ته ینج په یو ویډیو پیغام کې ویلي، د مارشالۍ رتبې ورکړه د جنرال دوستم اساسي شرط و، چې عبدالله ومانه هم.

د  ته ینج په خبره، مارشالي د دوستم حق دی، ځکه د افغانستان په ټولو جنګونو کې ښکېل و.

د هغه په وینا، له ډاکټر عبدالله عبدالله پرته نور هېڅوک د تاجیک قوم په اړه د تصمیم نیونې حق نه لري او د دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه هم د عبدالله عبدالله په صلاحیتونو کې ده او هېڅوک نه شي کولای د تاجیک قوم په استازیتوب ددې کار مخالفت وکړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې عبدالله عبدالله له مونږ سره پروټوکول کی چې دوستم ته به لومړی معاونیت، د مارشالۍ رتبه او امنیتي ارګانونو کې مهم پوستونه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مارشال فهیم زوی ادیب فهیم دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړې سره شدید مخالفت کړی دی.