ولسشمر غني له طالبانو سره تر مخامخ خبرو وړاندې د اوربند په ټینګښت ټینګار وکړ

0 649

ولسمشر غني نن د افغانستان د سولې له پاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند په ټینګښت یا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ.

ارګ وایي زلمي خلیلزاد  تیاری وښود چې یاده موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.

په دې کتنه کې دغه راز  د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه هم خبرې شوې او څرګنده شوې چې د افغانستان حکومت او طالبان  دې په دې برخه کې په یو واضح او معقول میکانېزم چې د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو له لوري رامنځته او دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسېږي.

خلیلزاد نن له قطر څخه کابل ته راستون شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply