د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د شهید عارف وزیر په جنازه کې د خپلې وینا پر مهال پاکستان ته خطاب کې ویلي، قسم درته کوم که په پښتونخوا دې ولکه راڅخه ټینګه کړه، که جنګ راوړې، د عزت ساتلو لپاره مې هر ډول قربانۍ ته چمتو یوو.

د پښتین په خبره، په پنجاب کې د عارف وزیر په شهادت جشنونه روان دي، خو دا ډول شهادتونه به زمونږ مبارزه کمزورې نه کړي.

د هغه په وینا، هر ځای کې چې وحشت او ترور دی، تر شا یې د پاکستان آی اس آی لاس لري.

هغه زیاته کړه، چې د عارف وزیر وینه به هېڅوک نه هېروي او د هغه ارمانونو لپاره ب کار کوو.