د ولسمشر په فرمان به له ۱۲ زرو ډېر نور بندیان هم خوشي شي

0 456

په پام کې ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان له زندانونو څخه ۱۲۳۹۹ بندیان له زندانونو خوشي کړي.

د افغانستان د زندانونو د تنظیم د ادارې عمومي رییس احمد راشد طوطاخیل وایي دا بندیان به د افغانستان له ټولو زندانونو څخه د ثور د اتمې په مناسبت د ولسمشر له خوا خوشي شي.

طوطاخیل وویل : د افغانستان په زندانونو کې د ۳۶ زرو په شاوخوا کې کسان بندیان دي ، مخکې د کرونا ویروس د خپریدو له امله د ولسمشر له خوا د لس زرو په شاوخوا کې د بندیانو د خوشي کیدو فرمان ورکړل شوی و چې له دې ډلې تراوسه ۶۱۲۴کسان یې خوشي شوي او دا بهیر دوام لري.

  طوطاخیل وایي په دې بهیر کې هغه کسان خوشی کیږي چې لوی او درانه جرمونه یې نه دي کړي او د ټولنې امنیت نه ګواښ. هغه وایی کوم کسان چې ولسمشر یې د خوشي کولو صلاحیت لري هغه خوشي کیږي او هغه کسان چې ولسمشر یې د آزادولو صلاحیت نه لري د هغوی سزا ۷۵ سلنه کمیږي.

 د زندانونو د تنظیم ادارې رییس وایي هغه کسان به خوشي نشي چې په لویو جرمونو لکه قتل، وسله والې ، اختطاف او نورو جرمونو له امله بندیان دي.

طوطاخیل وایي په دې فرمان کې هغه کسان هم نه دي شامل چې د اداري فساد په تړاو بندیان شوي دي.

د زندانونو د تنظیم د ادارې  مسول وایي د افغانستان زندانونه د اتلس زره کسانو د ځایولو ظرفیت لري چې د بندیانو په آزادیدو سره به وضعیت نورمال شی.

 هغه وایي سر له سبا به  په زندانونو کې د کرونا ویروس ازموینې هم پیل شي او که کوم بندي پرې اخته وي د قرنطین او درملنې له پاره به یې لازم امکانات برابرشي.

ولسمشر تر دې وړاندې هم د لس زرو بندیانو د خوشي کیدو فرمان صادر کړی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply