د فونيټکس يا غږ پوهنې شاليد

ليکوال: سيلانی 

0 1,048
د دې لۀ پاره  چې د فونيټکس پۀ برخه کې بنسټيز کار پيل کړو، نو لازمه ده چې لومړی د فونيټکس پۀ شاليد او اساساتو ځانونه پوه او لوستونکو ته يې پۀ هکله معلومات وړاندې کړو. ما هم د پښتو ژبې د غږ پوهنې لۀ پاره د يو اساسي کار پۀ پيلولو لومړی دا لازمه وګڼله چې د فونيټکس پۀ  شاليد ليکنه وکړم، ترڅو لوستونکو ته د ژبپوهنې دا برخه له پېله تر پایه د ښې پېژندنې وړ وي. نو لومړی دا برخه د يونان پۀ لرغوني سيمه کې تر څېړنې لاندې نيسم .
فونيټکس يا غږ پوهنه پۀ يونان کې
د يونان پۀ سيمه کې موږ فونیټکس يا غږ پوهنه لۀ دوو اړخونو تر څېړنې او مطالعې لاندې نيسو، لومړی د فيلوسوفانو لۀ آنده او دويم د ادبيانو لۀ آنده. لومړی غواړم د فيلوسوفانو لۀ آنده غږ پوهنه تاسو ته در وپېژنم.
1. پروتاګوراس يا پروتاغورث( 490-420 ق.م):  پۀ يوناني ژبه کې ورته (Πρωταγόρας) وايي. هغه د ماياندريوس زوی و. دسوفسطايي ډلې لومړنی پېژندل شوی فيلوسوف دی، چې د يونان پۀ آبدرای کې زېږېدلی او پۀ 450ق.م د خلکو تر منځ خورا زیات وپېژندل شو. هغه د ګرګياس هم مهالی و او د يونان لۀ حاکم او عالم شخص پريکلس سره يې دوستانه اړيکې لرلې. دی لومړنی کس و، چې د ښوونې پۀ بدل کې  يې پيسې ترلاسه کولې. پروتاګوراس پۀ ځوانۍ کې د باربرۍ دنده پر غاړه درلوده، خو لکه څنګه چې دۀ لۀ زده کړې سره بې سارې مينه درلوده، نو دا مينه ددې لامل شوه، چې دی لۀ خپل ځان سره زده کړې وکړي او د وخت ستر عالم ترې جوړ شي.
پروتاګوراس پۀ خدايانو بې باوره و. پۀ دې عقيده و چې انسانان پوهېدلی نشي، چې آيا خدایان شته دي او کنه. ځکه د انسانانو ژوند لنډ او د خدايانو موضوع پېچلې او تياره ده. دی  لۀ همدې امله پۀ آتن کې د همدې جرم پۀ تور پۀ مرګ محکوم او زندان ته و استول شو، خو زده کوونکو يې ده ته لۀ زندان څخه د تېښتې لاره هواره کړه. هغه لۀ يوې کښتۍ سره د سيسيل جزیرې پۀ لور وخوځېدۀ او هلته يې بېړۍ د طوفان لۀ کبله ډوبه شوه او ومړ. ( ويکی پديایی دانشنامه آزاد)
پروتاګوراس پۀ ګرامر کې نوميز جنسيت تر څېړنې لاندې ونيوۀ. لکه څرنګه چې د جنسيت روستاړي د نوم پۀ پای کې لۀ نوم سره د صرفي روستاړو پۀ توګه ګردانيږي، نو دۀ هم دا روستاړي د نوم يوه برخه وګڼلۀ. پروتاګوراس هڅه وکړه تر څو د پوښتنيزو او تمنایي غوڼدلو نحوي جوړښت د هغوی لۀ جوړښت سره منطبقه کړي. ( تاريخچه آواشناسی…د اکتر مهدي سمانی. مخ ۱۱ )
2. افلاطون
افلاطون د آتن پۀ يوه اشرافي او سياسي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې. د هغۀ اصلي نوم آريستوکلس و. دی د خپلې غښتلتيا لۀ امله د افلاطون پۀ نامه ونومول شو. د افلاطون ويی پۀ يوناني ژبه کې د غښتلي او ځواکمن معنا ورکوي. افلاطون لۀ ماشومتوبه ډېر ځيرک او هوښيار و، همدا لامل و چي  پلار يې پۀ بېلابېلو برخو ( موسيقي، فلسفه، ژيمناستيک ) کې ورته ښوونکي نیولي و. دۀ پۀ ځوانۍ کې لۀ موسيقي، رياضيات او شعر سره زياته لېوالتيا درلوده، خو کله يې چې لۀ سقراط سره وپېژندل، نو فلسفې ته يې مخه کړه. هغۀ پۀ څلوېښت کلنۍ کې د اکادمي يا اکادموس پۀ نامۀ  يو ښوونځی رامنځته کړ، چې دا پۀ حقيقت کې د اروپا لومړنی پوهنتون بلل کيږي،ځکه چې پۀ دغۀ ښوونځي کې يوازې د پوهې يوه برخه نۀ تدريسېده، بلکې بېلابېل علوم تدريسېدل. ( ويکی پديایی دانشنامه آزاد). (اریخ فلسفه کالستون،جلد1‌، صفحه 160-160)
افلاطون د تدريس پۀ چارو کې پر ژبني فنونو ډېر ټينګار کو، دی د ژبې پۀ کارونه کې استاد و. د هغه د ژبني مهارتونو پۀ هکله ويل کيږي: « لکه څرنګه د شمال پۀ لرې پرتو ښارونو کې چي د ويونکو لۀ خولې خبره را ووځي، فورآ يخ بند کيږي او پۀ اوړي کې بېرته ويلې کيږي او د خلکو غوږونو ته رسيږي، همدارنګه کله به چې افلاطون خپلو ځوانو شاګردانو ته خبرې وکړې، کله به چې هغوی زاړۀ شول بيا به يې پۀ خبرو پوهېدل.»
غږپوهنه يا فونيټکس د لومړي ځل لۀ پاره د افلاطون لۀ خوا وړاندې شوه. هغۀ د يوناني ژبې خپلواک او بېواک غږونه سره بېل کړل او بېواک غږونه يې پۀ دوو برخو( انسدادي یا بنديدونکي بېواکه او تړلي بېواکه)  ووېشل. د انسدادي يا بندېدونکي  بېواکه غږونو پۀ هکله يې وويل چې پۀ يوازې توګه نه ويل کيږي، مګر هغه وخت چې خپلواک توري ورسره مخکې او وړاندې وکارول شي. دۀ د غږونو زېرو بمي ځانګړنې هم تر څېړنې لاندې ونيولې.
افلاطون غونډلۀ يا جمله پۀ دوو بنسټيزو برخو ووېشله، لومړۍ برخې ته يې نومواله يا اونوما او دويمې برخې ته يې ګړواله يا ريما  وويل. د غونډلې دا ډلبندي لۀ هغۀ را وروسته تر ننه پورې د نحوې يا غونډلپوهنې  اساسي برخه جوړه وي.( تاريخچه آواشناسي، داکتر مهدي سمانی. مخ ۱۱- ۱۲ )
ارسطو
ارسطو د يونان ښار پۀ شمال کې پۀ يوه بډایه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. هغه پۀ اتلس کلنۍ کې د افلاطون اکادمۍ ته لاره پيدا کړه او د ۲۰ کالونو لۀ پاره يې پۀ ياده اکادمۍ کې زده کړې وکړې. نوموړی د څلورو کالونو لۀ پاره د سکندر مقدوني ښوونکی پاتې شو او د هغۀ پۀ مرسته يې وکولی شو، چې يو مدرسه پرانيزي. ارسطو د سياست، ادبيات، چاپیريال پېژندنې،اخلاق، فزيک، متافزیک، منطق، دولت او د بيان پوهنې پۀ برخه کې پوهه درلوده او پۀ دغۀ برخه کې يې ليکنې کړي دي. لۀ همدې امله افلاطون چې د ارسطو ښوونکی و، دۀ ته د پوهې لقب ورکوي او ترڅنګ يې دی د لومړني ښوونکي پۀ توګه پېژندل شوی دی. ارسطو هم د نورو فيلسوفانو پۀ شان د ژبې پۀ هکله څرګندونې لري، چې دلته ترې يادونه کوم :
ارسطو د افلاطون د جملې هغه وېشنه ( اونوما او ريما ) مني خو ددې ترڅنګ پرې سيندسموی هم ورزياتوي.  ارسطو ريما د جملې دخبر پۀ توګه هم مني او د افلاطون پۀ شان خبر د صفت پۀ طبقه کې ګني. دا ځکه چې صفت هم د خبر پۀ ځای کې واقع کيږي. لکه : مثل علی معلم. پۀ دغۀ جمله کې تنوين لرونکی صفت د خبر پۀ ځای کې راغلی او  ربطي فعل شتون نه لري.
ارسطو د پروتاګوراس د جنسيت لۀ معقولې سره همغږی دی او هغه يې د نوم يوه برخه ګڼله. هغۀ پۀ جملو کې د کلمو د ورستيو برخو بدلونونه د پتوسيس پۀ نامۀ ونومول او د کلمې لۀ پاره پېژندنه وړاندې کړه، هغۀ کلمه داسې تعريف کړه: کلمه د جملې هغه معنا لرونکی توکی يا برخه ده، چې موږ نشو کولی هغه پۀ نورو معنا لرونکو برخو ووېشو. که څه هم دا پېژندنه د اوسني مورفيم پېژندنه ده، خو د هغه وخت له پاره يوه خورا ارزښتمنه او لومړنۍ پېژندنه وه.
ارسطو د افلاطون پۀڅېر معنا د کلمې يه سطحه کې د اعتبار وړ ګڼي، نو موږ کولی شو، چې دی د بهارات راری سره چې د واکياپاديا اثر مؤلف دی پۀ ټکر کې وګنو، ځکه هغه جمله نۀ تجزيه کېدونکی واحد ګڼي. کولی شو دی لۀ معاصرو پوهانو سره ورته کړو، چې اصلآ کلمه د زبپوهانو د ذهن زېږنده ګڼي. د افلاطون او ارسطو تر ټولو لوی کار د ژبې پۀ برخه کې داد چې هغو د ژبې عادي کلمات پۀتخصصي معنا وو کې وکارول او د ژبې پۀاصطلاحاتو کې يې يوالی را منځته کړ…  ارسطو د يوناني ژبې د غږيزو ځانګړنو پۀ کل څۀ نۀ دي ويلي.
لومړۍ برخه
نور په بله برخه کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply