن دۍ، خو په دې لور بايد کم له کمه هڅې وکړي، دا حق دۍ اوبايد وغوښتلي شي، دا د قانو پلى کول دي او بايد پلى شي۰

په واک کى دننه پښتانه وايي، چى ګوندې دوي ملت جوړوي۰ دا خورا اړيينه خبره ده۰  د ژبي غوره والي اوس په دې وخت کى دومره اړيين  نه ورته بريښي۰  د ملت جوړونه د هر افغان لپاره يو اړيين کار دۍ، نه يواځې د پښتنو لپاره او نه په دې نرخ، چې له ژبې تير شي۰ له ژبې تيريدنه د ملت جوړونې ته زما په اند زيان رسوي، ځکه چى دا د يوه قوم د حق سپکاوۍ دۍ۰ موږ پوښتنه کوو، چي ايا دا په دې ډول ملت يواځي پښتانه جوړوي، چى له پښتو تيريږي او که زموږ نور په دې واک کى دننه  ورونه هم زموږ پښتو ته په داسې درنه سترګه  نه ګوري، چى د ملت جوړولو له خاطره په پښتو خبرې او ليک لوست وکړي او خپلې ژبې ته شا کړي ؟ او که څنګه؟

د دولت په څلورديوالي کې بايد څه وشى؟

يا نوره هم ښه:  قانون په دې هکله څنګه قضاوت کوي.

دا چى پښتو رسمي سراسري ژبه ده په دې مانا، چې پښتانه په دې هيواد کى يو ستر قوم دۍ، چى په څومره والى يې نه غږيږو، خو دا چى ډير دۍ او له دې امله پښتو رسمي او سراسري ژبه ده، نو دا ترې لاس ته راځي:

اول : الف :  د افغانستان په دفترونو کى:

 د افغانستان هر غړۍ، چى په دولتي څلورديوالى کى په کار بوخت وي، بايد په دري او پښتو وپوهيږي، چې څوک ورسره په پښتو غږيږي، دۍ ورته ونه وايې ، چى  په پښتو نه پوهيږي، يانى په پښتو دې ورسره خبرې نه شي۰ همداسى د دري قانوني حق هم دۍ ۰ يا لکه چى د دري دا قانوني حق، چى له پوره څخه ورزيات دۍ۰ موږ د پښتو لپاره د قانونى حق څخه ور زيات څه بايد و نه غواړو، يانى په دولت کى دننه يو پښتون هم بايد يوه دري ژبى ته دا ونه وايي، چى ګوندې په دري نه پوهيږي، چى دا کار تراوسه  هم نه دۍ شوى۰

ب: دا چى د پښتنو له امله دا ژبه رسمى ده نو هر پښتون بايد او بيا وايم، چى بايد په پښتو او يواځي په پښتو وغږيږي  دلته هغه کسان ځانګړوالى لري، چى د ليکلوست خاوندان نه وي، چى د همغه کس په ژبه بايد دا د ليکلوست خاوند ورسره وغږيږي۰

که چيري دري ژبى له دري تير شي نو بيا د دري رسميوالى ته څه اړتيا ده او همداسى پښتون، چې له پښتو تيريږي، نو د رسميوالي اړتيا يې بيا له منځه بايد لاړه شي اوداسي به وشي،  کهچېرې پښتانه ورته پام ونه لري۰

دويم :  د ښوونې روزنى په څلورديوالى کى :

په افغانستان کى، د افغانستان په هرګوټ کى بايد د پښتنو لپاره په پښتو ښوونه او روزنه شته وي، دا يې قانوني حق دۍ۰ دا حق د دري ژبې لپاره هم بايدوي۰

د ښوونې ژبه مو پښتو نه ده پاتې شوې، دا د يوه ستر قوم ژبه په ښوونځي او لمنځتون(جماعت ) او هر ځاي کې له  ليک او لوست پاتې شوې ده۰

د قانون د پلى کونې  څارنه  د دولت په غاړه ده۰ دولت خو دا چى د دې څارنه  نه کوي، پخپله  دا حق ترپښو لاندې کوي او په دولتي څلورديوالى کى يې پښتو په ښوونځيو کې له پښو غورځولى ۰ دا په دې مانا، چى د پوره زياتې اړتيا سره سره د افغانستان دولتى د واک خاوندان د پښتنو لپاره د دې مخه نيولې، چې پخپله مورنۍ ژبه پښتو زده کړې ورته شوني کړي، چى له دندې يې  سرغړونه ده۰ په دې هکله هره پلمه بې ځايه او د قبلولو وړ نه ده۰

دريم : پوهنتون کې:

پښتو د افغانستان د رسمې ژبى په څير قانونې حق لري، چى د افغانستان د هرګوټ پوهنتون کى درسى ژبه وي او همداسې دري۰ ګورو، چى په ځانګړي توګه کابل او همداسې نورو زياتو ولايتونو کى لاتراوسه پښتو د درس ژبه نه ده پاتې  شوى داسى يو څو پوهاند يا استادان دي، چي خپل درسونه په پښتو ورکوي۰ دا د قانون سره د هغو پښتنو مخامخوالى ( تضاد) دۍ، چى په پوهنتون کې  درس ورکوي، خو په پښتو نه۰ پښتو خو لکه د پخوا مو چې وويل د پښتنو له امله رسمى سراسري ژبه ده۰ که خپله پښتانه په دې ونه دريږي او د واک خاوندان يې پاملرنه ونه کړي، خو پيدايښتى ( طبيعي ) ده، چى مري، ځکه چي له اړتيا لويږي۰

په پوهنتون کى بايد درس ورکونه او درس نيونه او بيرته ورکونه  څنګه وي ؟

موږ په افغانستان کى دوه ژبي رسمي سراسري لرو، پښتو او دري۰ دا په دې مانا، چى پښتون درس ورکونه او زده کړه په پښتو کوي او دري ژبى يې په دري۰ د دې نورو قومونو وګړو بيا خپله خوښه ده، چې ورښوونه او د ښونې نيونه او بيرته ورکونه څنګه کوي، خو د قانون له مخى، چې پښتو کم له کمه لومړنۍ ژبه ده هغوي هم بايد د خپلو  ځانونو او راتلونکو د اسانتيا لپاره هم ومنى، چى درس ورښوونې او زده کړې په پښتو وکړي، دا د ملت جوړنه کې هم غوره لور لري او موږ دې کار ته د قانون له مخې ټول رابولو۰

دا چې په افغانستان کې دا دوه ژبى سراسري رسمى ژبى دي، دا د پوهنتون لپاره هم قانوني شکل لري، چى ترې تيريدنه يې ناقانوني ده او هم هغسې تلنه بايد ځان پسې ولري۰

لنډ: پښتانه بايد درس وروکونى او درس نيونى په پښتو کړى او دري ژبى په دري، که نه نو بيا د دې ژبو سراسري کيد لپاره بايد اړتيا نه وۍ حس شوې۰ دا داسى ده ، چى پښتو ژبى زده کړي  هم خپلې زده کړې بايد په پښتو بيرته ورکړي، که استاد يې پښتون وي او که تاجک۰ همداسى دري ژبى زده کړى هم بايد خپل هر څه په درې سرته ورسوي، بې له دې، چى په پام کې ولري، چي استاد يې د کومى ژبى خاوند دۍ۰

تاجک استادان او زده کړي بايد د خپلې ژبې سره مينه ولري او ترې تير نه شي، همداسى پښتانه استادان او زده کړي بايد له پښتو تير نه شي او هيڅ څوک بايد د خپلې ژبې پريښوولو ته  اړ نه شي  او د هيڅ ډول زور لاندې هم بايد څوک دا تيريدنه ونه مني۰

د ژبې غوره والى

او ل : دا چې ژبه د کلتور په ککره کې ځاي لري او کلتور د يوه هيواد د پوهنې کچه په ګوته کوي، نو ژبه په پوهنه کې زيات غوره والى لري، ځکه چې: په خپله ژبه زده کړه ساده وي او زده کوونکي اوزده کړى هره  پوهنيزه موضوع ښه رانيولى شي۰

دې لاندې ته د ګرانو لوستونکو پام را اړوم او د پښتنو ستونځي ته ګوته  نيسم۰

په دولت کى او له دولت دباندې پښتانه د ژبې غوره والى ته دومره پام نه کوي، ځکه،  چې پښتنو د تاريخ په اوږدو کې د کمۍ احساس پيداکړى، پښتو يې پريښوولې او د بل کلتور يې غوره بللى، چى اغيزې يې په راتلونکى زيږنده باندې خورا زيات دي۰ پښتون خپل ځان له دې نه دۍ ژغورلى، چى څوک ورپورې ونه خاندي او بې عقله ونه بلل شي۰ دا د افغان غول نومونېنې څخه د تختيدنې لار يې پښتو پريښوونه کى ليدلې يا نې چي هوښيار وي او له  دې امله يې  احترام وشي ، نو پښتو پريږدي، چى دا د پښتوژبې غوره والي له منځه وړي۰

دويم : د ژبي غوره والي په لومړنيو زده کړو کې خورا غوره اود پام وړ  او اړيين دۍ۰ هرڅوک په خپله ژبه هرڅه زر زده کوي۰  ګورو، چي د پښتنو کوچنيانو څخه تاجک کوچنيان ، په ځانګړي توګه کابل کې، چې ښوونه يې  په دري ده چټک زده کوي۰ پښتون د درس په پيل کې  په دري نه پوهيږي، نو په نه پوهيدونې ژبه به څنګه زده کړه وکړي۰ که چيرې پښتانه په کابل کې دومره لږ واى، چى پښتو يې بيخې پريښودې واى ، خو دا کار بيا دې پښتو پريښودو پښتنو ته هم ساده کيده، خوچي کوچنيان په کور او د کور دباندې په پښتو روځنۍ ستونځي اوبى ( حل ) کوي، نو بله ژبه بيا که هرڅومره اسانه هم وي نه شي زده کولى۰

په دې هکله به زه په کابل کې ، چى  د ٢٠٠٤ ز ک۰ د اګست څخه وروسته  مې شپږ مياشتې تيري کړي، خپلې ليدنې کتنې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کړم۰

د پښتنو کوچنيان، چى له ميندو پلرونو سره ،  دزياتو کالو جنګ وروسته کابل ته راغلل، دا چې په کابل کې درسونه په پښتو نه وو او دا د پښتنو کوچنيان په دري نه پوهيدل، نو ميندو پلرونويې  خپل کوچنيان، کم له کمه دوه کاله راټيټ ټولګيو کې واچول۰ دوي به چې د نورو کوچنيانو سره کښيناستل پيدايښتي (طبيعي) ده، چى زوريدل به ، ځکه ، چى له يوې خوا په دري نه پوهيدل او له بلى خوا  به د نورو همټولګيوالو څخه  لوي وو۰

د دې کار په ځان پسى لرنه یا راوړنه څه ده؟

دا پښتانه زده کوونکي، نو بايد ځانونه کم حس کړي او دا  د کمۍ رنځ همدا د ښوونځي د پيل څخه د ځان سره اخلى ۰ دا پښتانه کوچنيان نو په ډيرو ستونځو سره ځانونه و يوه پوهنيز ځاي ته رسولى شي۰

دوي خو د دري ژبو زده کوونکو سره اصلآ سيالي نه شي کولى، دا چې څو کاله خووروسته پاتى او له دې برسيره ځان ته په هغه ځاي بيا نه شي قائيل کيدۍ، چى يو تاجک يې لري.

په کابل کې د درس سيستم، چى طبعآ غيرقانوني دۍ.

غير قانونى په دې،چى د پښتنو لپاره په کې په  پښتو زده کړې  ليکلوست ځاي نه وو، چي پښتانه يې د کمۍ په رنځ اخته کړي او کوي يې۰ دا جرآت د پښتنو کوچنيانو ميندو اوپلرونو هم نه دۍ کړى، چى راپورته شي او دا خپل حق له دولت څخه وغواړي او دولت خو تل په پښتو په پښو ختلى دۍ۰

له  يوې خو ا يې کتابونه داسى وو، چى په هغى  هغه تاجک کوچنيان هم نه شو پوهيدلى، پښتانه خولا څه کوې:

بيلګه :

د دويم ټولګي لپاره کتابونه( دې ته مو ګوته ونيوله، چى درس په پښتو نه وو او لا تراوسه دا قانون دولت د پښو لاندې کوې ) ، چى دري ليکل شوي وو، په هغي هغه تاجک مور اوپلار هم، چي خورا لوړ درس يې نه وي ويلى پوهيدى نه شي۰

د دويم ټولګي کتاب د سعدي په شعرونو پيل کيدل يا نوره هم ښه له پنجکتاب څخه رانيول شوي وو، چي پيل يې داسۍ  دۍ:

کريما ببخشاي برحال ما     که هستم اثير کمندې هوا

د دريم ټولګي کتاب يې داسى پيل وو

نام حق بر زبان همى رانيم       ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

( زه ډيره بخښنه غواړم، که په ليکنه کې مې کومه ناټيکوالى راوستې وې، زما هم درې داسى ښه نه ده زده، خو پوهيدنه او پوهونه پرې کولى شم)۰

زما د ترور ځوي په کابل کې اوسيده، چې زامنو سره به يې  کله کله د لوست مرسته کوله، نو په همدې کريما باندې به ګير وو او له دې څخه چى ترڅو زه هلته وم راونه ووت، ځکه، چې د ځوى سر يې نه پرې خلاصيده۰ ما ورته وويل، چى دا پريږده بل ځاي ته لاړ شه۰ د کتاب بل ځاي خو به بيا ساده وي، خو دى په دې ښکيل وو، چي په پيل يې پوه نه شي، نو بيا ورسته  ورته ستونځى پيښيږي۰

ګران لوستونکي دې دې ته پام وکړي، چې دا څومره زورونکى او ستونځمن کار دى او تاسو باور وکړۍ، چي زما خوب يې له ځان سره همداسې د ستونځو په لور وځغلاوه۰

ما د ښوونځى د دويم او دريم ټولګې دا کتابونه، چى طبعآ په دري دي د پوهنى وزارت ترڅنګ د کتابونو پلورنځيو څخه واخستل او د علومو اکاډمى ته مى له ځان سره يووړل( دا دې دلته په ګوته شي، چي ما دا شپږ مياشتى د پوهنې اکاډمى کې د دندې په توګه بيکاره تيرې کړلې)۰

هلته مې دا کتابونه هغو د پوهى خاوندانو ته وښوول اوومې ويل، چى : داخو د دري ژبو زده کوونکو سره خورا تيرى دى، چى درسونه يى داسې ستونځمن پيل کيږي او د پښتنو زده کوونکو سره سوچ کفر دۍ او د دولتي چارواکو څخه خورا تيرۍ او د پښتو تر پښو لاندې کول اود پښتنو کوچنيانو راتلونکي بې برخليکه کول دې او د هغوى د ناپوهۍ او د کمۍ رنځ باندې ګيرول دي۰ دا بيا هم وايم، چى دا ستره ګوناه د  دولتي چاراواکو ده، چى تر يوې کچى پښتانه ميندې پلرونه هم دا ګوناه په غاړه لري۰ دلايل يې پښتانه او دولت زيات راوړي، چى دا يا هغه دليل دۍ يا دا، مګر د چا تحقيرول بيا په ځانګړي توګه د کوچنيانو تحقيرول هيڅ د مننې نه دي او بايد ونه منل شي۰ دا حالت چي ما ليدلۍ ، نو زما کينه يې راپارولى۰

ما په کوچنيوالي کى پنج کتاب، ګلستاب ، خلاصه او قدري لوستلي، خو په مانا يى نه زه پوهيدلى يم او نه زما استادان پرې پوهيدل۰ په خلاصه او قدري  يو څه  پوهيدل، ځکه چى هغه ژباړل کيدل، په پنج کتاب او ګلستان خو هيڅ نه پوهيدل۰ باور وکړۍ، چى زه دا اوس هم په « کمند (ي)  هوا » باندې نه پوهيدم او نه پوهيږم ( هيله ده، چى ټيک به مې ليکلى وي) نو يو داسى کوچنى به ، چى په هيڅ کلمه دري باندى نه پوهيږي څه زده کړاى شي او څنګه به له روحى ناروغۍ ازاد وي۰

دلته په المان کى پښتانه کړى شي ، په پښتو ژبه ازموينه ورکړي، د دريمى يا دويمى ژبى پرځاى او په افغانستان کې خو د قانون له مخې دا لومړۍ ژبه ده، نو پښتانه ولى داسى ځانونه کم بولى اوولى د دې کمۍ رنځ څخه ځانونه نه خپلواکه  کوي، د قانون په څلورديوالى  کې نه زيات او نه کم۰ په المان يا کم له کمه په نورد راين وستفالن کې پښتو د دويمې او دريمې ژبې په څير پيژندل شوې او دا دلته د اوسيدونکو پښتنو له برکته۰

دا چې زموږ پښتانه کوچنيان په پښتو ليکلوست نه لرې ، د دې لاس ته راوړنه يا نتيجه څه دۀ؟

دا خو په پوره روښانتيا ويلى شو، چې د کوچنيانو روحيه به بيخى خرابيږي، د کمې د رنځ سره به ګيريږي او يا به بيخي له ښوونځي پاتيږي۰ ځانګړوالي به يې شته وي، چې ځنې کوچنيان به ځانونه ښه رسولى شي، چې د ما سره يې بيلګي شته ۰

د کابل پوهنتون يوه پوهاند  خپل پخوانى وخت را په ياد کړ او و يى ويل، چى: په يوه وخت کې په پوهنتون کې ترسلو زده کړو شاوخوا  په لومړي سمستر کې ناکام شول،  د هغو له جملى  يوازى يو تن تاجک وو، چې هغه هم له هرات څخه راغلى وو، نو وګورۍ دا ستونځي او دا د کمۍ مرض سرچينه، چې پښتانه ورسره خپل هيواد کې ګيردي۰

زه خپلو تاجکو ورونو ته په پوره درناوي قايل يم، ځکه چى دوي د خپل کلتور او خپلې ژبې سره، چې د کلتور په ککره کې ځاي لري مينه لري او دوي او ژبى يې پوره  وده کړې او نور هم د ودې په لور روان دي، د کمۍ مرض څخه ازاد دي، د ژبې سره مينه لري او دا نه ترې تيريدونکې مينه، موږ پښتانه هم بايد له خپلو هيوادوالو څخه دا زده کړه وکړو او له پښتو سره مينه پيدا کړو۰

هرڅه له مرکزه کيږي، د يوه هيواد هرپرمختګ يا وروسته والى د مرکز د کړنو لاس ته راوړنه ده۰

نو د ژبې په هکله څه بايد وکړو ؟

لومړى : پښتانه، چى په ښار کې له هرچا سره مخ کيږي،  کم له کمه هغه خپلې لومړنۍ خبرې بايد په پښتو پيل کړي، که بيا يې ځان د قانون په څټ اړيين باله او پښتو يې پريښوله هغه ته دې بيا پام وکړي۰ په دې هکله بايد په کابل کې تل داسى تبليغ شي، دا د تيت پاڼوله لارې او همداسې د ليکنو ، اخبارونو او مجلو له لارې، لنډ او اغيزمن۰ پښتانه دې نه خپه کيږي، که څوک  ورته ووايې، چى په پښتو نه پوهيږي، خو د خواشينۍ ځاي دا دۍ، چى پښتانه له پښتو تير شي۰

دويم: په کابل کې په ځانګړي توګه د پوهنې وزارت ترمخ او د نورو غوره ځايونو ترمخ بايد په کابل کې د پښتنو کوچنيانو لپاره د پښتو ليکلوست غوښتنه وشى او دا کار بايد نا پريکيدونکې دوام وکړي، تر څو دا قانون پلى شي۰

دريم : په همدې ډول بايد د کابل پوهنتون، د پولې تخنيک پوهنتون او د لوړو ښوونو جوړښتونو په مخ کې  پاڼې خپرى شي او دا تل، چى په کى ليکلي وي: د  پښتون استاد دنده ده، چى خپل درسونه په پښتو ورکړي، چى دا امر قانون کوي او داسى بايد وي۰

همداسې د  زده کړي پښتون دنده هم ده، چى د زده کړو بيرته ورکونه يانى ازموينى او داسې نورې په پښتو بيرته ورکړي او د تاجکانو او نورو درې ژبو لپاره همداسې امر بايد وي، چې خپل کارونه په دري سرته ورسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply