اېرو ایشیا په خپلې یوې تازه لیکنه کې ویلي، پاکستان هڅه کوي چې افغانستان کې یو کمزوری او ګوډاګی حکومت جوړ کړي.

د اېرو ایشیا په دې لیکنه کې ویل شوي، پاکستان افغانستان کې د داسې یو حکومت جوړول غواړي چې د دغه هېواد ټول فرمایشات ومني او پر ځای یې کړي.

مقاله کاږي، په اوس وخت کې د سولې پروسې پر مهال پاکستان ته خپلې ګټې تر بل هر څه زیاتې مهمې دي.

سرچینه کاږي چې پاکستان غواړي په دې توګه په سیمه کې د هند پر وړاندې ځان پیاوړی کړي او پر افغانستان ولکه ولري.