هبت الله امریکا ته: هېچاته اجازه مه ورکوئ چې زموږ او ستاسو د هوکړې مخه ونیسي

0 665

د طالبانو مشر د اختر په مناسبت په یوه پیغام کې له خپلو افرادو غوښتي چې په خلکو ظلم ونه کړي.

په دغه پیغام کې چې له امریکا سره ترهوکړې وروسته لومړی اختریز پيغام دی د تاوتریخوالي او جګړې د دستور په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا د طالبانو لومړی پیغام دی چې خپلو افرادو ته په کې د تاوتریخوالي امر نه دی شوی.

د طالبانو رهبر ویلي چې د دغې ډلې ټولو غړو ته لارښونه کیږي چې په دې حساسو شرایطو کې په خلکو رحم وکړي او د خلکو د ځورونې او ظلم لامل نشي.

 هغه ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به دا ډله انحصاري تګلاره نه لري اود ښځو او نارینه وو په شمول به د ټولو خلکو حقونه خوندي وي.

د طالبانو رهبر له امریکا غوښتي چې له دغې ډلې سره د سولې هوکړه عملي کړي او چا ته اجازه ورنه کړي چې مخه یې ونیسي.

د طالبانو مشر د اختر په ورځو کې د اوربند په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply