امنیت شورا: د طالبانو په اعمالو کې د سولې اراده نه لیدل کېږي

0 477

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت سولې ته د رسېدو او د ښه نیت پخاطر د طالب بندیانو پروسه چټکه کړې، خو د طالبانو په اعمالو کې د سولې اراده نه ښکاري او تاوتریخوالی يې دوامداره ساتلی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل سیحون ته په استول شوي ویډیو کلیپ کې ویلي، د بندیانو خلاصون پروسه به نن او سبا هم روانه وي.

د هغه په خبره، دغه بندیان د ولسمشر غني د فرمان پر اساس او د طالبانو عمر، روغتیايي وضعیت او د بند مودې ته په کتلو خوشې کېږي.

هغه ویلي، افغان حکومت ژمن دی چې طالبانو سره د سولې خبرو کې دایمي اوربند ته زمینه مساعده شي.

 د افغانستان حکومت تر اوسه له باګرام، ولایتونو او څرخي پله زندان څخه نږدې ۸۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply