د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله -۴

ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 734

د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله

څلورمه برخه – د نادر  شاه د کورنۍ سره د ببرک خان ځدراڼ  د مناسباتو مؤقتي سوړوالې

سردار محمد نادر خان د کابل دنيولو په هلو ځلو کې د ۱۹۲۹ کال د مارچ له  ۸ مې نيټې، چې دخوست له پولې د افغانستان خاورې ته ننوت، او د اکتوبر د مياشتې تر ۱۵ مې نيټې چې په برياليتوب سره د هيواد پايتخت کابل ته ورسيد،  د (۷) اوه مياشتو او يوې اونۍ په موده کې د ډيرو تکليفونو، کړاوونو، خنډونو، ماتو، نا اميديو او پښيمانيو له پړاوونو تير شو.   د سخت وخت پدې ټوله موده کې د غازي ببرک خان کورنۍ په خاصه توگه د هغه دوه زامن،  زمرک خان ببرکزي او شيرمحمد خان ببرکزي، هر راز سرښندونو سره د دوې تر څنگ ولاړ  او مرسته کړې ده .

د سردار محمد نادر خان د لومړنيو ماتو او ناهيليو په ترڅ کې د خوست د ځينو کړيو مخالفت او د لارې بندول، د وسلو د تقسيم په سر د ځدراڼو او منگلو د لښکرو لانجې، د دريخيلو ځدراڼو لخوا منځ ته راغلي مشکلات، د نادرخان سره د احمدزيو د خان  جانداد خان د زوې غوث الدين خان پخواني عداوت، او د محمد صديق خان او په سور جرنيل مشهور محمد عمر خان تر مشرۍ لاندې د حبيب الله کلکاني د قواوو مقاومت په شان مختلف عوامل د يادونې وړ دي .

د سردار محمد نادر خان په پټو اهدافو او ارتباطاتو ناخبري

د ببرکزي کورنۍ د سردار محمد نادر خان په اصلي مقاصدو او پټو ارتباطاتوخبره نه وه .  د انگريزانو د آرشيف د استخباراتي رپوټونو په شهادت، سردار محمد نادر خان پدې موده کې څو څو ځل له انگريزانو د وسلې، پيسو او د ډيورنډ د کرښې د بلې خوا قومونو د لښکرو د اجازې د  مرستې په شمول پټې غوښتنې کړي دي، چې يو څو مثالونو ته يې په لانډې ډول اشاره کوو :

  • د۱۹۲۹ م کال د مارچ د مياشتې په ۲۹ مه نيټه د صاحب زاده شيخ محمد صادق خان په لاس د «بنو» د کمشنر د معاون په نامه د ليک او شفاهي پيغام استول چې هغه شخصا د انگريزانو سفير «همفريز» ته ورکړي . او د دغه پيغام د محتوی په هکله د همفريز څرگندونې چې نادرخان ترې د پروگرام د دوام دپاره د پيسو غوښتنه  کړې وه .
  • د اپريل په مياشت کې د ايبنر Ebner د شرکت د استازي، ايم ای حکيم په لاس د شمال لويديز د سرحدي ايالت د عمومي کمشنر په نامه د څو ليکونو استونه او په هغه کې د لس زره روپيو د ورکولو غوښتنه .
  • د مې په مياشت کې د ايم ای حکيم په لاس د انگريزانو د ختيزو چارو سکرتر شيخ محبوب علي ته د پيغام استول، د پيسو غوښتنه او د سفير همفري د پاره په شفر کې د يوه پيغام ليږل چې په هغه کې په اروپا کې هغه ته د ورکړ شوو وعدو د تر سره کولو د وخت د رارسيدو يادونه او د لښکرو د خوراکې اړتياوو د پوره کولو دپاره د دوه لکه هندي روپيو د سملاسي ورکړې غوښتنه .
  • د جون د مياشتې په دوهمه نيټه د کورمې پوليټيکل ايجينټ ريچارد مکوناچې Richard Roy Maconachie ته د سردار احمد علی خان استول او د نورو پيسو او وسلو غوښتل .
  • دسپتمبر په مياشت کې پاړه چنار کې د انگريزانو پوليټيکل ايجنټ ته د حاجي محمد اکبر خان په لاس د ليک استول او په افغانستان کې د لښکرو د تنظيمولو د لومړنيو اړتياوو د پاره د پيسو غوښتنه . [1]

په سختو او ستونزو کې  ملگرتوب

د کابل په نيولو کې د سختيو يوه بيلگه د غازي ببرک خان د کورنۍ په اسنادو کې په لاندې ډول راغلې ده :

«جنرال محمد نادر خان د لويې پکتيا له خوست څخه د گرديز په لورې په داسې حال کې حرکت وکړ چې د پکتيا د نورو قامونو لکه د ځاځيو، منگلو، تڼيو، ځدراڼو، څمکنيو، او صبريو لښکرې ورسره وې . دا قامې لښکرې، قامي مشران او په خپله جنرال محمد نادر خان له خپلو ورسره ملگرو سره چې د پکتيا گرديز ته ورسيدل، نو د احمدزيود مشر جانداد خان کور ته ورغلل .

جنرال محمد نادر خان له خپلو دريو تنو ملگرو سره د هغه کورته ننوتل او نورې قامي لښکرې د جانداد خان احمدزي د کور دباندې د کلي په جوس کې منظمې کيناستې . له زمرک خان ببرکزي سره د خپل قام (۳۰۰۰) درې زره تنه لښکر موجود و او له خپل مشر زمرک خان ببرکزي سره يوې څنډې ته کيناستل ..  له جانداد خان احمد زی سره د جنرال محمد نادر خان خبرو اترو تر زياتې شيبې پورې دوام  وکړ تر څو د پکتيا د نورو قامونو لښکرې په انتظار ستړې شوې او د خلکو په گڼه گوڼه کې ځوږ پورته شو دا ځکه چې جانداد خان احمد زي جنرال محمد نادر خان پر مخ باندې يوه سپيړه وهلی او ورته ويلي يې وو چې د کابل د تخت د بيا نيولو په هلو ځلو کې زما اووه (۷) ورونه په توپونو الوزول شوي او ټوټې ټوټې شوي دي، خو اوس ته راغلې يې او غواړې چې کابل ونيسی، دا هيڅکله نشي کيدلای بلکې زه همدا نن د پکتيا د نورو قامونو د لښکرو په وړاندې تا له خپل کور څخه بهر په ميدان کې په دار ځړوم او د کابل د تخت د نيولو آرمان تورو خاورو ته در سره ليږم »[2]

د قاضي محمد عمر خان ببرکزي په يادداشتونو کې چې دخپل پلار شيرمحمد خان ببرکزي له خولې يې ثبت کړي راغلي چې د زمرک خان ببرکزي په گډون د پکتيا د قامونو مشرانو جانداد خان ته خبردارې ورکړ چې د پکتيا د قامونو سره د بدۍ (دښمنۍ) پر ځاې د دوې ميلمه دوې ته وسپاري اود قام ننگ او غيرت وساتي . جانداد خان احمدزي د خپل قام د مشرانو خبره ومنله او جنرال محمد نادر خان يې هغوې ته وسپاره .  جنرال نادر خان بيا منگلو او ځاځيو ته لاړ تر څو د وزيرو او مسعودو لښکرې هم د ځان سره راولي او هلته پاتې شو.

که څه هم دلته د جانداد خان په نوم کې غلطې پيښه شوې ده . ځکه چې خپله جانداد خان د امير حبيب الله خان په وخت کې په ۱۹۱۴ کال کې وژل شوې و، دا وخت د هغه زوي غوث الدين خان د احمدزيو خان او د هغه ځاې ناستې و، خو د گرديز د ستونزو په هکله د انگريزانو آرشيف ورته معلومات ورکوي .

د گرديز د جرگې د جوړيدو نه مخکې غوث الدين خان احمدزي  گرديز ته د نادر خان او شاه ولي خان د تگ  هرکلې کړې او شاه محمود خان هم نادر خان ته د هغوې د ملگرتوب اطمينان ورکړې و.

خو دوه ورځې وروسته کله چې جرگه پيل شوه، نو د خوست د قامونو له انتظاره لرې، ځينو غلجيو د غازي امان الله خان  پلويتوب څرگند کړ . دې موضوع ته د صوبې سرحد د کميشنر په يوه رپوټ کې هم، په جرگې د موجود يوه تن له قوله، څرگنده اشاره شوې ده .  جرگه د گډوډۍ او خلکو د الې گولې له امله پرته له نتيجې پاې ته ورسيده . د هغې په سبا، مخالفو کسانو، چې غوث الدين خان هم ورسره ملگرې شوې و، د گرديز په بالا حصار، چې د نادر خان او ملگرو د اوسيدو ځاې و، حمله وکړه . او هغوې د عبدالغني خان گرديزي په مرسته د يوې فرعي دروازې تښتيدلي او ځانونه بيا علي خيلو ته  ورسول .  له بله پلوه شاه محمود خان هم چې د جانباز خان څرخي په ملگرتوب د حبيب الله کلکاني د قواوو د پرمختگ د مخنيوي په مقصد لوگر ته استول شوې و، د ماتې سره مخامخ او په شا تگ ته مجبوره شوې و.

پدې ډول وينو چې سردار نادرخان او ورونو يې ونشوکړاې خپل پلان د نقشې مطابق مخې ته يوسي . او د نادر خان او ورونو قواوو يې د اپريل، جون، اگست او سپتمبر په مياشتو کې په پرلپسې توگه د حبيب الله کلکاني له قواوو ماتې وخوړه .

د سردار نادر خان نا اميدي او د فغانستان نه د وتلو وړانديز

نادر خان حتی کله چې غازي امان الله خان هم هيواد پريښود او له صحنې ووت، د پرلپسې ماتو په نتيجه کې په بريتانوي هند کې د سياسې پناه د اخيستلو په فکر کې و. هغه مخکې لدې چې د انگريزانو مرستې ورته ورسيږي، او د وروستنۍ هڅې په توگه د  ډيورند د تپل شوې کرښې د بلې خوا د وزيرو او مسعودو د لښکرو د ټولولو اجازه تر لاسه کړي، خپله ماتې قبوله کړې او د انگريزانو نه غوښتې وو چې بريتانوي هند ته د بيرته ستنيدو د شرايطو په سر د سقاو د زوې سره خبرې وکړي . [3]  هغه دغه شرايط پاړا چنار ته د حاجي محمد اکبر خان په لاس د شفاهي (خو کاغذ له مخې لوستل شوي) پيغام له لارې د مکوناچې سره شريک کړي وو. انگريزي سياسي استازي، مکوناچي، وروسته له پاړا چنار نه په خپلو استول شوو ټلگرامونو کې وليکل چې زه دې نتيجې ته رسيدلې يم چې د نادر خان اوسنې هدف د افغانستان نه  په عزت سره وتل دي . څرنگه چې هغه خپله د حبيب الله سره خبرې کولای نشي، نو د بريتانيا د حکومت نه غواړي چې دا خبرې د ده دپاره  سر ته ورسوي ، او د حبيب الله لخوا د ده د وتلو د شرايطو ضمانت وکړي . د نادر خان لخوا د افغانستان نه د وتلو پيشنهاد شوي شرايط په لاندې ډول دي :

  1. د ده او پخواني رژيم د ټولو حمايت کوونکو عمومي بخښنه
  2. د هغه او حاکمې طبقې د وتلو مصئونيت
  3. هندوستان ته د هغې د کورنۍ او پلويانو د منقولو شتمنيو ويستل
  4. په افغانستان کې د دوې د شتمنيو د عوايدو څخه د هغوې د مصارفو ورکړه، او په عين حال کې د بريتانوي هند لخوا د هغوې د مصارفو ورکول .

د انگلستان د آرشيف د اسنادو له مخې،  په لوگر کې د شاه محمود خان د ماتې او د مشرقي په ولايت کې د هغه د بل ورور هاشم خان د سپتمبر د مياشتې تر ماتې وروسته د نادر خان د بخت ستورې مخ په غورځيدو و، خو څرنگه چې انگريزانو نه غوښتل چې هغه ميدان خوشې کړي، د ډيورنډ د کرښې د بلې خوا د وزيرو او مسعودو د لښکرو نه د کار اخيستلو سره يې موافقه وکړه . تر هغې دمخه انگريزانو پدې جگړه کې د قبايلو د گډون او ټولې قبايلي سيمې کې د جگړې نه ويره درلوده . د قبايلو پوليټيکل ايجنټ ته لارښوونه وشوه چې افغانستان ته د افرادو او قومونو د لښکر د ورتگ مخه ونه نيسي .  د هند د حکومت د غير مستقيمې اجازي خبر په پوره چټکۍ سره د قبايلو په منځ کې خپور شو او د وزيرو او مسعودو قومي لښکرې د نادر خان د مرستې دپاره افغانستان ته ننوتلی.[4]

د استا اولسن په وينا، «د آرشيف په منابعو کې موجود اسناد مکمل تصوير نه وړاندې کوي، خو دا څرگنده ده چې د [بريتانوي] هند حکومت لږ تر لږه پيسې او وسايل ورته برابر کړي او د پولې نه د مسعودو او وزيرو د لښکر د تيريدو سره يې مخالفت نه دئ کړی»[5].

د  نادرخان لخوا د غازي امان الله خان د ملاتړ د عهد او قسم د ماتولو په سر د زمرک خان ځدراڼ خپگان

د سپه سالار نادر خان سره د لومړي ځل د پاره د ببرکزي د کورنۍ د مشر، زمرک خان ځدراڼ په مناسباتو کې سوړوالې او خپگان هغه وخت پيدا شو، کله چې سردار محمد نادر خان کابل ته په رسيدو، د اولسي مشرانو سره د خپلوهغو وعدو او قسمونو او د افغانستان خلکو ته د خپلو چاپي خپرو شوو اعلاميو په خلاف ، د خلکو د خبرتيا او موافقې نه پرته په غير قانوني توگه د دسيسې له لارې د يوې غونډې په ترڅ کې ځان د افغانستان د پاچا په توگه اعلان کړ.

پدې هکله د غازي ببرک خان د لمسي د ثبت شوو اسنادو په حواله ښاغلې محمد عارف  غروال ليکې «کله چې شاه محمود خان او شاه ولي خان د کابل ارگ ونيو او بيا جنرال محمد نادر خان د قامونو له مشرانو سره يو ځای ارگ ته ننوت، د قضاوتپوه قاضی محمدعمر ببرکزي پلار وکيل شير محمد خان ببرکزي ته يې په کابل کې د بهرنيو سفارتونو د امنيت چارې وسپارلې او هغه په پوره نظم او دسپلين دغه درنده وظيفه سنبال کړه .

د وکيل شيرمحمد خان ببرکزي په ويناڅه وخت چې د شپې ډوډۍ ته کيناستل له جنرال محمد نادر خان سره په دسترخوان باندې شاه جي[6]، الله نواز خان، نواب خان لوگرې، زمرک خان ببرکزې او زه شيرمحمد خان ببرکزې حاضر وو. د ډوډۍ د خوړلو په جريان کې شاه جي وړانديز وکړ چې حالات سم نه دي، حبيب الله کلکاني ژوندې او غرونو ته ختلې دئ، نو په دغه شان کړکيچنو حالاتو کې د غازي امان الله خان راغوښتل يو ستونزمن کار دئ او دا امکان نه لري چې پدې بيړنيو حالاتو کې اعليحضرت امان الله خان ته منتظر پاتې شو. زما په نظر غوره به دا وي چې جنرال صاحب محمد نادر خان د سلطنت چارې سنبال کړي، نو محمد نادر خانه مبارک دې شه!  له ده سره سم الله نواز خان هم د مبارکۍ آواز اوچت کړ، نواب خان لوگري هم وويل چې سلطنت دې مبارک شه . خو چې جنرال محمد نادر خان زمرک خان ببرکزي ته وکتل، هغه چوپتيا غوره کړه او هيڅ يې ونه ويل او پدې توگه د شپې جوړه شوې غونډه ختمه شوه .

په همدې شپه زمرک خان ببرکزې له څو نورو قامي مشرانو سره خوست ته روان شو. د وکيل شير محمد خان د وينا له مځې دی مجبور ؤ چې له خپل لښکر سره کابل کې پاتې شي ، ځکه چې د بهرنيو سفارتونو د امنيت د ساتنې درنده وظيفه ورسپارل شوې وه . خو د غرمې ډوډۍ له پاره چې ارگ ته ورغی، نور مشران هم موجود وو، ځکه نو محمد نادرخان ورڅخه وپوښتل چې زمرک خان چيرې دی او ډوډۍ ته ولې رانغی؟ ده په ځواب کې ورته وويل چې صاحبه! هغه لږ ناروغ و او د درملنې له پاره خوست ته ولاړ، خو محمد نادر خان يې په ځواب کې وويل: ناروغان خو د درملنې له پاره کابل ته راځي او زمرک خان خوست ته ولاړ؟ دی بايد حاضر وای ځکه زه نن د قومونو ټولو مشرانو ته لوی لوی منصبونه ورکوم . خو زمرک خان چې په دې کسانو کې دی هغه حضور نه لري . بيا محمد نادر خان د قومونو مشرانو ته په لاندې ډول منصبونه اعلان کړل :

  1. د ځاځيو د قام مشر سربلند خان ته د نايب سالارۍ رتبه .
  2. د منگلو د قام مشر زلمي خان ته د نايب سالارۍ رتبه .
  3. د ځدراڼو د قام مشر زمرک خان ببرکزي ته د نايب سالارۍ رتبه .

همدارنگه يې د وزيرو ځينو مشرانو ته د نايب سالارۍ او ځينو نورو قامي مشرانو ته د فرقه مشرۍ رتبې اعلان کړې».[7]

د نادر خان لخوا د قامي مشرانو د غولونې او عهد شکنۍ دغې موضوع ته د «سلطنت پر سر د مشرانو دوگانگي او د نادر خان عهدشکني» او «محمد نادرخان ته د هغه د عهد شکنۍ يادونه» تر سرليک لاندې د ارواښاد جرنيل يارمحمد خان وزيري د خاطراتو په ۳۲۹ او ۳۳۳  مخونو کې هم اشاره شوی ده.

 د ببرکزي د کورنۍ په يادداشتونو کې بيا په مهر شوي قرآن د حبيب الله کلکاني او د هغه د ورور حميدالله ارگ ته رابللو ته هم اشاره شوی ده . «يو شپه  د ډوډۍ پر مهال چې د شوربازار حضرت صاحب هم موجود و، حضرت صاحب محمد نادر خان ته وويل که حبيب الله خان کلکاني له خپل ورور … سره راوغواړې غوره به وي، ځکه يو خو به هغه وگورو او بله دا چې زمونږ سره به يو ځای ډوډۍ وخوري . د حضرت صاحب خبره يې ومنله …او ډوډۍ يې يو ځاې په يوه دسترخوان باندې سره وخوړه . د ډوډۍ تر خوړلو وروسته حبيب الله خان کلکاني وويل : رښتيا خبره دا ده چې پادشاهي ډير دروندبار دئ او ما دسلطنت دروند بار پخوا نه و ليدلی، خو اوس زه ژمنه کوم چې د ضرورت په وخت کې د وطن هر خدمت ته تيار يم . تر دې بحث او ډوډۍ خوړلو وروسته دواړه خپلې کوټې ته ولاړل، خو دوه ورځې وروسته دواړه ورونه د افغانستان بانک او ملي بانک د ديوالونو تر څنگ په داسې حال کې وليدل شول چې وژل شوي وو. د حبيب الله خان کلکاني او دده د ورور تر وژلو وروسته وکيل شير محمد خان هم له خپلو کسانو سره خوست ته ولاړ او نادر خان پدې هم ورڅخه خپه شو چې لومړې زمرک خان او بيا يې ورور شيرمحمد خان يو پر بل پسې خوست ته لاړل .[8]

د کابل د نيولو د جريان لنډيز داسې و چې شاه ولي خان د پکتيا د جنگياليو يوې قوې او پنځه زره وزيري لښکر په ملگرتيا د ۱۳۰۸ کال د ميزان په شپږمه نيټه د لوگر خوشي ته ورسيد. جنرال محمد عمر خان (سور جرنيل) چې دمخه د غازي امان الله خان نه مرور او دا محال د لوگر په درويش کې د ميشتو سقوي قواوو قومانداني په لاس کې درلوده د نادر خان سره خپله موافقه اعلان او وويل چې د هغه د لښکرو مخه به نه نيسي . د څو ورځو په موده کې د حبيب الله لښکرې په پرلپسې توگه پر شا شوې او شاه ولي خان هم د يوه لښکر په مشرۍ تر ټولو لومړې د چهار آسياب له لارې ځان کابل ته ورسولو او ځانته يې د «کابل د فاتح» لقب په برخه کړ . شاه محمود خان چې د دوهم لښکر په مشرۍ د حبيب الله ماتې شوې قواوي  تعقيبولې، د هغه په سبا د ريشخورو او دارالامان له لارې کابل ته ورسيد. نادر خان هم بله ورځ، وروسته له هغې چې د کابل د نيولو او حبيب الله د تيښتې ډاډه شو، چهلستون ته لاړ .

سيد قاسم رشتيا په خپلو خاطراتو کې ليکي چې سپه سالار [نادرخان] مخکې لدې چې کابل ته داخل شي په چهلستون کې تم شو او د کابل مخور يې ليدو ته ورغلل چې په دوې کې يې پلار او تره [سيد حبيب خان او مير محمد هاشم خان] هم شامل وو. هغه زياتوي لکه چې د خپل پلار او په مجلس کې د نورو حاضرو کسانو څخه اوريدلي، سپه سالار په مجلس کې گډون کوونکو خلکو نه د خپل موقف او هيواد د راتلونکي مشرتابه په هکله وپوښتل . ډيرو حاضرو کسانو هغه د سلطنت د مقام د نيولو دپاره تر ټولو مناسب شخص و بللو . خو څو د گوتو په شمير کسانو چې په هغوې کې محمد ولي خان د سلطنت وکيل، شير احمد خان د شورا رئيس او مير هاشم خان د ماليې وزير شامل وونظر ورکړ چې مناسبه به دا وي چې د اوس دپاره سپه سالار د سلطنت د وکيل په توگه وپيژندل شي، او د پادشاهۍ د موضوع فيصله لويې جرگې ته پريږدي . [9]

د يادونې وړ ده له دغو دريو کسانو څخه نه يواځې هيڅ يوه ته  د نادر خان په کابينه کې برخه ورنکړ شوه، بلکې د سردار شير احمد خان نه پرته چې محمد زې ، د نادر خان د تره زوې او د خور ميړه و، دواړه نور کسان ووژل شول (مير هاشم خان په مرموزه توگه د نادر شاه د تخت کيناستو نه يوه شپه وروسته او محمد ولي خان په زندان کې د يوې مودې تر تيرولو وروسته) . [10]

سردار نادر خان په بله ورځ د چهلستون نه په فاتحانه توگه کابل ته ننوت او د باغ علی مردان سيمې ته چې يو وخت يې د غور نيکه، سردار سلطان محمد خان طلايي ځاې و،  ښکته شواو هلته يې د خپلو نږدې خپلوانو سره چې په دوې کې د شير احمد خان زکريا او فيض محمد خان زکريا په شان په استعماري دستگاه پورې تړلې څو کسان هم شامل وو. د راتلونکي پاچا د ټاکلو د مشورتي غونډې  ترتيبات، چې په حقيقت کې يې د خپلې تاج پوشۍ مراسم وو، ونيول او په پاې کې يې د يوې مضحکې او ساختگي صحنه سازۍ په ترڅ کې د  ۱۹۲۹ کال د اکتوبر د مياشتې په ۱۶ مه نيټه د سلام خانې په تالار کې د يو شمير په لاس راټول شوو کسانو او ملگرو قامونو د مشرانو په حضور کې  تر سره کړل . [11]

له شواهدو داسې ښکارې چې تر لنډې مودې خپگان وروسته  د نادر شاه او ببرک زي دواړو کورنيو اړيکي بيرته سره ښه شول . دا چې د غازي ببرک خان بل زوې ياور عبدالله خان  هم د نادرشاه او هم د ظاهر شاه د ياور په توگه پاتې شوې او حتی د نادرشاه د وژل کيدو په وخت کې زخمي شوې هم و، د دغه ښو اړيکو او متقابل اعتماد نښه ده.  خو دا اړيکي يو ځل بيا د دوهمې نړيوالې جگړې او د افغانستان نه د جرمنيانو او ايټالويانو د ويستلو دموضوع د پاره د رابلل شوې لويې جرگې په ترڅ کې له دوستۍ تر شکمنۍ او بيا د غازي ببرک خان د زامنو په کورونو او کلاوو د حکومت د بريدونو په نتيجه کې په دښمنۍ بدل شول . د ببرک زې د کورنۍ د يادداشتونو له مخې د محمد نادر خان لخوا د غازي امان الله خان د بيرته راوستو د ژمنې د امضا شوې عظيم الشان قرآن سرنوشت له هغې وروسته معلوم نه شو، کله چې د خانداني حکومت لخوا په خوست کې د زمرک خان په کور يرغل وشو او ټول شيان يې تالا شول . خو د سقاو د زوې حبيب الله کلکانې سره د قرآن کريم په پاڼه د امضا شوې روغې جوړې د قسم تاريخي سند لا تر اوسه هم په انټرنيټ کې موجود دئ .

پر  قرآن مجيد د نادر خان د لاسليک تاريخې  سند

 (نور بيا)

[1] . د زياتو معلوماتو دپاره د بازنگری دوره امانی و توطئه های انگليس په کتاب کې د «ناکامی های اوليه محمد نادر خان و پلان احتمالی مداخله مستقيم انگليس ها»، «کمک های نظامی و مالی انگليس ها در رساندن محمد نادر خان به سلطنت»، «تاکيد بر مخفی نگهداشتن کمک ها و تحايف انگليس ها به محمد نادر خان» او «بهانه سياست بیطرفی توطئه ديگر انگليس ها» تر سرليک لاندې مطالبو ته مراجعه کولې شئ .

[2] . غروال، محمد عارف . د غازيانو او اتلانو ياد، ۱۴۳-۱۴۴ مخونه

[3] . د انگلستان د آرشيف اسناد، ۳۱۵، ۳۲۰، او ۵۱ شميره ټلگرامونه L/P&S/10/1301.

[4] . پاولادا، ليون (۱۹۸۹). اصلاحات و انقلابات ۱۹۲۹، دباقي يوسفزي ژباړه، ۱۹۹ مخ.

[5] . اولسن، استا (۱۹۹۵). Islam & Politics Afghanistan  ، ۱۷۲ او ۱۷۳ مخونه .

[6] . د نادر شاهې دورې هرکاره او د انگريزانو د دغه جاسوس اصلي نوم په گاډی وان مشهور قربان حسین هندی او مستعار نوم يې سیدعبدالله شاه جی همدانی و.

[7] . غروال، محمد عارف . د غازيانو او اتلانو ياد، ۱۴۵-۱۴۷ مخونه

[8] . هماغه منبع ، ۱۴۷-۱۴۸ مخونه.

[9] . رشتيا، سيد قاسم (۱۹۹۷)، ۹ مخ.

[10] . زماني، عبدالرحمن (۲۰۱۳). بازنگري دوره اماني و توطئه های انگليس، ۴۷۰ مخ .

[11] . سيدال يوسفزې (قاسم رشتيا) ۱۳۷۸. نادر چگونه به پادشاهي رسيد؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply