فلسطين له امريکا او اسراييلو سره ټول تړونونه لغوه کړل

0 562

فلسطين له امريکا او اسراييلو سره ټول تړونونه لغوه کړل

د فلسطين ولسمشر محمود عباس هغه ټول تړونونه لغوه او ناچله اعلان کړل چې د فلسطين د حکومت او د فلسطين د ازادۍ د ګوند له خوا له اسراييلو او امريکا سره شوي ول.

ده په يوه غونډه کې اعلان وکړ چې د فلسطين حکومت او د فلسطين د ازادۍ ګوند تر دې وروسته له اسراييلو او امريکا سره هيڅ ډول تړون ته، هيڅ ډول ژمنتيا نه لري.

محمود عباس وويل، تر دې وروسته اسراييل د فلسطين پر خاوره د يوه يرغلګر په څېر دي او تمه دې نه کوي چې څه بد به نه ورسره کېږي.

ده وويل، حکومت يې له ملګرو ملتونو سره بيا تر سره شويو تړونونو ته ژمن دی او له اسراييلو سره هم د يوه حکومت په څېر خبرو ته چمتو دي.

عباس د نړۍ پر نورو هېوادونو غږ وکړ چې د امريکا او اسراييلو پر وړاندې دې د فلسطين ملا وتړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply