په پروان کې د برېښنا دوې ستنې الوزول شوې

0 570

په پروان کې د وارداتي برېښنا دوې ستنې  د نا پیژاندو کسانو له خوا الوزول شوې دي.

رپونه وایي تېره شپه دا ستنې د پروان ولایت د ګلغنډۍ په سیمه کې د ولایت مقام شاته الوزولې چې په چاودیدونکو توکو الوزول شوې دي.

د بريښنا شرکت وایي په دې چاودنو سره دا ستنې زیانمنې شوې خو چپه شوې نه دی .

په دغه شرکت کې مسوولین وایي  تخنیکي ټیم یې سیمې ته لیږلې او په ترمیم یې کار روان دی.

 شرکت وایي له څو ورځو را په دېخوا  ځینې کسان په پرلپسې ډول د برېښنا ستنو د ویجاړولو هڅه کوي چې دا د افغانستان د خلکو له پاره یو  جدي اقتصادي او  ټولنیز ګوذار دی.

د برېښنا شرکت له خلکو او  امنیتي مسوولینو غواړي چې د دا ډول کارونو مخه ونیسي  او د پيښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري، له دې پرته به بریښنا پرې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply